Categories

اعلان

Loading…

د داستان ليکنې اصول (۲) لیکوال: ریموند کارور

ژباړه احمد جاوېد صديقي

دويمه برخه

په یاد ولرئ چې په داستان لیکنه کې نوې او په زړه پورې تجربه اسانه په لاس نه راځي او ډيرو هڅو ته اړتیا ده چې د داسې تجربې ترلاسه کول د خوښۍ ځای دی، خو دا ډول تجربې چې په ډيرې ستومانۍ لاس ته راځې باید نور یې له تقلیده ډډه وکړي،ځکه داسې تقلید بې ګټې دى.

لیکوال یو ځل کولی شي یوه پېښه په نوې بڼه انځور کړي او که چیرې بل کوم لیکوال وغواړي د پیښې انځور په هماغه ډول وکړي لیکوالي او کار یې بې ګټې دی، حتی که لیکوال د پیښې جزیاتو ته په خپله لیکنه کې ځای ورکړي د ناکامۍ په لور روان دی.
واقعي تجربه لرونکي هر څه په نوې بڼه رامنځته کوي،او د لیکنې په بهیر کې هر څه په نوې بڼه وړاندې کوي.

په شعر او کیسه کې حتی د بې ارزښته توکو په اړه د لیکلو ځای شته، هغه هم په ساده او دقیقه ژبه چې د هماغه توک ستاینه وکړي، لکه: یوه صندلۍ، د پنجرې ترشاه پرده،تیږه یا هم د یوې میرمنې غوږ واله، لیکوال ته په کار ده چې داسې توکي چې په لیکوالۍ کې ډير تکرار شوي په داسې ډول وړاندې کړي چې په زړه پورې او لوستونکو ته د خوند وړ وي.
کولی شو یو دیالوګ چې په ظاهره ستړی کوونکی وي ولیکو او هممهاله د لوستونکي په بدن کې ښوریدا پیدا کړو، هماغه ډول چې «ناباکوف» دا ډول لیکل کول.

دا ډول لیکنې د نورو لیکنو په پرتله خوښوم.هغه ډول لیکنې چې چانسې وي تر ډيره د لوستونکي لیوالتیا نشي ترلاسه کولی.

د داستان لیکنې په اړه ځینې مشهور امریکايي لیکوالان وايي:هیڅ داسې ځواک نشي کولی په زړه او ذهن کې د هغې جملې ځای ونیسي چې په خپل ځای په سم ډول لیکل شوې وي.

زما په اند دا ټکی باید په یوه کارت ولیکل شي.

ایوان کونل په یوه لیکنه کې ویلي و کله چې غواړي خپل داستان باندې بیا کتنه وکړي او لیک نښې یې سموي، او بیا خپل داستان لولي او لیک نښې یې د دویم ځل لپاره سموي، پام کېږي يې چې کار یې له هغه داستان سره پای ته رسیدلی دی.

زه دا ډول پاملرنې ته له دې امله چې چې کار یې په جریان کې دي درنښت لرم،هغه څه چې موږ یې په واک کې لرو هغه همدا کلمې دي او څومره ښه به وي چې موږ دا کلمې په مناسب ډول او په سمو ځایونو کې وکاروو، د لیک نښو کارول هم باید په داسې ډول وکاروو چې هم لوستل او هم لیکنه ښایسته کړي چې په دې توګه کولی شو په لوستونکي کې د داستان د لوستو لیوالتیا پیدا کړو.

که چیرې په داستان او لیکنه کې کلمې ناسمې او پیچلي وکارول شي، یوازې د لوستوکي وخت به پرې ضایع شي او څه ترې اخیستی نشي، چې په دې توګه د لوستونکي هنري تنده نه شي ماتولی.هنري جیمز دا ډول لیکنه کمزوره پیل بولي.

داسې ملګري مې لیدلي چې غواړي د پیسو د ترلاسه کولو لپاره ځینې کتابونه او اثار په بیړه او ژر خپاره کړي،د کتاب خپرونکی یا ایډیټر او یا هم ځینو نورو کسانو ته د نه چندان ښې لیکنې په موخه بښنه غواړي.

له رومان لیکونکي مې په وار داسې اورېدلي چې ښه به و د دې کار د ترسره کولو لپاره یو څه نور وخت هم ورکړی وی او اوس هم چې کله دې ټکې ته پام کوم حیرانیږم، په هر حال که چیرې د کوم کار په ځانګړي ډول د ښې لیکنې وړتیا نه لرو، ښه به وي چې ویې نکړو ځکه که چیرې ښه لیکنه ونشو کړای لازمه نده چې په لیکنه پیل وکړو.

زړه مې غوښتل خپل هغه ملګري ته ووایم چې یو بل کار ته لاس کړي، ځکه له دې پرته د ژوند د تیرولو لپاره نورې لارې هم شته او په هغه کار لاس پورې کړي چې بریاوې په کې ولري او خپله ټوله وړتیا په کار واچوي، ځکه د داسې کار په کولو بیا د بښنې غوښتنه نه پیدا کیږي او نه اړتیا شته چې د څه په اړه توضیح ورکړئ .

فلانري اوکانر د لڼدې کیسې د لیکنې تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې په عملي ډول د کیسې لیکلو ته اشاره کړې اوکانري وايي کله چې ده غوښتل لنډه کیسه ولیکي ډيره کله نه پوهیده چې چیرته تلل غواړي.

هغه وايي ډيرې لیکوالان د داستان په پیل کې تر ډيره نه پوهیږي چې چیرته غواړي ولاړ شي او کومه لاره غوره کړي،هغه د بیلګې په ډول د (ښکلي کليوال خلک) يا ” Good Country People” په اړه وايي او کله یې چې هغه پیل کړ داسې داستان یې ولیکه چې اصلا یې پایله ورته د وړاندوینې وړ نه وه.

کله مې چې دا داستان پیل کړ، نه پوهیدم چې د لرګینو پښو ډاکتر به په کې وي،یو ورځ سهار مهال مې پام شو چې پرته له مقدمې د دوو ښځو په اړه لیکل کوم چې یو څه یې په اړه پوهیږم او کله چې پوه شوم د یوې میرمنې لور لرګینه مصنوعي پښه لري.

وروسته مې د یو پیردونکي شخصت ته په کې ځای ورکړ، پرته له دې چې پوه شم له هغه سره څه وکړم، حتی لس دولس کرښې مخکې له دې چې لرګینه پښه پټه کړي، نه مې غوښتل داسې کار وکړي؛ خو کله چې پوه شوم داسې پیښه به رامنځته شي، پوه شوم چې انکار ترې نه کیږي.

څو کاله وړاندې مې چې دا داستان ولوست حیران شوم چې څوک څنګه کولی شي دا ډول لیکل وکړي، تل به مې ویل چې په دې ډول لیکل یوازې زما دي او یوڅه به ترې ناراحته کیدم،داسې مې وانګیرل چې په دې ډول د لنډې کیسې لیکل زما خینې کمزوزۍ په ډاګه کړي،په یاد مې شول هغه څه چې ما د دې موضوع په اړه لیکلي و ناڅاپي یې خوښ او هیله من کړم.

یو ځل مې وغوښتل چې داسې لنډه کیسه ولیکم، چې یوازې لومړی جمله مې یې په ذهن کې وه،البته ښه لنډه کیسه هم شوه، څو ورځې وروسته مې د همدې کیسې لومړۍ جمله په ذهن کې ګرځيده:خلک په برېښنايي جارو په کار بوخت و چې ټلیفون ته زنګ راغی.

پوهیدم چې په دې جمله کې کیسه نغښې چې غواړي ځان ښکاره کړي، دغه کار مې په ټول وجود سره حس کړ چې دا د کیسې له پیل سره مل دی. کاش د هغه د لیکلو لپاره مې فرصت پیدا کړی واي.

مناسب فرصت هم راته پیدا شو چې دولس تر پنځلسو ساعتونه و، البته که مې غوښتل چې ترې استفاده وکړو چې دا کار مې هم وکړ د همغې ورځ په سهار مې لومړی جمله ولیکله او وروسته وروسته مې جملې یو په بلې پسې لیکلې.

دا داستان د شعر په ډول ولیکه،هره جمله مې په یوه کرښه کې لیکله او ډير ژر مې وکولی شول داستان په هماغو کرښو کې ووینم او پوه شوم چې هغه داستان زما و،هماغه داستان چې زړه مې غوښتل ویې لیکم.
هغه لنډې کیسې چې له ویرې او ډار سره مل وي ښه مې ترې نه راځي.زما په اند که لنډه کیسه لږ داسې د ویرې او ډار له حس سره مل وي مناسب او پر ځای به وي، له یوې خوا د داستان لپاره ښه ځانګړنه ده.

داستان باید حتما کرکیچ ولري، هغه حس چې د رامنځته کېدو پرمهال دی ځکه له دې پرته په ډیرو مواردو کې به داستان نه وي.هغه څه چې په داستاني اثر کې د کړکیچ د رامنځته کېدو لامل ګرځي، ملموسې او عیني کلمې دي چې یو بل پورې تړلي دي چې په پایله کې داستاني کړنه ښکاره کړي او دغه راز یو څه ناویلي چې له داستان نه بهر پاتې دي؛ هم باید په داستان کې ځای کړو چې دا هغه کلمې دي چې پټې پاتې دي.

“پریتچت” داستان دا ډول تعریف کړی دی:لنډه کیسه هغه څه دي چې د لیدو پرمهال تر سترګو کیږي.
د سترګو یوې برخې ته پام وکړئ. لومړی هماغه د سترګې یوه برخه ده او کله چې ځان وربښئ، شیبې انځوروي البته که داوړتیا ولرو پایلې به یې په داګه کړو، د لنډې کیسې د لیکوال دنده داده چې په سترګو لیدلې شیبې انځور کړي او هغه له ټول ځواک سره په ډاګه کړي

هغه خپل هوښ، ذکاوت، وړتیا، د توازن او تناسب حس، ادبې وړیتا او ذکاوت ټول یو ځای کوي څو ووايي چې په رښتیا څه پيښ شوي او خپله یې څه ډول ویني،داسې لید چې خپله ده ته منحصر دی چې دا کار له دقیقي ژبې څخه په ګټې اخیستنې ترسر کیږي.

هغه ژبه چې د لوستونکي لپاره د داستان ور ښکاره کولو لپاره جزيیات ژوندي کوي، د دې لپاره چې ټول جزیيات عیني او ملموس وي او د پام وړ موخې ورسوي؛ د داستان ژبه باید موشګافانه(باريک بينه)، دقیقه (کره) او مشخصه (څرګنده-روښانه) وي، کیدای شي کلمې تر دې کچې ډاګيزه او کره وي چې په لومړي سر کې بې روحه ورښکاري، خو بیاهم کیدای شي ځانګړې مانا سره مل وي او د سمې ګټې اخیستې په صورت کې خپله لازمه او پرځای کړنه ترسره کوي.

لومړۍ برخه

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *