Categories

اعلان

Loading…

په اروزګان کې د ۱۲۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

د اروزګان ولایت چارواکي وايي چې په تیرو ۴ ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دولت شاوخوا ۱۲۲ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۴۶ نور ژوبل شوي دي.

د اروزګان د ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم، وسله والو مخالفینو د تیري دوشنبي په ورځ سهار وختي د دي ولایت د خاص ارزګان ولسوالي د لاري په اوږدو کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر (۸) امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې د پولیسو له لوري يې حمله بیرته په شا وتمبول شوه، خو وسله والو مخالفینو د دویم ځل لپاره بیا د تیرې سې شنبي په ورځ په یادو امنیتي پوستو حملې وکړې، او دا د دې لآمل شو چې سیمې ته نور امنیتي سرتیري واستول شي څو سیمه له وسله والو مخالفانو پاکه شي چې وروسته له دري ورځیني جګړي څخه (۹۳) تنه وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله واوښته او سیمه له هغوی نه تصفیه شوه.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له یادي شمیرې څخه يي (۷۵) تنه وسله وال مخالفان وژل شوي چې جسدونه يې په سیمه کې پاتې دي او (۱۸) نورشوي دي.

د اروزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د تیرې سې شنبې په ورځ وسله والو مخالفانو د شهید حساس ولسوالي د سیاه سنګ او تګاب پر امنتیي پوستو بریدونه وکړل او په دې ۲۶ ساعته جګړه کې د وسله والو مخالفانو د یو تن مشهور قوماندان ملا شکیب آغا په ګډون (۹) تنه ووژل شول او (۷) تنه نور ټپیان شول.

د چهارشنبې په ورځ / د غوايي پر ۳۰ نیټه/ وسله والو مخالفینو د هراود ولسوالی د بازګیر، سنګ سراخ او چیتو په سیمو کې پر یو شمیر امنتیي پوستو بریدونه وکړل چې د (۱۱) وسله والو طالبانو پر وژل کیدو جګړه پای ته ورسیده.

په همدغه نیټه له غرمې وروسته وسله والو طالبانو په چینارتو ولسوالۍ کې د یو رغنیز شرکت پر امنیتي ساتونکو، چې په سیمه کې يې د سړک جوړولو مسؤلیت پر غاړه درلود، بریدونه وکړل چې وروسته بیا په سیمه کې د میشتو افغان امنتیي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه پیل شوه او تر ماښام مهال يې دوام درلود چې په پایله کې د وسله والو مخالفانو د دوو لویو قوماندانانو په ګډون (۹) تنه ووژل شول او (۹) تنه نور ټپیان دي.

نن جمعه ورځ د غبرګولی پر لمړۍ نیټي سهار د ۵ بجو په شاوخوا کې وسله والو مخالفینو د مرکز ترینکوټ پوري اړوند د چوغک او بلوڅي د سیمو پر امنتیي پوستو بریدونه پیل کړل، سیمي ته د نورو سرتیرو له رسیدو سره سم جګړي زور واخیست او تر ۱:۳۰ پوري يي دوام درلود چې په پایله کې ۸ وسله وال بریدګر ووژل شول او ۱۲ نور يي ټپیان شول.

د اروزګان چارواکي وايي چې په تیرو څلورو ورځو کې د ارزګان ولایت په مختلفو سیمو کې د جګړي پر مهال ۱۴ تنه افغان ملي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.

طالبانو د اروزګان د چارواکو د دې ادعا په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي خو طالبان عموماً د حکومت دا ډول ادعاوې ردوي او هغه تبلیغات بولي.

296 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸