Categories

اعلان

Loading…

کتاب لوستنه، د ويښې ټولنې نښه/ داد محمد ناوک

 زه وایم لیکوال تر ډېرو لوی سخي دی، چې خپلې تجربې، زده کړه، فکر او نظر بې له کومې بدلې راتلونکو نسلونو ته پرېږدي. کتابونه پر دې سربېره چې پورته ځانګړنې لېږدوي پېړۍ او نسلونه هم سره نښلوي. که همدا کتابونه نه
وای نو فکرونه به له جسدونو سره تر خاورو لاندې کېدل، چې د فکر له تدفین سره به د یو نسل او بل نسل ترمنځ اړیکه شلېدله او د اړیکي دې پرېکون به ډېر نږدې نسلونه هم بې علته په دښمنۍ سره اخته کړي وو.

کتاب د پېړيو ترمنځ اړیکې ټینګې کړې او انسان پرې د خپل انسانیت د اثبات هڅه کوي. ځکه خو د کتاب لوستل د یو چا د کلونو خواري په څو ساعتو کې پخپله غېږکې درته ږدي. یو چېرته مې لوستي و، چې هغه ملت چې کتاب نه لولي
مجبور دي خپل تاریخ له سره تکرار کړي. دغه خبره نه یواځې د کتاب په تاریخي رسالت کې سمه ده، بلکې د ژوند په ټولو اړخونو کې موږ د تېرو او شته مفکرینو له تجربو او فکر نه په ګټې مخ په وړاندې ځو. کتاب د ملتونو د بریا او د زوال علتونه راښيي او موږ پوهوي چې که د ژوند په هره برخه کې بې له دې چې پکې مطالعه وکړو وړاندې لاړ شو، دا سې کږ لېچ ته به هم رسېدلي یو چې په وړاندې او بېرته تګ دواړو کې به مو تاوان وي. ځکه خو د ژوند د ښه کولو لپاره مجبور يو د ژوند اړخونه مطالعه کړو.

له همدې کرښو سره جوخت غواړم په پښتو برخه کې د کتاب لوستنې او کتاب لیکنې اړوند خپل نظر درسره شریک کړم. په پښتو برخه کې له بده مرغه وروستیو بدلونونو یو ډول وېش رامنځته کړ، چې په ډېرو برخو کې مو دغه وېش په زیان تمامېږي. مثلاً سره له دې چې په دین او عقیده کې مطالعه د هرلوستي مؤمن دنده ده او دا چې لوست پکې کوي، نو په اړه يې بیا نظر، اخیستنه او خپل لیدلوری هم د مقالې یا کتاب په بڼه باید وړاندې کړي چې نور خلک هم د ده له لوستو کتابونو نه خبر او په ټوله کې علم د هرچالپاره شي. خو دلته داسې انګېرل کېږي چې دیني لیکنې او د عقیدې اړوند مسایل په
یوه قشر پورې او سیاسي او ټولنیزې لیکنې په بل قشر پور محدودې ګڼل کېږي چې په لوی لاس سیکولریزم ته لاره هوارول دي. ښه به دا وای چې دیني علماء نه یواځې په دینې برخه کې په کتاب لیکنه بسنه وکړي، بلکې له همدې دیني
زاويي نه زموږ هنر، ادب، ټولنې، سیاست او اقتصاد ته هم راوګوري. تر څو په ټوله مانا په اسلام کې د داخلېد جوګه شو. په ورته توګه هغوی چې ځانونه یواځې په ادبي، ټولنیزو یاهم سیاسي کتابونو تالیف او تخلیق مجبور ګڼي باید په دیني مطالعه کې هم ځان شریک کړي چې ترمنځ مو جوړېدونکی درز بېرته کوشیر شي.

په پښتو ادبي برخه کې مو تر ډېره څېړنیز کارونه د مېز تر مخ پورې محدود دي او ډېر يې هڅه کوي چې د یو بل پر نقلولو یو څه ورزیات او اثر خپور کړي، چې راتلونکې ته يې سړی اندېښمن کېږي. په تخلیقي برخه کې مو هنري
لیکنې د «ادب د ژوند لپاره» پرځای ډېر د « ادب د ادب لپاره» په شعار پسې روانې دي. چې زموږ غوندې ټولنه کې دا یواځې د وخت تېرونه او تر ډېره بریده په شته ګڼو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تشو د سترګو پټولو په مانا دی. موږ تر دې چې د سترګو او شونډو په صفت کې ځان ستړی کړو، یا خپل مخاطب د تشبې او استعارې په زده کړه مجبور کړو، دې ته اړ یو چې یو ذهني انقلاب راولو او د عمر له اړخه د ټولنې هر قشر خپلو درندو مسوولیتونو ته متوجه کړو. موږ مفکرين ډېر کم لرو، داسې لیکوال چې یا پخپله فکر وکړي یا هم له بله نه رااخیستی فکر ټولنې ته داسې ورپېچکاري
کړي چې په بدلون کې يې مؤثر واقع شي.

د دې لپاره چې مفکرین مو د تفکر په زور د ځوان نسل رښتینې روزنې ته پام وکړي ځوان لیکوال که پخپله د فکر توليد نشي کولای، نو د بلې ژبې فکري لیکنې باید را وژباړل شي. موږ تر ډېره د ټولنې د سمون پر ځای په ټولنه باندې د خپلې استادۍ د منلو هڅه کوو. چې پایله يې یواځې د شخصیت ورکاوی دی.

62 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *