Categories

اعلان

Loading…

د دولس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې او شاوخوا یوه میاشت په دوام وکړي.

د دغه ولایت د بدنې روزنې امر عین الله حقبین وایي دغه سیالۍ چې  نن (شنبه) پیل شوې د مرکزي بهسود او حصه اول بهسودو ولسوالیو ۱۲ غوره لوبډلې په کې ګډون کړی.

نوموړی زیاته کړه، د غه سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي او په ترڅ کې به د یادو ولسوالیو څخه دوه غوره لوبډلې د بامیانو ولایت د پیاوړو لوبډلو سره په راتلوونکې میاشت کې سیالۍ ترسره کړي.

هغه وایي د دغه سیالیو ټول لګښت د بدلون څپې ( موج تغیر) په نوم د یوې ټولنې لخوا ورکول کیږي .

د دغه سیالیو د پیل په مراسمو کې د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل او ګڼ شمېر نورو مخورو هم ګډون کړی وو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

23 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *