Categories

اعلان

Loading…

د باري جهاني شعر، د حسیبې لاسونه/ فرشته جلالزۍ

لکه باران د پسرلي داسې پسته لګیږي

ښایستې څنګه مې په سترګو باندې ښه لګیږي

په پښتو شعر کې ، یوازې دا بیت ما ته هغه افسانوي پيغله را یادوي چې پسته ده . تازه ده . ښایسته ده. روح یې ژوندۍ ده. کراره – کراره روانه ده .

لکه په نکل کې د ښاپيریانو ملکه چې په وریځو سپره ده. وریځې سوکه – سوکه ځي. پوست – پوست باران وریږي .

د ښه ، باران ، پوست ، پسرلی، ښایسته ، سترګې کلمو کې د فیمنینټي ، رومانتسیزم او ایروټیسیزم یو ګډ حالت محسوسوم، لکه د حسیبې په لاسونو کې .

د حسیبې لاسونه لکه د باري جهاني په دې شعر کې پروت، پوست احساس،   پاسته – پاسته وو.

زه او حسیبه تر ټولو ښې ملګرې نه وو خو زموږ ترمنځ یو پوست احساس موجود وو.

داسې احساس چې د ښه او بد قضاوت یې نه شي کیدلاي .

مثلا ، یوه ورځ دفتر ته راغلم ، یوه همکار یو ګل راکړ چې په میز یې راته کیږدم.

زه د ګلانو شوقي نه یم .

د حسیبې د میز څنګ ته تیریدم ، هسې مې احساس وکړ چې دا ګل به  هغې ته ورکړم.

ښايي خوشاله شوې به وه ، زما لاس یې په لاس کې نیولی وو.

څه به یې راته ویل خو ما د باري جهاني په دې بیت فکر کاوو .

ما دا فکر کاوو چې د حسیبې لاسونه به څرنګه داسې پاسته وي؟

له خپله لاسه یې یو بنګړی را ویوست ، ماته یې نښه راکړ.

په سبا چې دفتر ته راغلم ، خبره شوم چې ټکر یې کړی .

بیا مړه شوه .

پرون [May 18] یې تلین وو .

په لاره کې مې د باري جهاني دا شعر په ذهن کې وو، پوست پوست باران اورید.

اوریځې ګرځيدې، پستې – پستې .

د دریاب اوبو ته مې کتل، د باران هرې قطرې ، ټکي – ټکي حلقې جوړولې.

حلقې غټيدې، ورکیدې ، بیا نورې جوړیدې او کرار – کرار ورکیدې .

د حسیبې په فکر کې وم ، چې لاسونه یې څنګه پاسته وو؟

بنګړې مې اوبو ته واچاوه .

30 total views, 1 views today

4 comments

  1. شیر ساپی Reply

    هــــی ظالمـــې خدای دې انصاف درکړی
    بنګړې دی ولې اوبو ته واچاوه
    هغه خو د هغې یاد او انځور وو
    یعنی داچې هغه دې له ځانه د تل عمر لپاره لرې کړه
    نن دی بیا وژړولم

  2. لیما کابلی Reply

    ولی د زورولو لپاره مو نور سه نلره؟

    ایا!بوهیژی چی تا سه لیکلی؟

    1. ښایسته زرلښته Reply

      دیر ښایسته یی لیکلی دیږ او دا چی هر چا لیکلی خپل نظر یی لیکلی دی. که داسی فکر کوی سی دوی نه پوهیګی چه سه یی لیکلی نو دا فکر کوم چی ستاسو خپل نظر دی . او حقیقت ، حقیقت ده که خوګ وی او که تریخ ، حقیقت زورول لری خو بل لار نشته چی باید ظاهر شی او شریک شی . په درنښت

  3. سیداغا ژمن Reply

    په ژوند کې مې تر ټولو غټ خفګان د حسیبی وکړ، سخت یې خفه کړی وم که څه هم ما له مرګ څخه مکخې نه پیژنده خو ورستیو افسانویې ډیر و دردولم هغه يوه ښایسته او په پښتو او اسلام مینه وه خو ژوند ورسره یاری ونکړه

Leave a Reply to شیر ساپی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *