Categories

اعلان

Loading…

رښتنې تجربې/ شفیق امیرزی

په ډیرو ودانیو او ځایونه به مو سترګې لګېدلې وي چې خورا لګښت پرې شوی خو تاسې به یوازې دا ویلي وي چې ډیر وخت او پیسې یې پرې لګولې دي، ښکلې ماڼۍ به مو لیدلې وي لوړې لوړې خو زړه به مو نه وي اوبه شوی، ښه باغچه به لرې خو خوند به مو نه وي ترې اخیستی خوند او له یو څه  د خوند اخیستل د انسان په فطرت کې اخښل شوی دی.

خوند شته خو ډير خوندور شی هغه دی چې ډيرو کسانو ته خوند ورکړي، شعر هم خوند لري د خوند کلیمه یوازې مادي ارزښت نه لري چې د خوراک او خوړو لپاره یې وکاروو.

زموږ په فطرت کې ځينې غوښتنې دي چې باید ارضاع شي، کله چې ارضاع شي د آرمۍ او ډاډه احساس کوو، دا سمه ده چې د انساني فطرت ځينې داسې غوښتنې هم شته چې هغه به د الهي قانون سره په ټکر کې وي خود هغې پوره کولو لپاره سمه لاره په ګوته شوې ده.

له الفاظو د خوند اخیستو غوښتنه او اړتیا هم په انسان کې شته، شعر، کیسې او نکلونه هغه څه دي چې پخوانیو انسانانو د خپلو غوښتنو د ارضاع لپاره جوړې کړي؛ نن هم موږ چې هغه لولو له هغې ځانګړی خوند اخلو ځکه چې زموږ رواني جوړښت دا اړتیا په خپله خټه کې لري.

له ښکلا او آهنګه د خوند اخیستو غریزه په انساني ټولنو کې ډیره مهمه او ښکاره ده، دا سمه ده چې د ښکلا لپاره کوم خاص معیار نشته، ښکلا د انسان په نظر او زاویه کې ده او داسې هم ویلی شو چې د انسان په غوښتنو پورې اړه لري، کېدای شي چا ته یو رنګ لباس ښه ښکاره شي چا ته بل رنګ د چا به غربي جامې خوښېږي خو د چا به شرقي دا هر څه د انسان په دروني(ننیو) اړتیاوو او غوښتونو پورې اړه لري، هغه کس چې له جنسې پلوه خپلې غوښتنې ډيرې مهمې او وړاندې بولې هغه کېدای شي یو ډول شعر او شاعري خوښه کړي خو هغه چې لږ صوفي مزاجه جوړښت لري هغه بل ډول خو په ټول کې د ښکلا د اندازې ټاکنه په خوند، خوښونې او د ذوق په خړوبولو ولاړه ده، څه چې ډير خوند راکړ هغه ښکلی دی، څه چې موږ په تحیر کې واچولو هغه ښکلی دی، څه چې لږ خوند راکړ لږ ښکلی دی خو څه چې خوند را نه کړ هغه ښکلی نه دی.

خو دلته بیا خبره لږ توپير لري، ډير شیان به داسې وي چې په هغې کې څومره تصنع راوړو هغه به لا ښکلی شي د یوه دیوال په جوړولو کې که څومره کاشي رنګونه او یا نور څه وکاروو هغه به لا ښکلی شي، که یوه باغ ته څو ډوله ګلان راوړو هغه به ډير ښکلی شي، خو ښایي موږ ته هومره خوندور نه وي لکه یو ځای چې خپل ذاتا ښکلی وي، د یوه شي ذاتي ښکلا تل موږ ګوته په غاښ کړي یو.

اپلاتون چې کله د اخلاقي ښېګڼو عمارت جوړاوه نو د هغو موادو له کارولو یې ډه ډه کوله چې هغو به انساني اخلاقو ته زیان لاره او یا به یې کمزوري کول او د ودې مخه به یې نیوله، ده هم ښکلا د انسان له سپېڅلې روح سره تړله او ویلي یې چې ښکلی هغه انسان دی چې ښکلي اخلاق او ښکلې پاکه روح ولري.

کانت وايي: ښکلا هغه ذهني مقصد دی چې پرته له کومې واسطې موږ ته خوښي او سکون را کوي خو که تجربه ورسره تړاو پیدا کړي، خارجي ارزښت پيدا کوي د بېلګې په توکه د ګل ارزښت د یو شاعر او انځورګر لپاره بېل بېل دي.

ښکلا خو ځینو په عیني او ذهنې هم ویشلې ذهنې وايي چې ښکلا زموږ په ذهن کې ده د نړۍ پرمخ ښکلي او نا ښکلي څه نشته دا زموږ ذهن دی چې څه ښکلي معرفي کوي او څه نا ښکلې.

خو د عینې ډلې پلویان وايي چې ښکلا له ذهنه بهر ده په هر شي کې ښکلا او بدرنګي شته ښکلا په لطافت، توازن او تناسب کې ده.

خو موږ هغه څه ته ښکلی وایو چې هغه خوند راکړي له هغه څه چې متاثر شو او د کانټ خبره سکون را وبښې هغه ښکلی دی زه به هر ورځ شعرونه لولم خو ډير داسې کم شعرونه به وي چې ما ته آرامي راکړي پوه شم چې په دې شعر کې حتما څه وو.

د شعر په ښکلا کې فکر او کلمات دواړه اغېزه لري همداسې په نورو ادبي ژانرونو کې که فکر قوي و خو کلمات ښکلي نه وو خوند به و نه لري او یا که کلمات هر څومره ښکلې وي خو فکر یې بیا نسبت کلماتو ته خوندور نه وي بیا به هم کلام هومره په زړه پورې نه وي نو کله چې ښه فکر په ښو کلماتو کې وړاندې شي خوند ترې اخلو او په یو ځل لوستلو مو په حافظه کې پاتې شي.

د شعر او ادب نړۍ له همدې تصنع خلاصه ده هغه شعر او هغه کلام ډير زړه ته لاره کوي چې په  هغه کې تصنع نه وي په وجود کې یې دروغ هومره نه وي چې له ورایه ښکاري، که چیرې په رښتیا د شاعر د زړه خبره وي په هغه کې هر څومره غلو او یا اغراق وي موږ ته مصنوعي نه ښکاري، د رحمان بابا شعر ولې هومره خوندور دی ځکه چې هغه د خپل زړه خبره کوي خپلې تجربې پرته له دې چې کومه  لاسوهنه پکې وکړي خلکو ته وړاندې کوي هغه نه غواړي خپله غریبې د شرم مایه وګڼې بلکه په ښکاره وايي چې زه څه نه لرم:

که مې څوک په امیرۍ شمېري امیر یم

که مې څوک په فقیرۍ شمېري فقیر یم

زموږ په ټولنه کې ډیری لیکوالان دا ځان ته شرم او عار ګڼې چې دوی د ځان ناداره او کم زره وښيي نو ځکه خیالي داستانونو او شعرونو ته مخه کړي چې په هغه کې تصنع له ورایه ښکاري داسې داستانونه او یا ناولونو ولیکي چې دوی خپلې هغه غوښتنې پکې انځور کړي چې په رښتنې نړۍ کې یې دوی نه شي ارضاع کولی، داسې کیسې هم یو څه خوندورې وي خو هغه وخت موږ ته بې خونده شي کله چې موږ ته دلیکوال تېښته له ځینو پېښو ښکاره شي او یا په لوی لاس د ځينو داسې پېښو راوړي چې رښتینولي یې ناممکنه وي.

د هغه څه په کیسه یا شعر کې راوړل ښه دي چې لیکوال یې په رښتیا غواړي، یا یې لري او یا دا چې د لیکنې تر مهال د ده خپله شخصي تجربه ده داسې څه لوستونکي ته خوندور وي هغه د لیکوال له تجربو په مینه او خوند په خپل ژوند کې کار اخلي.

نو دا خبره سمه ده چې وايي شعر له زړه پورته کېږي او په زړه اغیزه کوي، دا تر ډيره وخته خلکو یوه احساساتي جمله ګڼله خو د زړه خبر ځکه زړه ته خوږه وي چې په هغې کې تصنع نه وي، د زړه خبره رښتنې وي.

رحمان بابا ځکه په ټولو ښه لګي چې هغه رښتنۍ دی؛ نه د چا د خوشالولو لپاره څه وايي او نه د چا د خفه کېدو له وېرې څه پټوي؛ هر څه د زړه له تله وايي.

څوک د را کاندي قـــسم په ګردګار

که درم لرم په کــــــور کې یا دینار

زه درم او دینار نه لرم په کور کې

ولې نور خلـــــک مې بولي دنیادار

رحمان بابا په خپل شعر کې صادق دی ده د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره هومره د زړه ژبه کارولې کړې چې د هېڅ ډول غلیظو کلیمو له راوړلو یې ډه ډه نه ده کړې.

سپي هم په عذاب د جدايي د وژلو نه دي

زه خو ګوندې ستا د کوڅې سپی شوم په وینا

خو که بل شاعر وی دخلکو له شرم او یا دا چې خلک به د ځينو کلیمو په راوړلو ده ته ښه و نه وايي د داسې کلیمو  نه راوړلې خو رحمان بابا د داسې کلیمو له راوړلو ډه ډه نه ده کړې.

خو کله کله په ځینو ادبې پنځونو کې دروغ او له خیال او حقیقته لرې څه هم وي خو هغه دروغ موږ ته خوند راکړې دا ځکه چې هلته د رښتیا تله پرې درنه ده یانې د هغه څه چې موږ یې په رښتینوالي ډاډه یې ډیر والی د دې سبب شوی چې دروغ یې پیکه کړي دي.

هغه پنځونه چې له رښتنو تجربو ډکه وي تر ډیرو هغو لیکنو خوږه وي چې په هغې کې تصنع او خیالي غوښتنې شریکې وي، سینوحه ولې هومره خوږ دی؟ ځکه هلته لیکوال هیڅ دا هڅه نه ده کړې چې خپلې تیروتنې پټې کړي او یا دا چې نورو هر څه کول ده نه دي کړي، خو وايي چې زه هم د همدې ټولنې یو سړی وم نو ما هم دا تیروتنې کړې دي د کاهنانو په در کې یې سر لګولی د فرعون په خدایتوب یې باور کړی دی او هر جبر چې د نورو لخوا پرې وضع شوی هغه یې اخروي دنیا ته کار بللی دی.

خو که چیرې په دې داستان کې لیکوال ځان سپينه ملایکه ښودلې وی نو فکر نه کوم چې هومره به خوږ و ځکه هیڅ امکان نه لري په یوه محیط کې چې هر څه دې په یوه خوا روان وي ته دې په بله خوا روان وې په ټولو نېوکه وکړې خو ته دې هیڅ داسې کړنه و نه لرې.

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *