Categories

اعلان

Loading…

د دولت وسله والو مخالفانو په لوګر کې ۱۲ ماین پاکان تښتولي

تاند- چارواکي وايي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د دوو ورځو په لړ کې په لوګر کې لږترلږه ۱۲ ماین پاکان تښتولي دي.

د لوګر امنیه قومندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي نن رسنیو ته وویل چې وسله والو مخالفانو د ماین پاکانو موټر ودراوه او له هغه څخه یې ۶ ماین پاکان کښته کړل.

ده وویل چې پرون هم وسله والو یاغیانو د یوه بس لاره ونیوله او له هغه څخه یې شپږ ماین پاکان جلا او نامعلوم لور ته په مخه کړل.

تراوسه پوري کومې ډلې د دغو ماین پاکانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو پر ماین پاکانو بریدونه کړي دي.

د لوګر امنیه قومندان هم وايي چې د ماین پاکانو د برمته کېدو په سیمه کې وسله وال طالبان فعال دي.

573 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸