Categories

اعلان

Loading…

حق مهر …/ شهرت ننګيال

چې په ښه پېښ وي د عبدالقيوم اخون زوی دی چې په بدو يې سر شي د ملا عبدالواسع خوريی شي …

د اسد دانش دومره مينه وال او ياران دي چې موږ ته کال کې وار نشي رارسېدای، خو چې کله يې چېرې پښه وښوئيږي پر هغه ورځ يواځې زما ملګری وي …

د عصمت قانع ګټه د ځان او ښه د نورو دي … چې د کوم تلويزيون ميله وي، د خلکو له تلفونو زه پکو وم … په چا يې منې چې نولسمه پېړۍ کې پر ژوند اړ يم، له سره تلويزون نلرم …

يواځې د همزولو، ملګرو په اړه نه، چې له ارګه د کومې ماتې ګوډې خبر ليک شي وايي: يار ‌دې بيا … ان چې د ډاکتر عبدالله پړه هم زما پر غاړه ده … وايي تاسې جمعيتيان …

چې د حقاني شبکې نوم ياد شي ټول ما ته ګوري …

احدي صاحب د افغان ملت د ليډر په توګه د بانک رئيس، ماليې وزير او … په توګه د منلو دی، خو ما ته يې تور دومره لوی الزام بلکې نه بښونکی جرم ګرځېدلی چې که په زمزم ځان پرېولم سپين شوی نه يم …

څو ورځې وړاندې چې عبدالحکيم منيب ته د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په لمانځغونډه کې د حرکت د مشرتابه پټکي و تړل شو … ډېرو پر تلېفانه را ته کړه: انډيوال دې بيا …

چې منيب والي، معين و په خدای که يې چا انډيوالي ياده کړې وي خو چې د سياست په کراړه او جل وهلې دښته کې يې په ورکو لارو، کاواکه ګامو بې منزله، بې دمې د حرکت سخت سفر پيل کړ، د واره يې زما انډېوال کړ …؟ د اعلان له مخې يې دا ځل له حرکت سره ” مردم” ټکی زيات کړی … که د مرحوم محمدي په سياسي ميراث ” د تنظيم نوم” کې د لاسوهنې او زياتون جواز وای، ښه وه انقلاب ترې لېرې شوی وای، چې موږ له انقلابه ځب ځب يو …

د دغسې حذف يوه ګټه لنډون هم راختی شوای، ځکه خو د مردم له زياتون د انقلاب حذف موزون بلکې اړين ښکارېده … ګوند يا تنظيم هسې هم د خلکو وي، د ځناورو، خرو، غويانو تنظيم يا ګوند نه دی جوړ شوی، چې هغه تنظيم، ګوند نه، فارم باله شي …

نپوهيږو منيب صاحب د کومې اندېښنې له مخې مردم اړين ګڼلی …؟ دغسې اندېښنه ځکه بېځايه ده، چې د هېچا زړه ته به نه وه لوېدلې چې ګنې د منيب صاحب حرکت له خلکو پرته نورو عناصرو او موجوداتو تشکيل شوی دی.

اصلي اندېښنه چې د ملا قلم الدين، منيب صاحب او نورو ملاصاحبانو پر وړاندې يې کومي شلولي بله ده …؟

نن وي که سبا دی، دا ملک د زرغون شا دی ….

حرکت نه د ملا قلم الدين کېدای شي نه د جناب منيب صاحب او ملا اسدالله حنفي چې ږيره يې ورته په وسمه سره او خېټه په اوبو خيشته ده …

افغانستان، پاکستان، هند بلکې ختيز کې ګوند او سياست ميراث دی، لکه پوله، پټی او جايداد … له کورنۍ د باندې نشي وتلی … د زوی، لور، ننګور، زوم منګولو کې ښکېل وي …

د حرکت مشرتابه ټول حقوق د نغمې دي ـ ملاقلم الدين او منيب صاحب يو چانس لري، دا چې د سونيا ګاندي تر څنګ د

من موهنسنګ په رول او موقعيت صبر وکړي … واقفان حال وايي: له نغمې سره د حرکت د مشرتابه اګريمنټ له نکاح د مخه لاسليک شوی … دا په حقيقت کې د نغمې حق مهر دی، چې وار له مخه دوبۍ کې د دې په نامه ثبت او راجستر دی.

38 total views, 3 views today

6 comments

  1. کشمالی Reply

    خراړې له یوه ګوزاره و لاړې. د جناب ننګیال هغه بله مقا له نګه سره زر و. دا یې سپنخړی

  2. shahed Reply

    ننګیا ل صا حب قلم د تاند اوسه د نښې منځ د ویشتلۍ، موږ د خپلو خلقو سره ریښتوني نه وو په خوله مو لا الله ویل خو په زړه مو شا لیلا ویل نو ځکه مو اوس میراث نغمې بي بي ته رسیږي

  3. farid Reply

    i dont have any ….

  4. farid Reply

    به نظر بنده کاملا دقیق است و به نظریات شما عزیزان نیز احترام قایل هستم

  5. تور غر Reply

    ننګیال صیب دا خو به ډیره ښه شي چې د حرکت مشري نغمې ګلې ته ورسیږي دومره مينوال لرې که چیرته حرکتوال انخاباتو ته ودریل او نغمې یو کنسرټ ورکه چې دا ټول د غونډو ريکاډ مات کړې ههههههههه مبارک دې وي

  6. عبدالقادر صائب Reply

    دا کټ مټ هماغه د هندي فلم راجنیتي سناریو ده چي په پای کي د لوی او د ډیر وخت لپاره راج (واک) چلونکي ګونډ مشري د کټرینا بي بي ته په میراث (حق مهر) کي ورسیږي. دلته هم حقه خبر داده چي حرکت د ښاپیری (نغمې) بي بي دی، د چا هغه دغه يې نسي خپلولولی.

Leave a Reply to تور غر Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *