Categories

اعلان

Loading…

د خوشال بابا فکري بهیر ۷۸ غونډې راپور

غونډه ښاغلي نورالدین یوسفزی پر مخ یوړه او د نجیب الله لخوا د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. د اجنډا له مخې عبدالله الهام او پولاد صیب د ملي او نړیوالو موضوعاتو لنډیز وړاندې کړ او د پاکستان سره یې په استخباراتي هوکړه لیک باندی هم تفصيلي بحث وکړ، د غونډی په دریمه برخه کې استاد شعيب رحیم د انګلیسي ژبې د زده کړې په اړوند پریزینټیشن ورکړ او په پای کې هم له مخدره توکو سره د مبارزې پر لارو چارو بحث وشو. د غونډې راپور فضل ولي ولي لیکلی دی.

(۱):د خوشال بابا فکري بهیر د دې غونډې اوله برخه مهمو کورنيو او نړیوالو پېښو ته ځانګړې شوی وه: عبدالله الهام جمالزي او ډاکټر اکبر جان پولاد د اونۍ پر مهمو پېښو باندی راڼا واچوله.

الهام صیب د مهمو پېښو نه مخکې په تعلیمی برخه کې د روکیان او خوشال بابا فکري بهیر لخوا د شروع شوی ټریننګ په هلکه له دوستانو سره معلومات شریک کړل، هغه وویل چې روان ټریننګ ډیر ګټور دی، او تر دی دمه پکې ډېرو ځوانانو ګډون کړی دی، هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې هم هیله مند یو چې دی پروګرام ته وسعت ورکړو.

  • 1تیره اونۍ د فرخندي په مرګ باندی ځینو مدنی ټولنو غبرګون وښودو او دا غوښتنه یې کوله چې ژر تر ژره دې محکمه دایره شي. ویل کېږي چې د فرخندی کورنۍ به د یوې اونۍ په ترح کې تاجېکستان ته ولېږل شي او د فرخندې ورور په تاجېکستان کې د تجارتي آتشې په توګه ټاکل شوی دی.
  • بل خبر ۸ اتو ولایتونو ته د والیانو ټاکل وو، چې پر سر يې بيا د جمهور رييس اشرف غني او ډاکتر عبدالله تر منځ ناندرۍ رامنځته شوي دي. د ننګرهار ولايت لپاره سليم خان کندوزى، د پکتيا لپاره نصرت ارسلا، د کونړ ولايت لپاره وحيدالله کليمزى، د لوګر لپاره محمدحليم فدايي، د خوست لپاره شميم کټوازى، د باميان لپاره ډاکټر طاهر ظهير، د زابل ولايت لپاره انور اسحاقزى او د دايکنډي ولايت لپاره د مرادي په نوم يوه ښځه د واليانو په توګه ټاکل شوي دي. له هغه مهاله، چې د ملي وحدت په نوم حکومت رامنځته شوی، تر اوس يوازې د ۴ ولايتونو لپاره واليان معرفي شوي وو او پاتې ټول نور سرپرست وو.
  • ولسمشر تیره ورځ د دفاع وزارت لپاره معصوم ستانکزی په رسمی ډول نوماند اعلان کړ.
  • بلې خوا ته هند ژمنه ښودلې ده چې د افغانستان هوايی ټرافیک په غاړه واخلې.
  • بل طرف ته ایرانې چارواکو په ډاګه کړی چې د طالبانو پلاوی ایران ته نه دی ورغلی.
  • پولاد صیب : د افغانستان او پاکستان د څارګرو ادارو تر منځ د تفاهمليک په اړه پولاد صیب خبری وکړی .هغه وویل چې ځینی خلک ولې د دی تړون مخلافت کوي ځکه چې دوی ډاریږی چې که چیرته دا تړون امضاء شی او یا امضاء شوی وي نو امکان شته چې د هغه کسانو چې دوی سره یې دا دومره وخت لاس یو کړی وو او همکاري یې ورسره کوله نومونه افشا شي.

ځینی نور خلک چې په دی تفاهملیک باندی ناراضه معلومیږی هغه څوک دی چې په افغانستان باندی یې زړه بدیږی. هغوی دا اندېښنه لری چې دا تړون به د ډیورنډ کرښه له منځه يوسي. پولاد صیب وويل چې که دا تړون په همدې شکل چې رسنيو ته راوتلی دی، لاسليک شوی وي يو ملي خیانت دی. هغه وویل چې په دی تړون کې دا هم ذکر شوی دی چې دواړه هېوادونه به د یو بل له بېلتونپالو سره مرسته نه کوي، نو له دې نه معلومیږي چې دوی نه غواړي چې د ډيورند کرښې هغه خوا پښتانه دې له افغانستان سره يو ځای شي. همداراز پلوڅان ټول عمر د پښتون قوم ملاتړ پاتې شوي دی او د پښتنو مشری یې منلې ده، او له بلوچو سره زمونږه ګټې شریکې دی.

۲ د خوشال بابا فکري بهیر د غونډې په دويمه برخه کې ښاغلي شعیب رحیم پدې اړه چې څنګه کولای شو په شپږو میاشتو کې ښه انګلیسی ژبه زده کړو و ډېر په زړه پورې پرېزنټېشن وړاندی کړو.

استاد شعيب رحيم لومړی یې د انګلیسی ژبې پر اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او پدې اړه چې څنګه کولای شو انګلیسی او یا بله ژبه دزده کړو، ګټورې لارې چارې وښودلې. ده د ژبې د زده کولو دلپاره پر څو اساسی اصولو ټينګار وکړ. چې دوې برخې لري:

(۱):پنځه اساسی اصول.

(۲):اووه فعالیتونه یا میکانیزمونه.

پنځه اساسي اصول

 

  • د ژبې په هغه برخه باندی ډیر تمرکز وکړئ چې تاسو لېوالتيا ورسره لرئ. زمونږ هغه څه ډیر ژر په فکر کې ځای نیسي چې مونږ ډیره علاقه ورسره ولرو. لکه یو څوک غواړي د سپورټ په برخه کې ډیر معلومات ولري، هغه باید د سپورټ اړوند لغات یاد کړي او همداسې نور …..
  • کله چې مو د یوی ژبې په زده کړه باندی شروع وکړه نو ړومبی ورځېه ترې د یوې وسيلې په توګه کار واخلې. یعنې سمدستي يې د کارولو هڅه پيل کړئ.
  • د ژبې د زده کړې پر وخت ډېره توجه دېته وکړئ چې په مفهوم باندی پوه شئ ، د ژبې په زده کړه کې مفهوم اخیستل درسره ډیره مرسته کوی. ټکي په ټکي پوهېدلو باندې ډېره هڅه مه کوئ او حتمي نه ده د لوستلو يا اورېدلو پر مهال پر ټولو لغتونو پوه شئ، مهمه دا ده چې مفهوم واخلئ.
  • له اولی ورځی نه د ژبې استعمال پکار دی، باید د ځینی خلکو لهجه وګورئ د هغوی پیخې وکړئ چې هغوی څنګه تلفظ کوي او څنګه ورسره سر، لاس، او یا هم د بدن نور اعضاء ښوروي.
  • Psycho physiological states matters: په رواني لحاظ هم تاسو باید ځانونه کنټرول وساتئ، که چیرته تاسو پریشان یاست نو بیا نه شئ کولای ښه زده کړه وکړئ، ځکه چې ستاسو فکري تمرکز کمزوری وي.
اووه فعالیتونه یا میکانیزمونه

 

  • ډیر اوریدل: دلته دا مهمه نه ده چې ته پوهیږی او کنه، دلته مقصد دا دی چې تاسو څنګه اوریدل کولای شئ.
  • ځان په مانا پوه کړئ، د لغت له ويلو نه مخکې تاسې کولای شئ د ويناوال له اشارې يا سر ځوځولو څخه ځان د لغت په مانا پوه کړئ.
  • د لغاتو یو ځای کول : که چیرته تاسو یو څو فعلونه زده کړئ او یا هم يو څو لغاتونه زده کړئ او بیا دغه لغاتونه او یا هم فعلونه سره یو ځای کړئ او خبرې پرې وکړئ.
  • په مغزو باندې کار کول: که چیرته تاسو د یوې ژبې زر لغات زده کړئ نو کولای شئ د خپل ژوند ۸۵٪ کارونه مو په روزمره ژوند کې پری مخکې بوځئ. او که چیرته مو درې زره لغات زده کړل نو کولای شئ چې تر تقريباً خپل ټول کارونه په هغه ژبه ترسره کړئ .
  • Get yourself a language parent (Like a baby): ځانته د ژبې د زده کړې د پاره یو استاد پیدا کړئ چې تاسو ته د ماشوم په څېر ژبه درزده کړي. لکه څنګه چې د یو ماشوم مور د هغې خبری اوري او د هغه غلطي نه نیسې بلکې يوازې يې په تکرار او ورته لغاتو سره سموي، همداسې يوه استاد ته اړتيا لرئ.
  • کومه ژبه چې زده کوئ د هغې اصلي ویونکو ته وګورئ چې هغوی یو لفظ څنګه وایي، تاسو هم د هغه په شان څو څو ځله دغه لغات تکرار کړئ او یا د هغوی پېخې وکړئ چې هغه یې څنګه وایي.
  • هغه ټکي چې تاسو یاد کړي دي، سره منظم کړئ او بیا بیا یې تکرار کړئ او ښه یې یاد کړئ.

۳ . د غونډې په درېيمه برخه کې له مخدره توکو سره دمبارزې پر لارو چارو اوږد بحث وشو او په پای کې پرېکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به ښاغلی آرين پکيتار پدې اړه يو پرېزنټېشن ورکوي او بيا به د غونډې ټول ګډونوال په ګډه د زهرو له غمېزې سره د مبارزې په اړه خپل نظريات شريکوي او هڅه به کېږي چې يوه عملي طرحه تدوين شي.

په ډېر درنښت

فضل ولي ولي

53 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *