Categories

اعلان

Loading…

د عابدي ګمارنه او د کرایي رسنيو تبليغات – اسلم غازي

دا څو ورځې په ټولنيزو رسنيو او همدا راز ځینې سمتي متعصبې رسنۍ د ملي امنيت د نوي ټاکل شوي مرستيال اجمل عبيد عابدي په ګمارل کېدو سختې نيوکې کوي. خو برعکس د ټلوالګر اديب فهيم په ټاکنه بيا ټول غلي دي. څو خبرې بايد په ياد ولرو.
عابدي با انرژي، لوړ تحصيلات لرونکی، ژمن، د ستراتيژيک فکر خاوند او وطن دوسته انسان دی. له 2002 کال راهيسې په همدې نظام کې د کار تجربه لري. هلک نه دی. عمر يې څلوېښت کلنۍ ته نژدې دی. چې همدا ان ولسمشرۍ ته د کانديدېدو وړ عمر دی، څه خو رياست شو. که په رښتيا غواړو د ملي امنيت رياست دې له سمت پالنې او نژاد پرستۍ وژغورل شي نو دغسې بې طرفه خلک بايد وګمارل شي. عابدي له هېڅ کوم ګوند، ډلې او په کورنيو شخړو کې ښکيل سړی نه دی. تر پرونه چې د ملي امنيت رياست د امرالله صالح د لنډه غرو نه ډک و، خو چا له ډاره غږ نه کاوه. ځکه ټول پوهېدل چې په ډېر عادي نقد به يې د ترهه ګرۍ په تور شکنجه کړي. صالح خېلو د ملي امنيت ارګان د انتقام په روحيه چلوه، نه د وطندوستۍ په روحيه. نتيجه يې ټولو وليده چې جګړه کمه نشوه، زياته شوه. انتقام ستونزې حل کوي نه، زياتوي يې. هماغسې وشول. د همدې ملي امنيت مرستيال ډاکټر عبدالله لغمانی ونه وژل شو؟ په اسدالله خالد په کور کې ځانمرګی ونشو؟ مسلکيتوب داسې وي؟ د يو هېواد استخبارات چې د خپل مشر، مرستيال او غړو امنيت ونشي نيولای ايا هغوی به د دولت د لوړ پوړو نورو چارواکو او په عموم کې د دې ولس دفاع وکړای شي؟ رباني، ارسلا جمال، ولي کرزی، حشمت کرزی، حکيم تڼيوال…….. ونه وژل شول؟ دا ټول د دې څرګندونه کوي چې زمونږ ملي امنيت مسلکي نه و، نه دی. ټولو وليدل چې په ټاکنو کې د ملي امنيت رياست لخوا د دروغو ثبت شويو غږونو څومره ستر بحران رامنځ ته کړ. ټاکنې متنازعه شوې او دوی هېڅ مسولانه دريځ ونه نيوه. علت دا و، چې ملي امنيت د جمعيت او ټلوالې له کسانو ډک و. مه پرېږدئ چې څوک مو دغې مهم ارګان ته د وطندوسته اشخاصو د ورتګ مخه ونيسي او د يو ګوند د ګټو لپاره يې وکاروي.
برعکس اديب فهيم په سوچه سهامي او ټلوالګر سوچ دغې ادارې ته دننه کړای شو. ولې په هغه اعتراض نه کېږي؟ ايا هغه مسلکي دی؟ عمر يې دغه مهم ارګان ته برابر دی. ځوان هلک عموما تر عقله ډېر له احساساتو کار اخلي. دغه چاره په عادي ژوند کې تاوان لري. چې بيا ځواکمن يې او دومره واک هم درسره وي. بيا مرګونې ده. بيا کولای شي دغسې خلک د سمت، ژبې، سياسي فکر او شخصي تمايلاتو په اساس پرېکړې وکړي. دغه پرېکړې لکه د امرالله صالح په رياست کې چې وشوې د تآليب سازۍ ستر علت و. چې پښتون به يې هېڅ بې هېڅه د القاعده، ټاليب او پاکستاني په تور شکنجه کول.
درنو هېوادوالو!
د هېواد مهمو ارګانونو ته د نېکو او وطندوسته کدرونو چې په هېڅ ډول کورنيو شخړو کې ښکيل نه وي. سمتي، ژبنيز، سياسي او ايډيالوژیک تعصب ونلري، حمايه کړئ. د فاحشه غلامو رسنيو په بې ځايه تبليغاتو مه غولېږئ. او مه پرېږدئ چې هر څوک ستاسې فکرونه مغشوش کړي.

60 total views, 3 views today

3 comments

  1. اکبر Reply

    مهربانی وکړی ووایاست چی دا کومی رسنی دی چی داسی تبلیغات کوی تر څو تعقیب یی کړو او مقابل کی یی مبارزه وکړو

  2. Assadullah sultanzai Reply

    واقعآ خکلی مضمون ، هر افغان باید همداسی بی طرفه قضاوت د خپل ملت د سلامتیا لپاره ولری، ضروری او اړینه وه چه د داسی مهم د فـــتر لپاره د داسی اشخاصو معرفی کونه ضروری وه چه هم بی ظرفه او هم د ملت د درد احساس ور سره مل وی. مننه

  3. A. ghafar Reply

    ډېره ښه ده چې لیکوال صاحب دې موضوع ته اشاره کړې او خلک یې له داسې حساسې موضوع خبر کړي. د یو هېواد سیاست او لویې وړې خبرې باید د ولس له سترګو پټ نه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *