Categories

اعلان

Loading…

غني په شپږو میاشتو کې څه کړي دي؟/مجید قرار

یوه ملګري پوښتلي چې غني په تېرو شپږو میاشتو کې څه کړي دي؟ دا لنډ یادښتونه مې له خپل ذهن څخه په لسو دقیقو کې ولیکل. د هر یوه یادښت مسؤولیت اخلم. البته، دا یواځې لاسته راوړې یا اوټ پټس دي. دا چې پر اوږدمهالو پروسو باندې څومره کار روان دی. دا یې د یادولو ځای نه دی، ما په تېره لیکنه کې هم یادونه کړې چې حکومتداري د سرو مولیو کښت نه دی چې د میاشتې په سر کې یې وکرې او په پای کې یې حاصل واخلې.

د غني ځینې کارونه چې زما قاصر ذهن یې په لسو دقیقو کې درته شرح کولای شي، دا دي:

۱) غني له کورنۍ جګړې افغانستان ته تر نجات ورکولو وروسته لومړی توجه د مالي امکاناتو را پیدا کولو او بهرنۍ تګلارې ته وکړه. غني افغانستان ته بهرنی سیاسي تګلاره ورکړه، ۱۱ سفرونه یې وکړل، د چین په سفر کې یې افغانستان ته په لومړي ځل د چین تر ټولو ډېره مرسته، یعنې ۳۵۰ ملیونه ډالره مرسته راوړه چې ۸۱ ملیونه یې د سږ لپاره دي. چین د کونړ پر سیند د ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا په تولید کې پانګونې ته چمتو شوی، چین به پنځه زره مسلکي کدرونه روزي، او پنځه سوه سکالرشيپونه به افغانانو ته ورکوي. چین یې پر پاکستان فشار یا لږ تر لږه، د تروریزم خلاف واضح دریځ نیولو ته وهڅاوه. سعودي په لومړي ځل د افغانستان د دولت د موقف رسمي ملاتړ وکړ او د سل زره کارګرو د استخدام ژمنه یې وکړ چې طرحه به یې ژر نهایي شي. ۳۰۰ کاریګر به په لومړي ځل قطر ته لېږل کېږي، حال دا چې قطر پخوا افغانانو ته له سره ویزه نه ورکوله.

۲) د امریکا په سفر کې یې افغانستان ته ۱۳ ملیارده ډالره راوړل، د ستراتیژیک تړون په احکامو چې له دری نیم کالو معطل و، بیرته کار پیل شو، اته نیم سوه ملیونه ډالره د عاجلو اصلاحاتو لپاره افغانستان ته ځانګړې شوې. د یادونې وړ ده چې تر دې سفر مخکې د افغانستان خزانه نه یواځې خالي وه بلکې ۱۳۵ ملیونه کسر یې درلود.

۳) د کابل بانک لنډه غر غله چې په بدمعاشیو په کابل کې ازاد ګرځېدل، تعقیب شول، د تاریخ د دې تر ټولو لویې غلا ۶۰٪ بیرته را ستنه شوه چې دا کار د نړیوالو لخوا پراخ وستایل شو، د شېرخان فرنود په شمول د کابل بانک غله چې یواځې په کاغذ بندیان ول، داسې تورتمو کوټو ته ولېږدول شول چې د کابل رڼا هم ونه لیدلای شي.

۴) د دفاع وزارت په قراردادونو کې څه لپاسه سل ملیونه ډالره غبن کشف او په نورو قراردادونو کې شاوخوا ۱۳.۵ ملیونه ډالره غبن څرګند شو، او دا پیسې افغانستان ته را وسپمېدې.

۵) له ملي اردو څخه د سربازانو د فرار کچه د خدماتو د بهتره کېدلو او مورال اخیستلو له امله ۱۵٪ را ټیټه شوه.

۶) په دفاع وزارت کې ۲۰ زره غلا شوي پوسټونه چې معاش یې و، سرتېری نه و، او په معارف کې ۱۳ زره ګوسټ غلا شوي پوسټونه چې بست یې و، معلم یې نه و، کشف شول.

۷) په دیارلسو کلونو کې لومړی ځل و چې افغان حاجیان له شکایت پرته سعودي ته لاړل، او بیرته راغلل، چا یې جیبونه ونه وهل، بې عزته نه شول او په میدانونو کې ایسار نه شول پاتې.

۸) د ګمرکاتو عواید او کورني عواید د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله دری فیصده زیات شول. حال دا چې سوداګري تر پنځوس سلنه ډېره کمه شوې ده.

۹) د بهرنیو چارو د وزارت په شمول د ګڼو وزارتونو آډیټ پیل شوی او په ګڼو ادارو کې پراخه درغلي او غبن کشف شوی او تر تداوي لاندې دی. په سلګونو لوړپوړي مامورین ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

۱۰) په لومړي ځل د افغانستان کابینه له تنظیمي انحصاره را وتلې ده. په ټوله کابینه کې یو قوماندان او یو لنډه غر نشته.

۱۱) اداره امور او د ارګ اداره تر ۷۰٪ پورې ځوانه شوې، او مخلص وطنپال ځوانان په دندو ګومارل شوي دي.

۱۳ ) له ارګ سره د ولس اړیکې غښتلې شوي. اوس ارګ د کابل یوه عادي سیمه ده، له امنیتي پروسیجر طی کولو وروسته عادي خلک پکې ګرځي، ارګ ته ننوتل کوم افتخار او کوم امتیاز نه دی. له ولسمشر سره کښېناستل کوم امتیاز نه دی. د ولسمشر څنګ ته خلک بېګا له هغه سره په مجلس کې ناست وي، سهار د ده افغانانو پر څړکونو پياده ګرځي. د ولسمشر تر ټولو لوی او نیږدې سلاکار ممنوع الخروج اعلانېږي. همدا نن که امنیتي ستونزې نه وای، زما ۱۰۰٪ باور دی چې ولسمشر به ارګ د خلکو پر مخ د یوه پارک په حیث پرانیستی وای. ولسمشر هره ورځ دا خبره کوي چې ارګ ته د خلکو کورنۍ راولي، ماشومان راولئ. ناروغان او سپین ږیري راولئ چې دا ځای ولسي ښکاره شي. د ولسمشر د هرې ورځې مهالوېش یوه ورځ مخکې له ټولو رسنیو سره شریکېږي. د هغه د ورځې د هر فعالیت راپور رسنیو ته ځي.

۱۳) پر فیس بوک او ټویټر د ولسمشر شخصي پاڼه او د ارګ رسمي پاڼه نیږدې هر ساعت یو پوسټ کوي او سلګونه زره خلک باخبر ساتي.

۱۴) د شکایاتو اورېدلو سیسټم ځینې داسې ستونزې هوارې کړي چې په اورېدلو یې د سړي له سترګو اوښکې ځي. هغه ورځ مې د یوه کس غږ واورېده چې د مننې لپاره یې زنګ وهلی و، او په تلیفون کې یې له خوښۍ په چغو چغو ژړل.

۱۵) ولسمشر او ټیم یې د سهار له شپږو د شپې تر لسو کار کوي، هره ورځ دوه ساعته طرحې او پلانونه مطالعه کوي، هره ورځ دوه ساعته د ټولو قول اردوګانو له قوماندانانو، امنیه قوماندانانو، او د امنیت له رئیسانو او والیانو سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې کوي. په ډېر لږ وخت کې اعلی سرقومانداني جوړه شوې او په فعالیت یې پيل کړی دی. په لومړي ځل سرتېرو ته د ایوارډونو او امتیازاتو ورکولو پروسه پیل شوې او هره ورځ سرتېري په مډالونو او تمغو نازول کېږي. ښه مثال یې د وردج د عملیاتو اجرا کوونکي پیلوټ ته د کور ورکړه ده.

۱۶) د ټولو وزارتونو لپاره په یوه نیمه اونۍ کې سل ورځېني پلانونه جوړ شوي چې د هر پلان لپاره سکور کارډ خپله ولسمشر څاري، هر وزیر به پلان ملت او ولسي جرګې ته وړاندې کوي او سل ورځې وروسته به ځواب هم خپله وایي.

۱۷) له قراردادونو، وزارتونو او ارګ څخه د وکیلانو د ناقانونه مداخلې لاس لنډ شوی، او د وکیلانو غیرمسؤولو وسله والو ګروپونو ته سخته ګوتڅنډه شوې ده.

۱۸) پر کونړ له څو کلونو راهیسې روان بریدونه درېدلي. د پاکستاني پوستو را مخته کېدل او د افغانستان د ځمکې لاندې کېدل درېدلي دي.

۱۹) د لویو لارو امنیت تر لویه حده بهتر شو. د وردګو په سیمه او د کابل کندهار پر لاره به هره ورځ په لسګونو لارۍ سوځل کېدې، په لسګونو هېوادوال به شهیدان کېدل، دا لاره اوس دومره امن شوې چې لوړپوړي چارواکي پرې له باډي ګاردانو پرته تګ را تګ کوي. پر دې لاره شپږ کنډکه ملي اردو اچول شوې چې هره ورځ ولسمشر غني په خپله راپور ورڅخه ترلاسه کوي. اوس پر دې لاره د اردو او پولیسو ټول اکمالاتي کاروانونه سلامت تېرېږي. داسې سیمو ته په لومړي ځل اردو تللی چې په اته کاله کې نه و ورغلی.

۲۰) په لومړي ځل ولایتونو ته تر انټرویو اخیستل کېدلو وروسته والیان استول شوي چې د ځوانانو سهم پکې قاطع زیات دی.

۲۱) څوومې نړیوالې رسنۍ لیکلي چې غني یواځې افغانستان ته نه، بلکې ټولې سیمې ته اقتصادي لیدلوری ورکوي. غني چې په امریکا کې د کاسا پروژې، د پایپ لاین، د لاجوردو د کوریدور، د آسیا وصلوونکې رېل پټلۍ او د ګازو نللیکې ته توجه را اړوله، دا د افغانستان پروژې نه بلکې د ټولې سیمې پروژې وې. د سیمې ټول ولسمشران د غني له دې سیمه ییزو هڅو راضي دي. غني نیږدې هره څوومه ورځ د منځنۍ آسیا له یوه نه یوه ولسمشر سره پر تلیفون غږېږي او د دې پروژو د پرمختګونو په اړه بحث ورسره کوي. د کاسا او ټاپي پروژې ساختماني مرحلې ته داخله شوي دي.

۲۲) غني پر ارګ او له ارګ څخه رسنیو، مشرانو او جاسوسانو ته تورې پیسې ورکول بند کړي دي، او په دې کار یې د طلوع، کابل نیوز، سرنوشت او ګڼو نورو په رزق او روزۍ کې لغته ور وهلې ده چې اثر یې تاسې د رسنیو پر مخ وینئ.

۲۳) د غني په دوره کې د خپل سرو وسلوالو یا هغو منصبدارانو تر ټولو ډېر شمېر بندیان شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي چې له دندو یې غلطه استفاده کړې ده. څو تنه لوی امنیه قوماندانان چې په هغو کې د غزني غل او مافیایي قوماندان زړور زاهد هم شامل دی په نامعلوم لوري تښتېدلي دي. څو تنه غله والیان او چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. غني پر یوه ورځ د هرات ټول اسماعیل خاني چارواکي له دندو ګوښه او کورونو ته ولېږل او څو تنه یې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

۲۴) غني پر طالب د رحم نه کولو امر ورکړی، د اقتلواهم حیث ثقفتموهم امر یې کړی. هیڅ ټالیب بندي یې هیڅ بې هیڅه نه دی ازاد کړی، له پاکستان سره یې د نا اعلان شوي جنګ د حالت شتون یو حقیقت ګڼلی، سوله یې له ټالیب نه، له پاکستان سره لازمه ګڼلې ده. له پاکستان سره په تګلاره کې یې دومره وضاحت را وستی چې هیڅکله نه و. د دې نوي سیاست او فشار له امله پاکستان په لومړي ځل افغاني سوداګرو ته د کراچۍ د بندر له لارې پراخ امتیازات ورکړي دي. اوس افغاني لارۍ مستقیما واګا بندر ته ځي او په کراچۍ بندر افغان مالونه تر ۴۸ ساعته زیات نه ایسارېږي.

۲۵) له خپلو ټولو ویناوو، بیانیو، اعلامیو او نورو یې د ټالیب او مسلح مخالف توری ایستلی، ټالیب ته ورور نه وایي، زارۍ نه ورته کوي، په نره وایي چې اعلی سرقوماندان یم، او چې زموږ خلک وژنې وژل کېږې به. غني په خپلو ټولو ویناوو کې یواځې ټروریسټ او قاتل یادوي.

۲۶) غني نړیوال مرستندویان تر ډېره لارې ته راوستي، همغړي کړي یې دي، د ملي پروګرامونو تمویل ته یې مجبور کړي، او د پخوا د ډونر خپلسریو ته یې د پای ټکی اېښی دی.

۲۷) غني په لومړي ځل تر زرو زیات دیني علماء را هڅولي، څو زره یې رسمي تشکیل ته داخلي کړي دي، د علماوو لخوا یې د ملي اردو د ملاتړ اعلان ته زمینه برابره کړې او د ارګ او جومات د فاصلې را کمولو په برخه کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.

۲۸) غني له پنځو کلونو را وروسته په لومړي ځل د مکاتبو لپاره د دیني کتابونو د چاپ امر کړی، چې دا کار پخوا د ډونر د خپلسرۍ له امله ځنډېدلی و.

۲۹) غني له سوداګرو سره هره اونۍ ناسته کوي، هغه سوداګر چې تر پنځوسو ملیونو سرمایه ګذاري کوي، هغه ته خپله شخصي شمېره ورکوي، هغه بهرنی چې پنځوس ملیونه ډالره سرمایه ګذاري کوي، په ارګ کې یې د ځای ورکولو ژمنه کړې او د هر سوداګر او قراردادي کار چې په هره اداره کې بندېږي، غني خپله اقدام کوي.

۳۰) د غني په حکومت کې په لومړي ځل له لنډه غرو او خپل سرو جنونیانو سره د حساب سلسله پیل شوې ده. لومړی ځل دی چې د هغوی غوښتنو ته نه ویل کېږي، د هغوی قراردادونه ایسارېږي، د هغوی پروژې رد کېږي، د هغوی پېشنهاد کېدونکي افراد، لکه محمود بریالی، معنوي، امرالله صالح او نور رد کېږي.

دا څو یادښتونه دفعتاً زما ذهن ته راغلل. حقیقي لاسته راوړې زیاتې دي او په راتلونکیو څو میاشتو کې به جدي تغییرات ولیدل شي.
البته، دا ټول پرمختګونه په داسې کال کې شوي چې لاندې غټې غیرعادي ستونزې موجودې وې:

1) په خزانه کې یوه روپۍ نه وه، بلکې بودیجې ۱۳۵ ملیونه ډالره کسر درلود؛
2) اردو د یوې اونۍ لپاره تېل او اعاشه نه درلوده؛
3) ۱۲۰ زره امریکایي پوځیانو او تر دری سوه زره زیاتو امریکایي قراردادي امنیتیانو افغانستان یو دم پرېښود او جګړه ټوله افغانانو ته انتقال شوه؛
4) د امریکایانو له وتلو سره په لسګونو زره وګړي بې کاره شول؛
5) امریکایانو چې په هېواد کې هر کال په ملیاردونو ډالره لګول، دا لګښتونه یو دم پر بازار قطعه شول؛
6) افغانستان یو نیم کال سیاسي بحران ځپلی وی؛
7) غني ته د اجرائیه ریاست نوی غم ور لغاړې شوی و چې تشکیل، د دندو لایحې او نورو صلاحیتونو ټاکلو یې ډېر بحث، جنجال او ناندرو ته اړتیا درلوده؛
8) ټولو پخوانیو سیاستوالو، مافیایي رسنیو، ایراني جرایدو او د پروژو برخوالو وکیلانو د نظام په تخریب لاس پورې کړی و؛
9) مخالفینو خپل ټول زور، توان، افرادي قوت، منابع او تبلیغات پر همدې کال، پر افغانستان متمرکز کړي ول او پلان یې درلود چې جګړه جبهه یي حالت ته انتقال کړي، خو د عزم عملیاتو په لومړیو دوو ورځو کې د ۳۰۰ کسانو له لاسه ورکولو بیرته له دې تګلارې څخه واړول.

د مجيد قرار پاڼه دلته لایک کړئ:
Majeed Qarar

Promote Your Page Too

د مجید قرار د فیس بوک ملګرتیا لپاره دې لینک ته ټک ورکړئ:
Majeed Qarar

Create Your Badge

184 total views, 2 views today

15 comments

  1. Qasam khan hemat Reply

    قرار صیب حقایق دی روشانه کڑی.خو که سوک یی ومنی

  2. azad kochai Reply

    Excellent and exceptional analysis as always feel proud and happy to have people like you majeed qarar bro ..
    Dr Ghani is and will be our leader and we believe his leadership which can bring peace prosperity and happiness to our people and country

  3. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    Salamoonah;
    Yara Majidjana (Qarar sahib) hagha d` Shpoouwn Ustaz xabira MantiQ de Qavi dey, Khoday de hamdasy qalam revan larah che d` Afghanistan d` doshmanano & mofcedino etc.. Zrronah vachvi.!.

  4. محمود Reply

    قراره ! زمونژ په اولس که یو ملنګ وو، یوه اندازه د اعصابو توازون یی هم خراب وو، نو دا ملنګ به کوروګرٍځیده او چتیاټ به یی ویل، او خلکو به دده په خبرو باور کولو چه دا ملنګ برخه لری، دا ملنګ د الله ولی دی او دده خبره که یو څه شته، نو ټولو به په هفه باور کولو حتی بعضی خواص هم په شک که وو، چه ممکن همداسی به وی او خلکو دا ملنګ ته ډیر احترام درلود او حتی بعضو دا هم ویل چه دا ملنګ په غیبو پوهیژی ، او دا سپین سرو ښځو به د خپلو مسافرو پوشتنه تری کوله چه او ملنګه زما ورور یا زما زوی به څه وخت راشی د ایران……. نه ، نو ملنګ به هسی یوه هوایی خبره وکړه چه د پوشتنی سره بی هیڅ ربط نه لرلو، خو خلکو او خصوصا دا سپین سرو او تور سرو ښځو به د ملنګ خبره د خپل خواهش موافق تعبیر کوله او د ملنګ لیونی خبره به یی سمه تعبیرکوله چه ملنګ رشتیا خبره وکړه، خو لنډ دا ملنګ په کلی او کور که خورا محبوبیت درلود، خو یو وخت زمونژ په کلی که یو سلفی پیدا شو نو دا سلفی په دو ملنګ پس راواخیسته چه او خلکو دا ملنګ په جومات که مه پریژدی ، ددی ملنګ خبره مه منی، ددی ملنګ نه دم یا تعویض مه اخلی، او ددی ملنګ نه د غیبو پشتنه مه کوی، دا یو شخص دی چه مکلف ندی، ددی سړی د اعصابو توازن خراب دی، او دا ملنګ د الله ولی نشی جوړیدی او داسی نوری خبری هم، او دا سلفی شخص دو خلکو ته د الله د ولی بعضی صفات بیان کړل چه دا لله ولیان پاک وی، لمونځ په جما عت کوی، او د الله ولیان مسنونه زندګی لری او داسی نور. خو خلکو د سلفی په خبرو سخت مخالفت وکړاو حتی دا سلفی یی د کلی څخه پسی واخیست، خو کلونه ، کلونه تیر شول، خلکو تعلیم وکړ ، وګرځیدل او علم یی حاصل کړاو بیا همدغه خلکو ویل چه اه مونژ څومره خطا وتلو وو د هفه ملنګ په باره که نو بیا خلک ډیر پیشمانه وو چه په رشتیا دا ملنګ هسی نه وو کوم چه مونژ فکر کولو. زه چه کله اولس مشر وینم او دده کارونه او خلک ګورم نو سمدلاسه می ملنګ او سلفی سترګو ته ودریژی، زه وایم چه قرار ګله! دا اولس مشر ته چه الله پاک د نوح علیه سلام په مقدار عمر ورکړی نو دا سړی به نیکمرغی را نه وړی هسی چه دا اولس یی هیله لری، ستاسی د یو څو خبرو یادونه کړی ده، زه به هم یوڅو ذکر کړم هفه دا چی چه زمونژ اولس مشر نیم اولس مشر دی ، د اشرف صاب فکر نیم دی، دده طرحه نیمه ده، دده تنفس نیم دی، دی په خپلو کارو که ازاد ندی، دده تصمیم ازاد ندی، دده قوت نیم دی، دده ټول کارونه باید اجرایه ریس تر فلتر ووزی او بیا اجراشی، او شه مثال یی شکریه، د جنګ مخکنی وزیران او والیان دی، او ستاسی به شه خبر یاست چه دا اوس د حکومت په د ننه که یو پټ اعلان او نا اعلان شوی رقابت روان دی د اینده لپاره، او بل ستاسی د خارجی سیاست خبره وکړه، زه وایم چه فرضا ستاسی د طالب یا نوازشریف په ځای شی او اشرف غنی صاب د حکومت حال هم در معلو میژی نو ستاسی به په دا حکومت ځومره باور کړی، یو بل مثال یی وایم په هفه تیره هفته که فکر کوم چه تودی خبری پروګرام وو اصف اشنا د حکومت یو ویاند دی هفه د انتخاباتو د اصلاحاتو اړوند خبری کولی او د خبرو په یوه برخه که یی وویل چه دحکومت رهبران باید سیاسی اخلاق زده کړی……. چه مطلب یی اولس مشر وو، نو زه تعجت شوم چه یو دیپارتمنت بل دیپارتمنت ته په ځنګه په سنګر که ناست دی چه سنګه یی ضعیفه کړی او بل یو کوچنی ویاند د یوه اولس مشر ته وایی چه سیاسی اخلاق زده کړه، نو چه دا حال یی وی نو پاکستان او ایران…..به کوم خیال به پری راوړی؟ او که رشتیا ووایو زمونژ حکومت هيڅ داسی کوم صفت نه لری چه د هفه نه د ژمونژ همسایه حیا وکړی. مننه قراره خانه

  5. Khattak Reply

    Impressive. He needs support from the educated class through social media. Main Stream Media needs to highlight the positives. Not only prayers but actions are needed to achieve all this. People need to support him, leader can give you vision, he can not do all this alone. He is on the right track. He is carrying with him the luggage of hundreds of years of misery of his nation.

  6. Hassan Reply

    ډیره مننه قرار صاحب . په زړه پوری ځواب او معلومات مو راټول کړی دی، د ښاغلی اشرف غنی د واکمنی لاسته راوړنی به څوځله زیاتی وی که دا د « اجراییه ریاست » سرطان دانه د افغانستان دا بدنامه اداره نه وای جوړه شوی.
    زما په نظر د اجراییه ریاست مشران زمونږ په روان تاریخ کی له ټالیبانو نه زیات مضر دی. هغوی خلک د وسلو او خرمرګو په واسطه وژنی او دا نور خلک د بی باوری ، لوږی . چور او چپاول او بیکاری له لاسه وژنی. څوک کولای شی مونږ ته د اجراییه ریاست کومه لاسته راوړنه خپلو خلکو ته ولیکی ؟ دوی یواځی په توطیو او دسیسو فکر کوی یا د طلوع له لاری منفی تبلیغات کوی تر څو د منتخب ولسمشر د کارو خنډ او خلکو ته هغه بی اعتباره کړی.

  7. برلاس Reply

    فرار صیب د دا دپه کم منطق وایی چی امنیت ښه سوی دا د کابل هره ورځ ځانمرګی نه وینی – تا د کندوز او فراه د ښارونو د نیولو هځی ونلیدل ؟ تا دا وانوریدل چی په ګمرکاتو کی د فساد کچه ځو ځلی ډیر سوی ؟ تا دا وانوریدل چی غنی خپله ویل چی ۲ ملیارده ډالره یواځی د تورخم پر ګمرک اختلاس سوی ؟ ته دا نه وینی چی هره دوهمه ورځ د کابل ټول دکانونه د اعتراض په شکل تړلی؟ ته پدی نه یی خبر چی د تیرو ځو میاشتو د کابینی نه شتون ځومره دا وطن د بحران خواته ور ټیله کړی؟ د کم اجرایوی پوست د مشکل خبره کوی –

    1. Toor Gul Reply

      محترم وروره که تاسی ته اوسنی حالت له یوکال د مخه سره پرتله کئی بیا به یی ومنی چی څومره بدلون راغلی دی اوس مونږ وحدت ته ضرورت لرو قرار صاحب داسی لیکنی کوی چی یووالی راولی د چا سپکاوی نکوی اوس مونږ ته داسی ندی پکار چی اجرائیه رئیس صاحب څنګه دی او بل څنګه وخت ددی خبرو ندی

      دوحدت لاسونه ورکړی وخت تیریږی
      په تنهاصورت هیڅ کار نه پوره کیږی

      دواړه مشران زمونږ لپاره کار کوی هسی اختلافات دهرچا ترمنځ وی که یوه کوچینی کورني هم وی دا خو یو مملکت دی هسی خلک مه ګمراه کوی .هغه چی یوازی خپل ځان وینی او هر وخت یی په نورو پسی پښی لوڅی کړی وی او خپل عیبونه دخلکو نه پټوی

      كه دي خپله گناه لويه لكه غر وي
      په حيله حيله به غر د مچ وزر كړی

      داتلویزیونونه یي چی ګرم ساتلی هغه په روښتیا سره نه دخپلو خلکو سره مینه نلری او نه دوطن سره هر وخت منفی ګرایی کوی دا په خپله یو عیب دی ،سمه ده نیمګرتیاوی به وی خو ویل یی طریقه او وخت غواړی دوی دمهربانی وکړی داسی دی هغه اداری ته دورشی او زمونږ مشران په خبرو پوه دی د دوی نیت معلومولی شی خو داچی د دوی خبری هرڅوک اوری چی سم تحلیل یی نشی کولی او د وطن او حکومت نه ټول خلک ناهیلی کیږی مونږ باید ورورولی راولو تیر په هیره کړو کنی بیا به زمونږ پتمنی ښځی د پردیو په دروازو کی خیرات ټولوی او دا آبادي شوي ماڼی به په کباړ سره خرڅیږی داسی خوبونه مونږ هیرول غواړ و

      د خدای لپاره راشی لاسونه سره ورکړو دا د ځنځیر شلیدلی حلقی سره وتړو او خپل راتلونکی نسلوته یوه زرینه ټوټه په میراث سره پریږدو

  8. Eng M.Abbas Zirak Reply

    سلامونه او نیکی هیلی می ومنی!
    گرانه لکه سنگه چی تاسی پوهیژی شاغلی ولسمشر اوس داسی دی چی هر سومره دی خبری وکری زیار وباسی شه کارونه ته مخه کری یو بل خند ورته شپه مطلب می عبدالله جان دی زکه هغه یی بیا د همیشه په رقم نه منی او هیواد بهران خواته بیای نو دا کله کیداشی چی موتر یو او موتروانان دوه زه اصرف غنی نشم گرمولای که سه هم شاید خلگ وای چی ملامت دی خو ددی مظلوم له لاسه هرسه وتلی دی خبره په عبدالله جان کشی ده مطمینه اوسی که چیری افغانستان دی یو چا په لاس کشی وای البته یو نفر نن به امن امان وای ویل خو دیر سه لرم اما وخت اجازه نه راکوی مننه …
    بااحترام انجنیر محمد عباس زیرک

  9. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    ورورجانه مَجِيدٌ قرار !
    ما ستا به قلم ليكل شوي رابور مكمل ولوست مننه مونز ته مو به اشرف غني دباو ركولو عملي داد راكر بياهم مننه .

    زه يو انتقاد دريس جمهور به مطبوعاتي دفتر لرم.ولي بيده او دغفلت له خوبه نه بيدا ريزي اوخبله دنده نه إنجاموي داخو ستا شخصي معلومات وو شايد دير نور كارونه هم شوي وي.
    كه جيري دريس جمهور مطبوعاتي دفتر درسانو اويا دارك به نامه يوه ورخ بانه رامنخ ته كري اوداسي معلوماتونه جه دخلكو أذهانو ته ورسوي ملت تكياكاه بيداكوي او تبليغات كور به كور به كرخي دشمن ضعيفيزي دسلاح لاس اخلي دصلحي لاره نيسي
    بر علاوه دورخني معلوماتو كه به هره مياشت كي مياشتنئ كذارش ديوي رسالي به تور نشر او دخلكو منخ كي توضيح شي او به دولتي اوشخصي اركانو توضيح شي دابه ديره شه خبره وي.دا داستخباراتي او ديخ جنك يوه خاصه طرحه ده جه دخلكو از هان تازه كوي او داشرف غني د كاري كرونو مجلسو نه تازه كوي اوبه دشمن توري خاوري اجول دي .
    دا ووزما بشنهاد نور ديرخه لرم مكر شرايط محدود نه شم كولي جه زر ءي درسره شريك كرم .

  10. غازی Reply

    قرار ګله په ګوتو دی برکت شه ستا ددی لیکنی می زړه ته قرار ورکړ ، زه ده هغه ورځی وړاندوینه کوم چی د ولسمشر کاری دوره به
    پای ته رسیدلی وی او ولسمشر په اجازه اخلی خو ولس به ورته په چغو چعو ژاړی چی په قانون کی بدلون راوله او زمنونږ له سره مه خو دی به وایی چی که زه قانون د خپلی ګتی لپاره بدل کړم نو له نورو څه ګیله.
    قرار به ګوتو دی بیا هم برکت
    هم الله ج استعداد درکړی او هم یی په سم ځای د کارولو ښودنه درته کړی
    الله دی راته ژوندی لره

  11. مومند Reply

    قرارصیب ته خو قرار یی مونږ دی دلته بی قراره کړی یو نه پوهیږو چی په سر نویشت به مو څه کیږی او کومه لوبه به دا بدمعاشان پر مونږ کوی خدای چی زه خپله د غنی د واکمنی ډیر خوشحاله یمه یو ورځ چا په رسنیو کی ونه ویلی چی غنی دومره نډالر پټ کړی سره ددی چی ددی ټول ملت واک یی لاس کی دی همدا یی مونږ لپاره بس دی نه کوم ورور لکه احمد ولی خان او نه یی کوم پارټنر لکه فهیم خان ډان شوی دا یی مونږ ته بس ندی که مونږ تغیر یو طرفه غواړو خو دا هیڅ کله امکان نلری ځکه تغیر ورکونکی بیاید په عرضه او تقاضه پوه شی مونږ باید دو قسمه تغیر وخورو یو حکومتی نهادونه او دوهم فردی چی دا فرد په خپله دی د نهاد د اصلاح او تغیر سبب کیږی خدای پر مونږ رحم وکړی او خدای دی مونږ ته د وطن مینه په زړه کی را واچوی مننه قرار صیب ستا د لیکنی نه

  12. Abdullah Ahmadzai Reply

    قرارسيب پر عمر اوقلم دي برکت سه،ليکني موهميشه لولم ،زدکړه تري کوم اوپه ورځنيومسايلوپري ځان خبروم.قرار سيب موږافغانان يايوشي ډيرښه وينو اويا ډيربد ددوي ترمنځ څه په سترگونه وينو،اونه هم دوه شيان سره پرتله کووکه هغه اشخاص وي يا نظامونه. زه په دغه مسافري کي هم کله کله ددغودرنو تحليل گرانوخبري چي د تودوخبروپرميزونوسره راټول شوي وي اورم اوگورم يي خداي سته چي بعضي يي ډيرښه تحليلونه کوي اوبعضي نوروته دي خداي انصاف ورکړي چي پرکورناست واي نو پت به يي خوندي واي.ټولوته معلومه ده چي مطلق هيڅ هم نسته غيرله خداي(ج) څخه نورټوله به په نسبي ډول سره څيړواوپرتله کووبه يي چي يوي تقريبي نتيجي ته مونژدي کړي که هغه دنظام پرتله وي دبل نظام سره يا هغه داشخاصوپرتله کيدل وي.خصوصا د نظام اصلاح کول ديوي شپي کارنه دي هغه ستاسوخبره چي دمليوکښت هم نه دي چي دمياشتي په اخيره کي حاصل ورکړي بيا ديوداسي موبارک نظام چي موږته په ميراث راورسيد ددونظامونو پرتله کول ،داشخاصو چي دنظامونوپه سرکي وي دهغوي پرتله کول اسانه اوساده خبره نه ده موږبايد هم حوصله ولرو اوهم ليرليد. اشخاص خصوصا هغوي چي دنظام په سرکي واقع وه اودي کولاي سوچي په مختليفومعيارونوکي يي پرتله کړو.دامعيارونه به صداقت ،علميت ،دوطن شناخت داشخاصوشناخت ،دلاوري،پرنفس اعتماد، اداري فساداوخصوصا نړيواله پيژندنه اونورکوچني اولوي مثايل دي.که دصداقت او پاکي له معياره وگوروپرواسني ولسمشراشرف غني نه يوازي زه اوته بلکي دده رقيبان هم دفساد ادعا نلري، البته نوري ادعاگاني به پرلري چي دا په ديموکراسي کي رواکار دي ،خو که تيرنظام ته وگوروهغه چي وايي دلويوخلگولوي کارونه دي موږوليدل چي يوه کوچني اجازه وټول نظام ته څومره قيمتي تمامه سوه چي (دمورشيدي دي سي په افغانستان کي يي خو مصرفوي )زه پخپله پرپخواني ولسمشرهيڅ ادعا نه لرم خودغه په افغانستان کي يي مصرفوي دومره عام سول چي وامي اوريدل چي خلگو ژوندي مکتبونه دتعميرونوسره وخوړل ، دملي بس په سرويسونوديوالونه جوړسول،اکثره دولتي چوکي ميراثي سولي چي پلاربه په يوه حادثه کي مړسو نو چوکي او مقام به وزوي او ورورته انتقاليده، دملت جوړولو لپاره ددغه ملت سره لويه جفا وشوه ددي پرځاي چي ملت يي سره يوکړي واي او يو قوي ملت يي تري جوړکړي واي هغه يي پارچه پارچه کړپه مختليفونومونويي سره وويشل چي دادرز به ترډيره پوري همداسي پاته وي په ولايتونوکي ئي خلگ عمدا سره واچول،سره ليري ئي کړل دولاياتواداري ئي پرقومونووويشلي په يوه ولايت کي يوه لويشت دولتي مځکه پاته نشوه يودولتي تعمير پاته نه دي چي يوه مبارک دي لاس نه تري راتاو کړي ،په قومونو کي يي نوي لويان اومشران جوړکړه چي دا نزاوي به هم تر ډيره پاته وي چي ددي قيمت به داغريب ولس دماليي په قسم تربيخي ډيره وخته پوري ادا کوي.

  13. Rohullah Omarkhail Reply

    په قلم د برکت شه قرار صاحب

  14. shahab Reply

    محترم قرار صاحب
    ولسمشر خو ددنیا دوهم مفکر ده دی کی شک نشته خو که سوک یی ومنی
    تا خو په رشتیا هم دیر شیان ورپسی لیکلی چه دایی کریدی که تول نه وی خو یو سه یی کرید ی حقیقت باید وویل شی او ومنل شی
    ولی هغه سه چه سری په شک کی اچوی هغه داده چه سو ک د کوم پوست ته معرفی کری هغه لاتراوسه خپلو پوستوته ندی رسیدلی
    دلوی سارنوال په توگه د قلم الدین شینواری مقرری
    دشکریی بارکزی مقرری
    دمعدنی توکو قاچاق چه دا اوس هم شه په درزکه روان ده شه مثال یی په بدخشان کی ددوو قاچاقچیانو تر منز جگره
    ددفاع وزیر نومول اوداسی نوری بیلگی لکه دنریوال غله معرفی کول دوزیر په توگه
    زه وایم چه یو سوک یو کس د مقرری توان نلری دهغه دکامیابولو توان نلری نو بیا دادومره غت غت کارونه کول دحیرانتیا اوفکر خبره ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *