Categories

اعلان

Loading…

د کتاب د اوونۍ په مناسبت ولايت مقام له زندانيانو سره د کتابونو مرسته وکړه

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۳-۲

کندهار، افغانستان- د کتاب د اوونۍ په مناسبت نن ماپښين د ولايت مقام مرستيال د کندهار د لوی محبس له زندانيانو سره د سلګونه ټوکه کتابونو او د غالۍ اوبدلو د سل کيلو وون مرسته وکړه.

ياد کتابونه او د غالۍ اوبدلو لپاره وون په ولايت مقام کي نن ماپښين د محبس استازي ته وسپارل سول. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي څه وخت مخکي يې په محبس کي له زندانيانو او د زندان له کتابتون څخه ليدنه وکړه. د زندان کتابتون نه يوازي د کتابونو له قلت سره مخ وو، بلکي تاريخي، ادبي، علمي او د ټولنيزو علومو کتابونه پکي چنداني نه ترسترګو کېدل.

شمسي وويل: زندانيان پر موږ حق لري چي د هغوی د ذهنيتونو د جوړولو لپاره کار وکړو او په زندان کي هغوی ته حرفوي او تعليمي پروګرامونه جوړ کړو، تر څو تر ممکنه حده د هغوی معنوي مرسته وکړای سو او په کتابتون کي بايد هغوی ته هر ډول کتابونه مهيا کړو، تر څو زندانيان استفاده ورڅخه وکړي.

ښاغلي شمسي زياته کړه چي دې اړتيا ته په کتو يې اطلاعاتو او کلتور رياست او د ولايت مقام مطبوعاتي مرکز ته سپارښتنه وکړه چي د زندانيانو لپاره کتابونه راغونډ کړي او داراز يې د کندهار له فرهنګيانو او د کتابفروشانو له اتحاديې څخه وغوښتل چي تر وسه له زندانيانو سره د کتابونو مرسته وکړي.

نوموړي له ټولو هغو کسانو څخه چي د زندان لپاره يې د کتابونو مرسته کړې، مننه وکړه او دا يې يو لوی معنوي کومک وباله.

نوموړي داراز د کار او ټولنيزو چارو له رياست څخه مننه وکړه چي د زندانيانو لپاره يې سل کيلو وون مرسته کړې تر څو زندانيان د غالۍ اوبدلو په برخه کي کار ورڅخه واخلي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *