Categories

اعلان

Loading…

یو شمېر پکتیکاوال وايي له عبدالکریم متین پرته بل والي نه غواړو

خبریال: ظفرباوري پکتیکا

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، او د مدني ټولنو فعالانو د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د دې ولایت لپاره بېرته پخوانی والي راولېږي، او دوی له متین پرته بل والي نه مني.

دوی دا غوښتنه په داسي حال کې کوي چې د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر په امر د پکتیکا په ګډون د اتو ولایتونو لپاره والیان معرفي کړل.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري د دې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل، والي کریم متین په تېرو څلورو میاشتوکې په دې ولایت کې د پام وړ او اغېزمن کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پکتیکا د والي خبري په ځینو رسنیو کې غلطي تعبیرشوي او د نوموړي اصلي مطلب نه دی خپور شوی.

1بابری وایې، له څېړنې او پلټنې پرته د والي لري کول د پکتیکا د ولسونو سپکاوی او توهین دی.

قومي مشر وکیل پاچاخان وویل،((عبدالکریم متین پکتیکا ته له ښه پلان اوښه نیت سره راغلی وو.))

نوموړي زیاته کړه، متین د خپل کار په لومړیو ورځوکې د ټولو قومونو استازي راوبلل، له هغوی یې د پکتیکا د پرمختګ او ښېرازي لپاره مشوره وغوښته.

پاچاخان وایي:((والي صیب زموږ په خلکوکې ډېرښه نفوذ پیداکړی ؤ، د خلکو فاصلې یې له دولت سره له منځه یوړې، خو چې نن یې حکومت لري، د پکتیکا خلک په خپلو قربانیو پښېمانه کوي، او د دوی د ارادو پروړاندې دا یو لوی تېری دی.))

پاچاخان زیاتوي، ولسمشر دي له دوی سره  د خپلې  کړې ژمنې سره  سم چې ویلي یې و، هر والي به د شپږو میاشتو ازموینې لپاره لېږي، ترسره کړي، ځکه چې کریم متین د څلورو میاشتو له تېرېدو وروسته په داسي حال کې ګوښه شو چې د دې ولایت خلکو ته یې ازموینه مثبته او اغېزمنه وه.

پاچاخان همداراز وویل، د پکتیکا ټولو قومونه د عبدالکریم متین پوره ملاتړ کوي، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي، څو نوموړی بېرته دې ولایت ته راونه لېږل شي.

د مدني ټولنې فعال  محمدالله همتیار هم وویل، چې د پکتیکا نوي والي د خلکو په زړونو کې ځای پیداکړی وو.

نوموړي زیاته کړه، والي د دې ولایت ټولې هغه ادارې په حرکت راوستې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې بې مسؤلیته او بې پوښتنې وې.

همتیار وایې، که د ملي یووالي حکومت د پکتیکا خلکو ته خپل والي بیرته راونه لېږي، دوی به له ټول حکومت سره پرېکون اعلان کړي.

دا په داسي حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د پکتیکا یو شمېر خلکو د یوه سوله ییز لاریون په ترڅ کې له امنیت شورا غوښتنه کړې وه چې د پکتیکا والي د ګوښه کېدو پرېکړه دې بیرته واخلي.

301 total views, no views today

1 comment

  1. Hazrat Sahaak Reply

    پکتیکا والو ورونو ښاغلی عبدالکریم متین به ښه شخصیت و زه د هغه په باب ډیر معلومات نه لرم . خو نوی ټاکل شوی والی ښاغلی امین الله شارق یو پاک نفسه ، تجربه لرونکی ، مدبر او زړه سواندی شخص دی. هغه زما د پوهنتون د دوری ټولګیوال و ، په خپلو کارونو کی ډیر دقیق ، صادق او رښتینی دی ، فکر کوم دا به د پکتیکا والو خوشبختی وی چی ستاسو لپاره داسی یو فعال او په خپل ولس مین شخص ستاسو د ولایت د مشر په حیث غوره شوی دی.
    که د پکتیکا ولسونه دښاغلی شارق د پلانونو او کار ملاتړ وکړی ، ډیر ژر به ستاسو ولایت د پرمختګ او سولی نوی مرحلی ته ورسیږی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸