Categories

اعلان

Loading…

هند، چین او روسیې پر افغانستان خبرې وکړې

تاند- هند، چین او روسیې د افغانستان پر حالاتو او د سیمه ییزو همکاریو پر لرلید خبرې وکړې.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس پر دې مسلو پرون په نوي ډیلي کې د درو هیوادونو د ملي امنیت مرستیال سلاکارانو خبرې وکړې.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې د هند د ملي امنیت شورا دارالانشا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د درو هیوادونو چارواکو د افغانستان د حالاتو او د سیمه ییزو همکاریو په اړه نظرونه تبادله کړل. دوی موافقه وکړه چې له یو بل سره به په درې اړخیز چوکاټ کې په دې نیت تماسونو ته دوام ورکوي چې سیمې ته سوله او ثبات راشي.

دا پر دې موضوع د درو هیوادونو دوهمه غونډه ده.

لومړۍ غونډه د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې د یچن په پلازمېنه پیکینګ کې شوې وه.

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *