Categories

اعلان

Loading…

له فساد سره د مبارزې ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې پراخ فساد افشا کړ

تاند- له فساد سره د مبارزې اداره وايي چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلومات په توګه په ټاکلو کې واسطه، خپلوي او رشوت اساسي رول لري.

له اداري فساد سره د مبارزې، څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې نن په یوه راپور کې ویلي، د دیپلوماتانو په غوره کولو کې خوېش خوري او واسطه تر لیاقت زیات رول لري.

د دې کمېټې اجراییه رييس احمد راشید بهروز وویل، دا مسله د ټولو افغانانو په وړاندې د مساوات د رعایتولو او ورته په یوه سترګه کتلو قانوني حق زیانمنوي.

ښاغلی بهروز وايي، چارواکي او هغه کسان چې زور لري، غوره ګڼي چې خپل – خپلوان وګوماري.

د بهروز په وینا، تېر کال ۴۸ کاندیدان په ازموینو کې بریالي شول، خو یو هم په دې خاطر مقرر نه شو چې د دوی پر ځای د چارواکو هغه خپلوان، چې په ازموینه کې یې برخه نه وه اخیستې، وګومارل شول.

ده دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په لسګونو کارکوونکي چې کله بهر ته په سفارت یا کونسلګرۍ کې کار کولو ته واستول شي، بېرته نه راځي.

ښاغلي بهروز وویل چې ۴۶۵۰ دیپلوماتیک پاسپورټونه په غیر قانوني ډول غیردیپلوماتانو ته ورکړای شوي دي.

ده وویل چې د بهرنیو چارو وزارت ۲۳ جګپوړي چارواکي د ولسي جرګې د اوسنۍ او تېرې دورې د وکیلانو نژدې خپلوان دي چې په واسطه مقرر شوي دي.

123 total views, 1 views today

6 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    مسله ځينې نور اړخونو هم لري چې ټول پرې خبر يو ، په خارجي سفارتخانو کې ټول ديوې ولسوالۍ اوسیدونکي ځای پر ځای شویدي ، د پوښتنې څوک شته چې ووايي دا ولې ؟ پښتو ژبه باندې په غږیدلو او عریضه ليکلو ډېر مشکلات پیښوي آيا پښتو د افغانستان ژبه نده ؟ باید هرهغه دیپلومات چې د پښتنو سره دمور ميرې سلوک کوي ليرې شي ، په هرصورت دا وړۍ ځکه نه شړۍ کيږي چې د بهرنۍ چارو وزارت د هغوی تر ولکې لاندې خپل کلئ دئ هر څه ېې چې زړه وغواړي هغه کوی ، خدای مو دې مل شي

  2. انجنير عطا'الله Reply

    ديره شه خبره ده چي فساد سره د مبارزي كميسيون دا بي عدالتي او رشوت خوري بربنده كره. دا سيرنه ددي لپاره شه ده چي ولس خبر شو چي په وزارتونو كي، او پدي حالت كي د بهرني چارو وزارت به مينز كي سه روان دي. خبره دا ده چي أوس به سه كيژي؟ أيا هغه بيسوادان، د ولسي جرگي او يا د پخواني رشوتخور سيستم واسطه داران به د سوكيو ليري شي؟ أيا هغه خلك چي مستحق دي او سم ديپلو ماتان دي، خپل حق به تر لاسه كري؟ د ولسمشر د وعدي په مطابق خو بايد حق حق او ته ورسيژي خو خبره دا ده چي ولسمشر سومره توأن لري په دي حكومت كي. دا چي ولسمشر خپله وعده تر سره كوي، او يا كولي شي او كه نه، پته به ولژيژي. هيله دا ده چي نوره خرابي ونشئ او د پخواني خوسا سيستم خلك نور هم سپين سترگي نشي.

  3. Ebadullah Reply

    د أحمد شاه مسعود کشر اوخی خالدین نومیژی د افغانستان سفارت په مصر کی بدون له امتحان نه او لا مصر کی ی تحصیل ختم کری نه وه تعیین شو ، کلون تیریژی دیپلماتان بدلیژی رابدلیژی خو خالدین سفارت نه د پلار کور جور کری او د بیرته تگ خبری نکوی پداسی حال کی چی د غریب زامن په وزارت کی د خارجی پوست په هیله په کلونه تیروی

  4. Najib Khan safi Reply

    Os ya khond wakro yao dang bal ham war kra

  5. صفت الله زیارمل Reply

    دا مسله د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت نه بلکه د افغانستان په ټولو دولتی او شخصی اداراتو کی شتون لری د فساد سره د مبارزی اداره د له شا نه ورپسی ګرځی بلکه مخکی له مخکی د په مقرریو کی ځان دخیل کړی

  6. Faridullah Shirzad Reply

    ورکه دنگ وایی چی افغانستان نه وای فساد به نه وای آیا داسی سوگ شته چی د فساد مخه نویسی ؟ زه وایم چی نه زور بالای زور دی هر سوگ له خپل موقف سخه استفاده کوی او وایی چی همدا مو وخت دی باید زان او خپل خپلو آن یو زای ته ورسوو تر سو خپل هدف ته ورسیژو نور به کیژی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *