Categories

اعلان

Loading…

د پښتو شاعرۍ ځوانه خاطره/ ليکوال : محب الله آرمل

انار ګل مشاعره کېدونکې وه، ملګري عارف حقمل راته وويل: آرمله راځه چې ورشو په کلکه يې غوښتي يو. زه چې وخت مې نه درلود بهانه مې وکړه، ده ټينګار وکړ مګر زه بالکل نه توانېدم او بلاخره دی بې مانه لاړو، چې راغی د مشاعرې په هکله مې ترې وپوښتل، ده د خپل سفر او کندهار په باره کې لنډ معلومات وړاندې کړل خو د مشاعرې په باره کې يې لومړی د خاطرې فيضي نوم ياد کړ او زياته يې کړه چې ډېر په زړه پورې شعرونه يې وويل او تکړه شاعره وه . ماچې لا د فيضي نوم هم نه وو اورېدلی چندان باک مې رانه وړ، نورې پوښتنې مې ترې وکړې او حقمل د مشاعرې د خوند او رنګ دومره خوږې خبرې راواورولې چې په نه تلو پښېمانه شوم، خو تېره ورځ د دانش کتابپلورنځي دويمې څانګې ته، چې په کوټه سنګي کې ده او حکمت سروش يې مسئول دی، ورغلم هلته مې د خاطرې په شعري جونګ (موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي ) سترګې ولګېدې او د حقمل خبرې را ياد شوې ټولګه مې راواخیسته او بېګا مې د شپې تر ناوخته پورې ولوسته.  دا کتاب ټول ۹۱ پاڼې دی لومړی برخه يې غزل ورپسې نظمونه او آزاد شعرونه دي په پای کې څو په شمار څلوريزې هم پکې ځای شوې دي . تاسې راځئ د خاطرې ،  خاطرې ولولو او له ادبي فيض يې رنګ او خوند واخلو .

آغلې فيضي په ړومبيو پاڼو کې د اکثره پښتنو دې ناسم فرهنګ ته چې د لور په زېږدو شرميږي داسې اشاره کړې :

بيا مې پلار جان له درده سور او شين سو

بيا مو په کور کې يو جينۍ پيدا شوه

د همدې غرل په ورپسې بيت کې خپل زړه ته مخاطبه ده ، د مينې دونيا ته يې يون کړی او زړه ته د مينې په پار د موندل شوې کورنۍ چې د ددې په قول درد، غم، افسوس او آرمان يې غړي دي مبارکي وايي :

غم، درد، ارمان افسوس دي وموندله

زړګيه اوس د کـــــــــورنۍ پيدا شوه

خو دې بيت ماته د مينه هغه تعرف هم راياد کړ چې ويکتور هوګو کړی ، هوګو وايي مينه هيلې، اندېښنې او اوښکې دي .

د غه شان فيضي مينه د ژوندون شريکه بولي او خپل احساسات داسې اظهاروي :

اور دی که انګار دی په راضي يو موږ

عشقه ! ستا په نوم باندې ژوندي يو موږ

پدې لاندې بيتونو کې د خاطرې فيضي د ښځينه احساس او ددې د مينې د انداز، اندازه لګولی شو ،

مګر په خاطره چې خپل جانان ګران  او واقعي مينه ده داسې وايي :

نه پوهېږم ستابه څنګه ګذاره وي

ستا پر سر د پېغلو هره ورځ دعوه وي

جانه ! تاپسې به يو لېونی نه وي

جانه ! تاپسې به کلي دېوانه وي

د خاطرې يادو بيتونو د سالک صيب هغه بيت هم را ياد کړ چې وايي :

د بې حسابه مينې دا نښه ده

په نه خبره باندې جنګ جوړ شي

پدې راوروسته بيتونو کې بيا بېحده ګيله منه ده او يار ته مخاطبه ده فیضي ليکي :

ګل وينه را وچه کړه اغزي وينه راوچه کړه

دې نامرده يارمې د زړګي وينه را وچه کړه

څه ناڅه د خپلې بې وسۍ غمونو وخوړم

څه ناڅه بېلتون د يوسړي وينه راوچه کړه

تضاد ادبي صنعت ماته اکثره وخت په شعر کې خوند راکوي، تضاد صنعت داسې دی چې په شعر کې دوه متضاد يا يو دبل ضد حالتو نه يا فعلونه راوړل شي. دغه صنعت فيضي هم په خپل شعر کې ځای کړی دا کار به يې ممکن غير شعوري کړی وي مګر ښه يې کړی، په دې لاندې بيت کې نژدې د لرې ضد حالت دی. دا وايي :

چې څومره در نژدې سمه بس هومره سمه لرې

حيرانه يم بيا ولې درپسې خوبونه وينم

دغه راز فيضي روانه تراژيدي هم له ياده نده ايستلې او په خپلو شعرونو کې یې ځای ورکړی يا ترې ځای شوې ده مثلا دا وايي

چې سوزيږي د په اور هر جونګړه

ستاپر حال باندې ژړا راځي کنړه

يو بل ځای وايي :

لمن د سولې پر هېواد باندې هواره غواړم

چې جنګ ته کيږدي د پای ټکی هغه لاره غواړم

يا دا بيت :

بيا يوه مورکۍ بې زويه سوې ده

بيا د هديرې خواته رهي يو موږ

د طبعت په هکله مې اورېدلي وو چې تر نورو ژبو يې زيات په اوردو کې يادون شوی، طبعت چې چاپيريال ښکلی کوي د ژوند خوند څو چنده زياتوي او د پښتنو شاعرانو په شعرو کې هم شته هغه که پخواني دي که اوسني.  په هر صورت راځئ د طبعت او ددغه مضومن د ښکلا يوه ننداره د فيضي پدې بيتونو کې هم وکړئ :

ژوندون د سيند په غاړه زندګي د سنيد په غاړه

موږ خوښ يو موږ بې حده يو راضي د سيند په غاړه

تازه د رقيبانو له مهلته را وتلي

جانان ته دودومه سپلني د سيند په غاړه

پياوړی شاعر کاروان وايي :

وخت به راځي چې غاښ د زهرو په ښامار نلري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري

خو دې ته ورته فيضي هم له خپل ژوند او راتلونکې نا اميده نده دا وايي :

جانانه ته چې څه کوې زه درته هېڅ نه وايم

وخت به راځي چې ددې ټولو به پوښتنه کوم

د آغلې فيضي په ياد شوي شعري غونډ کې د مينې او ښکلا زياتې صحنې، منظرې، نندارې، تابلو ګانې … او نقاشۍ د هنر په رنګين سيند کې رنګ شوي دي، د فیضي شعرونه مينه ناک دي لکه کوچني  ماشومان خو لا ځوان شوي ندي ساده دي او پېچلتياوې يې کمې دي، ددې د خيال مرغه ډېر لوړ الوت نه کوي چې د سړي له سترګو پناشي او تمه کيږي چې په راوروسته شعرونو به يې دغه شاهين لوړ پر وازونه هم وکړای شي.

خو وايي چې ګل بې خاره نه وي دې هم ځينو ځايو کې لغزش کړی پدې لاندې بيت کې شاعره د خپلې لهجې تر اغېز لاندې راغلې او  د قافيې عيب رامنځ ته شوی . دې کرکې او اړيکې هم قافيه کړې دي :

چې مينه نه پېژني کرکي ساتي

د داسې خلکو سره څوک څنګه اړيکي ساتي

يو بل ځای وايي

چنار جګ دي د سنځلې په شان ندي

هر سړي د هغه ښکلي په شان ندي

په دويمه نيم بيتي کې د فیضي موخه له ( هر ) څخه ټول يا واړه ده چې دلته هم يو څه ګرامري ناسم والی شته مثلا موږ هر سړی ليکلی شو،  خو هر سړي چې جمع ده نه ليکو . که خاطرې په ياده نيم بيتۍ که د هر په ځای ټول راوړي وای ښه به وو .

پدې لاندې بيت کې هم يو څه سکتګي شته، په بيت راغلې کليمه قرآن چې دوه سېلابه ده که سمه اداکړې د بيت وزن ماتيږي او ورسره نيم بيتي يو سېلاب اضافه کيږي هم،  که زه د آغلې خاطرې پر ځای وای نو دا بيت مې له غزل نه لرې کاوه ، دا وايي :

ټول جهان کې مې دښمن دي ښه پوهېږم

د تورمخي قرآن وهلي په شان ندي

په تلو تلو کې دا وايم چې فیضي نه يوازې غزلونه ليکي بلکې نظمونه او آزاد شعرونه يې هم په تول پوره دي چې زه مايې د ( زه او فسبوک ) په نوم آزاد شعر زيات خوښ شو دغه راز فيضي د بل هر چا غوندې ځينو پېښو دردولې ده لکه د معصومې فرخندې قتل او دغه شان د ځوانيمرګ پتيال شهادت ته یې هم شعر ليکلی دی اوخپل درد يې د شعر په نازکه او رنګينه ژبه بيان کړی.

زه د پښتو ژبې د يوه مينه وال په توګه پدې وياړم چې زموږ خويندې نن سبا د پرون په پرتله يو څه په زياته پيمانه د ادب ميدان ته راوتلې او د قلم مبارزه کوي که څه هم د لنډيو اکثره شاعرانې دوی دي مګر په نوره شاعرۍ کې يې ونډه يو څه کمه ده، خو هيلمن يو چې د خاطرې لاره به نور خويندې هم تعقيب کړي او له پښتو به سياله، بسيا او دغه زار په خپلو پښو روانه ژبه جوړه کړي،خاطره فيضي شاعره او ژورنالېسته او د هلمند اوسېدونکې ده.

پای

142 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *