Categories

اعلان

Loading…

د میدانښار پر محکمې ډله ییز برید د انتحاریانو په وژلو پای ته ورسېد

تاند- د میدان وردک چارواکي وايي چې په میدانښار کې پر محکمې د وسله والو انتحاریانو برید د څلورو بریدګرو په له منځه تلو پای ته ورسېد.صشقیش

نن شاوخوا لس نیمې بجې وسله والو انتحاریانو په میدانښار کې د محکمې پر ودانۍ برید وکړ.

د وردک د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تاند ته وویل چې لومړی یوه انتحاري له ځان سره موجود چاودېدونکي مواد والوزول، درو نورو له امنیتي ځواکونو سره ډزې تبادله کړې او بالاخره د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د خوږباڼي په وینا په دې برید کې د څلورو انتحاریانو د له منځه تګ ترڅنګ دوه ملي پولیس وژل شوي دي.

ده وویل چې دوه پولیس په لومړنۍ انتحاري حمله کې ووژل شول.

د میدان وردک د والي ویاند تاکید کوي چې په دې برید کې ملکي وګړو او د محکمې کارکوونکو او چارواکو ته هیڅ راز زیان نه دی اوښتی.

تېره شپه وسله والو انتحارایانو په کندهار ښار کې د دارالمعلمین د لیليې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه لا هم پر پولیسو ډزې کوي.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وايي، په دې نښته کې تر دې مهاله ۵ پولیس ټپیان شوي دي.

د صمیم په وینا  محصلانوته زیان نه دی رسیدلی او افغان سرتیرو د پيښې پر مهال محصلان له لیليې څخه وایستل.

له بلې خوا د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وايي چې ګڼ شمېر پولیس ټپیان شوي دي.

17 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *