Categories

اعلان

Loading…

د جمهوري ریاست د ورځنیو کړنو لنډیز

یکشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۴ (07 June 2015)

  • د ملي دفاع وزارت په ۱۷ قراردادونو کې ۹ ملیونه ډالره سپما وشوه

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د تدارکاتو ملي کمیسیون تېر ه شپه په ارګ کې خپله  اونیزه غونډه وکړه. د ملي دفاع وزارت په ۱۷ قراردادونو کې ۹ ملیونه ډالره سپما وشوه. یاد کمیسیون پرېکړه وکړه چې کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه به د قراردادونو په اړه مطبوعاتي کنفرانسونه ورکوي، څو له ولس او خلکو سره هم معلومات شریک شي. همدارنګه جمهور رئیس محمداشرف غني یادو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ور سپارل شویو چارو په ترسره کولو او په ځانګړي ډول د قراردادونو په برخه کې  دې د قانونیت، شفافیت او حساب ورکولو اصل ته زیاته پاملرنه وکړي.

  • جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د آذربایجان د نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د آذربایجان د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. ښاغلي وحدت محمد آغا سلطان زاده څرګنده کړه چې آذربایجاني سوداګر او پانګوال دې ته لېوال دي چې په افغانستان کې په اقتصادي او فرهنګي برخوکې پانګونه وکړي او په دې اړه به د روان کال تر پایه پوري عملي ګامونه پورته شي. جمهور رئیس غني وویل، موږ غواړو چې تر راتلونکو دوه کلونو پورې خپله اویا سلنه سوداګري د ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارې چې د لاجوردو د لارې په نامه یادېږي، ترسره کړو. جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې افغانستان هر کال  له یو میلیون ټنو سمنټو څخه استفاده کوي او په دې برخه کې پانګونه به د افغانستان او آذربایجان په ګټه وي.

  • جمهور رئیس غني: موږ د افغانستان تاریخي او توریستي مقام بیا احیا کوو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سارک سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړي پلاوي سره چې د سارک سازمان د غړو هېوادونو د لومړني فرهنګي مرکز په توګه د بامیانو د نوموني په رسمي مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی و، وکتل.  جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې ترڅنګ چې د بودا د مجسمو ړنګول یې د هېواد پر تاریخي مېراثونو برید وباله، وې ویل چې موږ د افغانستان تاریخي او توریستي مقام بیا احیا کوو.جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز وویل چې په یو شمېر سیمو کې د کانونو د استخراج پر مهال له ځینو تاریخي آثارو سره مخامخ کېږو چې د هغو مدیریت بشپړ احتیاط ته اړتیا لري. ده د سارک سازمان له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي. د سارک سازمان سکرتر جنرال وویل چې د افغانستان فرهنګي تاریخ ډېر په زړه پورې دی او موږ باید له دغو تاریخي شتو څخه لا ډېره ګټه واخلو. نوموړي د دغو مراسمو ترسره کېدل د افغانستان د تاریخي جاذبو د پېژندنې په لاره کې ګټور وبلل، وې ویل چې له دې وروسته به د پروګرامونو او فرهنګي فیستوالونو د جوړېدو لړۍ په بامیانو کې دوام ومومي.

52 total views, 2 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *