Categories

اعلان

Loading…

امریکا د بن لادن د کور ځیني سندونه افشا کړل

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په پاکستان کې د بن لادن پر کور د حملې په مهال د یو شمېر ترلاسه کړیو پټو سندونو لست د چهارشنبې په ورځ خپور کړ.

په دغو سندونو کې د القاعده شبکې د غړیو، خپلوانو او همداراز په مصر کې د حکومت خلاف د مظاهرو، د افغانستان او عراق د جګړو او نورو روانو حالاتو په اړه په سلګونو لیکونه شامل دي.

د دغو سندونو په منځ کې د القاعده شبکې د تروریستي ډلې د مشر د ژوند او ارزوګانو په اړه هم معلومات لیدل کېږي.

په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په کور کې د نووام چامسکي کتاب او په لسګونو نور انګلیسي کتابونه موندل شوي چې اکثره د د دسیسې د تیوري په اړه دي.

په دغو کتابونو کې لږترلږه ۱۹ یې د فرانسې او د جرمني د اقتصاد په اړه دي.

د دغو سندونو له مخې بن لادن په عراق کې د القاعده شبکې له لوري له اجرا کېدونکو تاکتیکونو راضي نه و. په سندونو کې ویل شوي چې بن لادن په ځانوژونکو حملو کې د کفارو ترڅنګ د مسلمانانو د وژلو په اړه ملاحظه لرله. سندونه ښيي چې بن لادن په عراق کې د القاعده د اړوندو کسانو له لوري له وحشیانه او ډله ییزو بریدونو سره اختلاف درلود.

د عراق د جګړې له څرنګوالي سره د بن لادن مخالفت القاعده په مختلفو ډلو ووېشله چې په پای کې یې وېشل شوې ډلې په اسلامي دولت یا داعش بدلې شوې.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر بارک اوباما په استخباراتي ادارو کې د شفافیت د ډېرېدو لپاره استخباراتي ادارو ته ویلي چې د دغو اسنادو ځیني برخې خپرې کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو د رييس دفتر وویل، ممکن په سلګونو نورو سندونو به هم د احتمالي افشا په خاطر غور وشي.

ده وویل:«ټول سندونه به چې افشا کېدا یې د القاعده شبکې او یا د دې شبکې د اړوندو ډلو پرخلاف روانو عملیاتو ته زیان نه اړوي، خپاره شي.»

په دغو سندونو کې د القاعده، په پاکستاني طالبانو کې د دې شبکې د متحدانو او د پاکستان د استخباراتو ترمنځ د خبرو تفصیل هم شامل دی

بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې په پیل کې د امریکا د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *