Categories

اعلان

Loading…

په غونډو او خبرو کې نامناسبې کړنې/ ډاکټر ابراهیم شینواری

له نورو سره د خبرو پر مهال تليفون کې بوختېدل

که له چا سره په خبرو اخته یاست د خاص ضرورت پرته هر ډول تلیفون ته په ځواب خپلې خبرې مه پرې کوئ. که مو د خبرو او غونډو پر وخت موبایل په غلي حالت کې پرېږدئ او بیا وروسته ټولو راغلو اړیکو ته ځواب ووایاست، ښه به وي.

له حده زياتې او بې ارتباطه خبرې

د حدیث شریف مفهوم دی چې که د خیر او صلاح خبرې مو نشوی کولی، نو چوپتیا ښه ده. که سړي خبرې نه وي کړې، نو عیب یې پټ پاتې کېږي.له حده ډېرې خبرې که ښې هم وي، په خلکو ښې نه لګېږي او که لا د خیر خبرې نه وي، نو بیا خو یې په هیڅ صورت ویل ندي پکار. خبرلوڅ او کړتن خلک د چا نه خوښېږي.

له حده ډېره بيـړه

کوښښ مه کوئ چې ضرور دې تاسو تر ټولو مخکې خبرې وکړئ. د موقع او خپل شان مناسب خبرې وکړئ، خو په بحثونو کې موثره برخه واخلئ.

غیبت

غیبت دا دی چې د یو چا په نشتون کې داسې څه وویل شي، چې هغه یې په مخامخ ویلو خفه کیږي. غیبت یوه لویه دیني ګناه او ټولنیزه ناروغي ده. که ملګری مو هیڅ خبر هم نه شي چې تاسو یې غیبت کړی دی، په اړیکو مو بیا هم منفي اغېزه کوي. ځکه تر هغه وروسته د غیبت کولو منفي اغېز ستاسو په څېره، حرکاتو، احساساتو او کتلو کې له لیرې معلومېږي. ممکن ځینې امواج هم وي چې د غیبت کوونکي او بل شخص تر منځ انتقال شي.

عادي او عامې پوښتنې

څه کار کوئ، د کوم ځای یاست او دې ته ورته عامې پوښتنې ستاسو په وړاندې د نورو توجه نه راګرځوي. داسې پوښتنې وکړئ چې مقابل لورې ته نوې او جالبې وي. د خوراک او څښاک د ذوق په باب پوښتنه د دې لپاره ښه ده چې له مقابل لوري وغواړئ، څه مو خوښېږي چې درته رایې وړم؟ چې هغه پوه شي تاسو ورته توجه کوئ. البته باریکي داده که تاسو کوربه یاست، دغسې کول درسره ښايي. که مېلمه یاست او دغسې پوښتنه وکړئ، نو چاپلوس یا ناپوه ښکارئ.

په پټو سترګو يو ځای ته تلل او يو څه ويل

کله چې یو ځای ته ځئ، باید ستاسو د شان مناسب وي، تاسو ته بلنه درکړل شوې وي، تاسو پکې د ویلو لپاره یو نوی شی ولرئ. هره غونډه او ځای کې یوازې د دې لپاره چې په ویناوالو کې حساب شئ؛ ګډون مه کوئ. تکراري، خسته کنې او زړې خبرې کول ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي، ټولنیز دریځ مو د ښه کېدو پر ځای کمزوری کېږي.

انتقاد، مباحثې او مناظرې

تاسو د یوې کمپنۍ تولیداتو ته خپل انتقادي نظر ورکولی شئ، خو تر دې ښکته مه ځئ. یعنې د اشخاصو په باب انتقادي تبصره هیڅوک نه زغمي. پخوا دا ویل کېدل چې جوړونکی انتقاد ښه دی او تخریبي انتقاد ښه ندی، خو اوس وایي چې جوړونکی انتقاد نشته. هیڅوک نه غواړي؛ کارونه، څېره یا خبرې یې بدې وګڼل شي. د سمون لپاره د وړاندیز لار غوره کړئ. انتقاد کار نه کوي، بلکې د مقابل لوري دفاعي قوت فعالوي او په ټول قوت خپلې دفاع ته راپاڅېږي. که پدې نیت مباحثه او مناظره کوئ چې له بل لوري یې وګټئ، نو دا کار مو ملګرتوب ته تاوان پېښوي، دلته بیا هم د مقابل لوري دفاعي قوت فعالېږي او بدن او فکر یې خپل ټول قوتونه د دې لپاره متمرکزوي چې له خپل ځان او حیثیت نه دفاع وکړي. که ستاسو وینا هر څومره علمي او سمه هم وي، د مقابل لوري د منلو روحیه پداسې وخت کې مړه وي. البته د علمي معلوماتو د شریکولو ښې لارې شته چې باید په نظر کې ونیول شي. فیډبک ورکول(feedback)هم یو جلا بحث دی چې خپل اصول لري او د هماغو اصولو له مخې باید پر مخ یوړل شي.

د خپل مسلک په باب بې مناسبته بحث

که تاسو د داسې خلکو، اشخاصو يا شخص سره خبرې کوئ، چې ستاسو څخه یې مسلک بېل وي،نو په داسې مسایلو بحث وکړئ، چې دواړو ته

جالب وي او پرې پوه شئ. دا معلومداره خبره ده چې تاسو په خپل مسلک کې ډېرې ښې او زیاتې خبرې کولی شئ، خو مقابل لوری پرې نه پوهېږي او نه ورسره لېوالتیا لري. پدې صورت کې له ډېرې پوهې سره سره هغوی ته ښه نه ښکارئ.

د خلکو په باب قضاوت

مخکې لدې چې خبرې پیل کړئ، د چا د شخصیت او وضعې په باب قضاوت مه کوئ. که کومه تبصره کوئ، نو باید داسې وي چې مقابل لوری خوښ کړي. بدګماني هم ناوړه عمل دی. اسلامي امر هم دادی چې د نورو مسلمانانو په هکله ښه ګمان ولرو.

د دوستانو د مېندلو لپاره د ژبې، بدن او زړه

د ضروري کارونو لنډيز

ژبه (وينا)

د بدن (حرکات او اشارې)

زړه (نيت او تصميم)

–   (په ژبه او لیک)روښانه وینا.

–   تود ښه راغلاست او هرکلی

–   قدرداني او صمیمانه ستاینه

–   ښه او نېکه مشوره

–   معلومات شریکول

–   پخپله غلطۍ اعتراف کول

–   د سهوې په صورت کې بښنه غوښتل

–   ځان انتقادول او د سمون وعده ورکول

–   د توافق او همکارۍ اظهارول

–   موسکا او نرمه خندا

–   د سترګو تماس او خواږه کتل

–   د سر اوسترګو مثبتې تائیدې اشارې

–   خلاص تندی (ټنډه ـ وچولی)

–   مقابل لورې ته مخامخ کېناستل، او په کېناستو کې میلان

–   د زړه له تله یوه خبره او عمل کول

–   له نورو سره بې الایشه مینه لرل

–   ښه نیت لرل

–   پاکه عقیده لرل

–   د اړیکو او دوستۍ ټینګه ژمنه کول

–   د زړه کمیني او عاجزي

د پورته کړنو عملي کول او تداوم ښه پوهاوی په عادت بدلوي. عادت په سلوک او سلوک د انسان کرکټر کېږي.

مسلکي پوهه، شهرت او ښه ټولنیز موقف هم مرسته کوي چې لږ تر لږه د خپلو هم مسلکانو په منځ کې موثرې ټولنیزې اړیکي جوړې او زیات دوستان ومومئ.

لومړی کال\(۳۵) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۳۰\ ۱۳۹۴

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *