Categories

اعلان

Loading…

د نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد لنډه پېژندنه او د داخلو لارښود

نړیوال اسلامي پوهنتون د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې موقعیت لري. د یاد پوهنتون د بنسټ ډبره د پنځلسمې هجري سپوږمیزې پېړۍ په لمړۍ ورځ چې د ۱۹۸۰ زېږدیز کال د نومبر له یوولسمې نېټې سره سمون خوري اېښودل شوې ده. نوموړی پوهنتون په خپل ۳۵ کلن ژوند کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو څخه په زرګونو مسلمان ځوانان په بېلابېلو برخو کې له عالي روزنې وروسته اسلامي ټولنې ته وړاندې کړي دي او دغه لړۍ لا تراوسه د لېسانس، ماسټرۍ، ایم-فل او دوکتورا تر کچې په چټکۍ سره روانه ده.

له نېکه مرغه د نوموړي پوهنتون له پرانیستلو وروسته زمونږ هېوادوالو ته هم په کې د ګډون حق ورکړل شوی دی، چې په ترڅ کې یې زیات شمېر افغانانو خپلې لوړې زده‌کړې په بېلابېلو کچو ترسره کړي دي. اوس مهال د نړۍ د ۵۲ هېوادونو د محصلینو په ګډون کم و زیات ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین (هلکان او نجونې) په کې په بېلابېلو پوهنځیو کې په زده‌کړو بوخت دي.

نوموړی پوهنتون د اسلام آباد په (H-10) ساحه کې په اووه سوه اېکړه ځمکه کې جوړ شوی دی. د شرعیاتو او قانون، اصول الدین، ادبیاتو (عربي، انګلیسي، فارسي، اردو)، ژورنالېزم، اقتصاد (ماليه، عمومي او اسلامي بانکداري)، اداره او سوداګرۍ، سیاست او نړیوالې اړیکې، کمپیوټر ساینس، انجنیري (برېښنا، تخنیک، سافټ وېیر)، ټولنپنه، ارواپوهنه، چاپېریال پوهنه، ښوونه او روزنه او یو شمېر نور پوهنځي لري. دې پوهنتون ته تر شاملیدو وړاندې له محصلینو څخه ازموینه اخېستل کېږي. محصلین کولای شي تر یوه زیاتو پوهنځیو ته هم ازموینه ورکړي. آزموینه د ژمني سمستر لپاره په جولایي او د پسرلني سمستر لپاره د ډسمبر په میاشت کي اخیستل کیږي. د پوهنتون د تدریس رسمي ژبې عربي او انګلیسي دي، سربېره پردې اردو ژبه هم د ډېرو ستونزو په اسانولو کې مرسته کولی شي. پوهنتون د هلکانو او نجونو لپاره ټولې اسانتیاوې جلاجلا برابرې کړې دي. پوهنتون پر عصري لیلیې، لویو کتابتونو، روغتیایي مرکزونو، بانکي او پستي خدمتونو او سپورتي لوبغالو سربېره د اسلام آباد او پېنډۍ اړوندو ساحو لپاره د ترانسپورت اسانتیاوې هم لري.

نور معلوماتو کولای شی د پوهنتون له ویب پاڼې www.iiu.edu.pk  ترلاسه کړئ.

۲۰۱۶-۲۰۱۵ تحصیلي کال لپاره د داخلې اخيستلو اړین توکي:

الف:- د پاسپورت او فعالې ويزې یا مهاجر كارت لرل.

ب:- د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه د دولسم ټولګي تصدیق شوې شهادتنامې ترلاسه کول

ج:- په اسلام آباد کې د افغانستان له لوی سفارت څخه دNo Objection Certificate (NOC) تر لاسه کول

د:- د ټولو افغانانو لپاره چې په افغاني ښوونځیو کې یې خپلې زده کړې ترسره کړي، د شهادتنامې معادل سند(Equivalence Certificate) ترلاسه كول اړین دي. له دې پرته د كانكور په آزموينه كې برخه نه ورکول کېږي، البته د پراسس لیک په درلودلو سره هم داخله ترلاسه کېدلای شي.

هـ:- د عامو مدرسو، وفاق المدارس، امام ابوحنيفه معهد او امام بخاري معهد فارغان هم کولای شي چې په یاد پوهنتون کې داخله واخلي.

یادونه: ټول مهاجر کارت لرونکي ورونه دې نوي کارتونه له ځان سره راوړي، ځکه چې په زړو کارتونه داخله نه ورکول کیږي.

  • د داخلې د فورمې د ډكولو لارښود

۱- د زده‌کړیال نوم، د پلار نوم او درک باید د نورو اسنادو (پاسپورټ یا مهاجر كارت، د لېسې او مدرسې اسنادو) سره سم وليكل شي.
۲- د زېږېدو نېټه بايد په پوره توګه (ورځ، مياشت، كال) وليكل شي.

۳- اصلى فورمه چې دوه سېټه ده، بايد په پوره توګه ډكه او لاندې اسناد ورسره ونښلول شي:

  • د ټولو تحصېلي اسنادو فوټوكاپي
  • د پاسپورت يا مهارجر كارت فوټوكاپي
  • شپږ قطعې تازه عکسونه

۴- د داخلې د فورمې سربېره بايد د (NOC) فورمه هم ډكه او څلور سيټونه ترې جوړ شي، چې د هر يو سيټ سره بايد لاندې اسناد ونښلول شي:

  • د پاسپورت يا مهاجر كارت فوټوكاپي
  • یو قطعه تازه عكس

د معادل سند (Equivalence Certificate) لپاره د داخلې شروط
هغه محصلین چې تر دې دمه يې معادل سند (Equivalence Certificate) نه دی ترلاسه کړی کولای شي چې د لاندې اسنادو په درلودلو سره د معادل سند لپاره کاغذونه جمع کړي:
۱- اصلي شهادتنامه او څلور رنگه کاپيانې؛
۲- د سفارت اصلي (NOC) او څلور ساده کاپیانې؛
۳- مهاجر کارت یا پاسپورت او څلور ساده کاپيانې؛
۴- څلور قطعې پاسپورټ سایز عکسونه؛
۵- د فورمې د جمع کولو ۱۵۰۰ کلداری فیس
یادونه: که چیرې د شهادتنامې او مهاجر کارت (عمر یا نوم) کې تفاوت وو، نو د سفارت څخه دې د (NOC) د ترلاسه کولو پر وخت (Correction letter) لازماَ ترلاسه کړای شي.
سفارت څخه د NOC د ترلاسه کولو اړین توکي
مخکې له دې چې د سفارت څخه د (NOC) سند د تر لاسه کولو لپاره ولاړ شې، باید چې له ځانه سره لاندې اسناد پوره ولرئ:
۱- اصلي شهادتنامه چې د بهرنیو چارو وزارت څخه تصديق او ټاپه شوې وي؛
۲- د تابعیت تذکره (اصل او کاپي)؛
۳- دوه قطعې پاسپورټ سایز عکسونه؛
۴- پاسپورت چې د پاکستان ویزه پرې وهل شوي یا مهاجر کارت
یادونه: د افغان محصیلنو اتحادیه د داخلو په ورځو کی د پوهنتون د ننه نیوو محصیلنو ته د لارښوونې او هغوی سره د مرستې په اساس کمپ لګوي تر څو هر افغان محصل د یو لړ اسانتیاوو څخه برخمن شي. د مرستې په وخت کې د لاندې شمېرو سره اړیکه ټینکه کړئ.

صلاح الدین : (۰۰۹۲۳۳۴۸۸۵۵۸۴۲)

ضمیر ساپی : (۰۰۹۲۳۴۷۰۰۰۲۷۱۴)

په درنښت

صلاح الدین

دافغان محصلینو د اتحادیې رئیس
نړیوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد

321 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2