Categories

اعلان

Loading…

د تنباکو د نه کارولو نړيواله ورځ

د می د مياشتي ۳۱ نېټه د تنباکو د نه کارولو نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کي لمانځل کېږي او خلک د تنباکو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي لپآره هڅوي. په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز د يوې اعلامې په ترڅ کي پداسي حال کي ددې ورځي لمانځنه کوي چي په هلمند کي تر سلو زرو زيات معتاده کسان سته، په هلمند کي د اعتياد اندازه ورځ تر بلي زياتيږي، د نشه يي توکو کر کېله او قاچاق د معتادينو د زياتوالي لامل سوي دي.

هلمند د افغانستان هغه ولايت دی چي د مساحت له مخي پراخه دی او د زياترو کروندګرو کرکېله تارياک او بنګ دي، دوی خپل عايد د همدې کښت څخه په لاس راوړي، په افغانستان کي تر ټولو زيات تارياک د هلمند څخه توليديږي او نړيوال مارکيټ هم د هلمند په تارياکو چاغ دی، پداسي حال کي چي ددې تارياکو ګټه د هلمند کروندګرو ته کمه خو نړيالو قاچاقبرانو ته زياته رسيږي.

که چيري په هلمند کي دولت ددې کښت د مخنيوي لپاره منظم پلان جوړ کړي او د دې کښت بديل وړاندي کړي، په ډېري اسانۍ سره يې مخه نيول کېږي. د هلمند خلک اوس بيخي له مجبورۍ دا کښت کري. دولت له يوې خوا مناسب خدمات ندي وړاندي کړي او له بلي خوا د ولس غوښتنو ته مناسب پلانونه نلري.

د يادولو وړ ده چي د نشه يي توکو کرکېله د دولت د مخالفينو په ګټه هم کارول کېږي، د دولت مخالفين د خپلو مالي منابعو په توګه همدا کښت کاروي. په هلمند کي مدني فعالان د دولت څخه غوښتنه کوي چي ددې کښت د مخنيوي لپاره تلپاتي پلانونه په کار واچوي او معتادينو ته د تداوۍ لپاره کلينيکونه جوړ کړي، تر څو د اعتياد مخه ونيول سي.

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز اداره

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *