Categories

اعلان

Loading…

د لوګر د عینک د مسو په سیمه کې تر بودايي ښار لاندې بل ۵ زره کلن ښار موندل شوی

تاند- لرغونپېژندونکو د لوګر د عینک مسو د کان په ساحه کې د برونز د دورې د پنځه زره کاله پخواني ښار نښې موندلي دي.

د دوی په وینا دا ښار په دې سیمه کې تر بودايي ښار لاندې دی.

د دې سیمې یوازې په لس فیصده برخه کې کیندنې شوي دي خو څه چې په دې ځای کې موندل شوي د بودیزم، افغانستان او نړۍ تاریخ له سره لیکي.

د عینک د مسو ساحه یو وخت د ورېښمو په لار کې وه. د نړۍ د ګوټ ګوټ بودایان په همدغه ځای کې زیارت ته راتلل او د زرګونو کلونو په مخه د سیمې یو تر ټولو غوړېدلی ښار و.

د عینک د مسو کان لومړی پلا په نولس سوه شپېتمه لسیزه کې بیا وموندل شو. کلونه وروسته لرغونپېژندونکي وتوانېدل چې بودايي ښار ته پکې لاره ومومي خو په دغه ښار کې تر ۲۰۰۹ پوري هیڅ راز کیندنې ونه شوې.

له همدغه کال را په دې خوا حیرانوونکي لرغوني اثار وموندل شول. په لسګونو بې ساري او تر دې مخکې نه لیدل شوې ستوپې او ټیمپلونه یا د بودایانو عباتځایونه، د راهبانو خونې، په زرګونو تاریخي قطعې او شاوخوا شپږ سوه د بودا لویې مجسمې، چې د طالبانو له لوري د بامیان د ویجاړو شویو مجسمو هومره دي، موندل شوي دي.

لرغونپوهانو «لیکلي اثار» هم موندلي. دا اثار چې د څارویو پر پوستکي او نورو شیانو لیکل شوي، د بودايي تمدن تر ټولو پخواني لیکلي اثار دي.

خو د برونز د عصر د ښار د موندلو مسله، چې تر بودايي ښار لاندې په خاورو کې پټ و، د دې سیمې لرغونتوب لا بې ساری کړ.

د لوګر د مس عینک لرغوني اثار په دې خاطر له خطر سره مخامخ دي چې په دې سیمه کې د نړۍ د مسو دوهم ستر کان موجود دی.

د افغانستان حکومت په ۲۰۰۷ میلادي کال د دې کان د استخراج قراراد د چین د پولادو او کانونو له دولتي شرکت (MCC) سره لاسلیک کړ.

دغه چینايي شرکت غواړي چې له دې کانه د ۱۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت مس استخراج کړي.

32 total views, 1 views today

1 comment

  1. mohammad ehsan Reply

    افغانستان ټول له زرو ډک دي خو هي افسوس …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *