Categories

اعلان

Loading…

د داستان ليکنې اصول/ لیکوال: ریموند کارور

ژباړه: احمدجاوېد صديقي

لومړۍ برخه

د چيخوف له زمانې بیا د جیمز جویس تر وخته لنډه کیسه د رومان او نوي داستان په نوم یادېده او دې دواړو داستاني ژانرونو ته يې يو نوم اخيسته. له هغې وروسته لنډه کیسه د امریکايي لیکوالانو له خوا د یو ادبي ژانر په توګه تعریف او مشخصه شوه. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د رومان په پرتله لنډې کیسې ته د امریکايي لیکوالانو د لیوالتیا لاملونه وړاندې شي.

د ۱۹۶۰ میلادي کال په منځنیو کلونو کې مې پام شو چې په اسانۍ سره نشم کولی د لوړو داستاني اثارو په اړه خپل حواس متمرکز کړم، تر یوې مودې د دې ترڅنګ چې د لوړو داستاني اثارو په لوستو کې مې ستونزه درلوده، د داسې اثارو په لیکلو او رامنځته کېدو کې مې هم دا ډول ستونزې تجربه کړې.

د وخت په تېرېدو سره مې د تمرکز کچه او پاملرنه کمه شوې وه، په داسې ډول چې ما نور د رومان لیکنې حوصله په ځان کې نه لیده، کړکیچنه قضیه ده چې یادول یې دلته په پوره توګه سړی زړه تنګی کوی. په همدې توګه دا چې نن شعر او لنډې کیسې لیکم همدې موضوع سره اړیکه لري، کیدای شي چې تل د حالت تغیر ولرئ،خو هیڅکله تم مه پاتې کیږئ او یو څه ترسره کړئ.

زما په اړه کیدای په دې خاطر و هغه مهال چې زه لا دیرش کلن نه وم ټولې لویې او جدي انګیرنې مې له لاسه ورکړې وې، که همداسې وی، زما په اند زما لپاره ښه پیښه وه.لیکوال چې د انګیزې چانس او ځواک ولري، کولی شي په کارونو کې ښه بریا ترلاسه کړي، له حد زیاته انګیره او بد چانسي او یا هم نه چانس لرل کیدای شي مرګوني وي، د داستان لیکونکي لپاره استعدا او ړتیا هم اړینه ده.

ځینې لیکوالان ډیره وړتیا لري، زه داسې لیکوال نه پیژنم چې وړتیا ونه لري؛ خو د هر لیکوال د لید زاویه، وړتیا او له پیښو سره د هغوې چلند توپير کوي، د جان ایرونیک پر وینا نړۍ ډيره په زړه پورې ده،د نورو په لید لکه فلانري اوکانر، ویلیام فاکترو او ارنست همینګوی ته بیا نړۍ بل ډول ده،هر لیکوال، لکه «چیور»، «اپدایک»، «سینګر»، «استانلي»، «ان بیتي»، «سینتیا اوزیک»، «دونالد بارتلمي»، «ماری رابیسون»، «بري هانا» او………… هر یو د نړۍ په اړه بیل لید لري او دنړۍ په اړه یې د لید زاویه توپير کوي.

دغه خبره د نثر لیکنې او سبک په اړه هم تر یوې کچې ورته وضعیت لري، که څه هم یوازې سبک ته نه محدودیږي لیکوال چې هر څه لیکي د لیکوالۍ په ډګر کې خپلې ځانګړې نښې له ځانه پریږدي.نړۍ خدای پیدا کړې نه بل هیچا.په همدې توګه کولی شو هر لیکوال ځان ځانته وپيژنو چې دا خبره وړتیا پورې اړه نه لري.

ټول لیکوالان ځانګړې وتیاوې لري، هغه لیکوال چې د ځانګړو ځانګړنو په لرلو سره پیښو ته ګوري،چې پیښو ته دا ډول کتنه لیکوال ته ځانګړی هنر وربښي او دا هغه لیکوال دی چې کولی شي تر یوې مودې په دې برخه کې کار وکړي.

»ایساک دینسن» ویلي و چې هره ورځ کمه لیکنه کوي، له هیلو او ناهيلو پرته، یوه ورځ بیا دا لیکنې په یوه کارت لیکم او د میز ترشا یې نښلوم، اوس هم دا ډول کارتونه د دیوال پرمخ لرم.

د لیکوالۍ اخلاقي دنده دا ده چې پیښې په دقیق او کره ډول ولیکل شي، ټوله خبره دا نده؛ خو که کوم لیکوال پيښې په دقیق ډول ولیکي او له دې امتیازه برخمن وي لږ تر لږه په سمه لاره روان دی.داسې کارت لرم چې د چخوف د داستانونو یوه برخه مې پرې لیکلي؛…… او نا څاپه هرڅه ورته روښانه شول.

دغه کلمې زما لپاره ډیرې په زړه پورې او له امکان له احتماله ډکې دي، داسې ساده او روښانه بیان ډير په زړه پورې دی او لوستونکی ترې خوند اخلي او د دې ترڅنګ یو ډول ابهام او پیچلتیا لري؟ هغه څه دي چې اوسمهال روښانه کیږي؟ څه پښه رامنځته شوې؟په ځانګړي ټوګه اوس څه شوي دي؟

د داسې ناڅاپي پيښو په رامنځته کېدو ځینې مسایل پیدا کیږي. زه خپله د داسې ناڅاپي پیښو په اوریدو د اسودګی احساس کوم او کله کله یې وړاندوینې هم کوم.

له جعفر وولف نه مې یو ځل واوریدل چې د لیکوالۍ زده کوونکو ته یې وویل:له هیڅ زړې خبرې چې ارزښت و نه لري ګته مه اخلئ. دا هم باید په یوه کارت ولیکو، زه هغه تر دې کچې اصلاح کوم چې ووایو زړه خبره مه کاروئ.

له زړه خبرې بیزازه یم. په داستاني اثر کې د زړه خبرې په لیدو سره هڅه کوم چې تر پایه یې له لوستو ډډه وکړم. د داسې لیکنو لوستل ستړي کوونکي وي او سړی نشي کولی په لیوالتیا یې ولولي.
خوهغه لیکنې چې په ظاهره ساختګي، تصنعي او په زړه پورې نه وي لوستل یې په سړي خوب راولي، لیکولان د خپلو اثارو د خرڅلاو لپاره زړو او بې ګتو خبرو ته اړتیا نه لري،لیکوال باید دا ومنې چې د داسې کړنې د ترسره کولو په صورت کې کیدای شي هوښیار ښکاره نه شي.

څه موده وړاندې جان بارت په New York Times Book Review کې ویلي څو کاله وړاندې د هغه زده کوونکي د داستان لیکنې په سمینار کې له نوښت سره لېواله وو چې دغه خبره اوس په عمل کې د صدق وړ نه ده.

هغه له دې انديښمن دی چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې لیکوالان د کورنیو په اړه بې خونده رومانونه ولیکي هغه د تجربې پالنې د زوال او له منځه تلو څخه اندیښمن دی، هغه هم له ازاد فکرۍ سره یو ځای. څنګه چې لیدل کیږي شاوخوا د صوري او رسمي نوښتونو په اړه غمګین بحثونه په جریان کې دي چې سړی اندیښمن کوي، کله کله تجربه پالنه په لیکوالۍ کې د بې غورۍ او تقلید لامل ګرځي.

هغه څه چې تر ډیره د اندیښنې وړ دي هغه داسې نوښت دی چې لیکونکی د اثر له لوستو لرې کوي، ډيری وخت دا ډول لیکنې د نړۍ د وضعیت په اړه موږ ته نوي معلومات په لاس نه راکوي، بلکې داسې یو انځور موږ ته وړاندې چې د محدودې سیمې په اړه یوه ستاینه انځوروي؛ خو د خلکو او بشر په کې څه نه لیدل کیږي،هغه ځای چې هلته هیڅ بشر نه لیدل کیږي او یواځې د کم شمیر پوهانو د لېوالتيا وړ وي.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *