Categories

اعلان

Loading…

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز مطبوعاتي کنفرانس

په هلمند کې ٣زره  ښوونکو په کاري اعتصاب کړی او وايي تر هغو به له زده کوونکو کلنۍ ازموينه نه اخلي چې د ښوونکو ښارګوټى د غاصبانو له منګلو نه وي خلاص شوی.

دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ /د غويې په ۳۱ مه/  په لښکرګاه کې د مدني ټولنو د همغږۍ په مرکز کې د هلمند د  ښوونکو استازو  وکړې.

په غونډه کې د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز  مشر فرهاد داوري وويل چې د ولسمشر د حکم له مخې د ځمکو وېش منع اعلان شوى خو وايي چې ولسمشر بايد ښوونکي له دغه امر څخه ځانګړي کړي.

ده له ښوونکو غوښتنه وکړه چې کاري اعتصاب پاى ته ورسوي تر څو د زده کوونکو حقونه تر پښو لاندې نه شي.

د ښوونکو په استازيتوب محمد ناصر احمدي وويل چې ٨ کاله مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې د دغه ولايت ٣زره ښوونکو ته د ځمکو د نومرو حکم ورکړل شوى دى.

هغه وايي چې د هلمند د چارواکو د نه پاملرنې له امله تر اوسه يواځې پنځه سوه ښوونکو ته ځمکې ورکړل شوې دي.

دى وايي چې د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکې د زور واکو له خوا غصب شوي او تر هغه چې دغه ستونزه  نه وي هواره شوې دوى به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکوي او له زده کوونکو کلنۍ ازموينه نه اخلي.

د هېواد د نورو ګرمسير ولايتونو په څېر په  هلمند کې هم کلنۍ (وروستۍ) ازموينه د غبرګولي په  لومړۍ نېټه پيلېږي.

دغه راز په ياده غونډه کې د ولايتي شورا غړي عطا الله افغان وويل چې په تېرو څو کلونو کې د حکومت له لوري مارکېټونه او د استوګنې سلګونه نومرې وېشل شوې خو ښوونکو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

پدې غونډه کي د پوهنتون استاد ښاغلي محمد هاشم نوراني پر دولت باندي ږغ وکړی چي د ښوونکو د نمرو او نورو حقوقو په رعايت کي جدي پاملرنه وکړي، همدارنګه ده پر ښوونکو هم ږغ وکړ چي د هلمند ښوونځی بايد سقوط نکړي بلکي خپلي ا زمويني پر خپل وخت واخلي.

همدارنګه پدې غونډه کي د وزير اکبر خان مدني ټولني رئيس ښاغلي متين ذاکر د ښوونکو حقوق مقدم وګڼل او د دولت څخه يې د هغوی په رعايت کي غوښتنه وکړه. ښاغلي ذاکر د ښوونکو وضعيت ته په کتو سره دا هم وويل چي که دولت د ښوونکو د حقوقو په ساتني کي پاته راسي، شونې ده چي په هلمند کي شته ښوونځی هم د سقوط سره مخ سي.

په ياده غونډه کې د ښاروالۍ استازي امان الله سادات وويل چې د دغه ولايت په دريو سيمو کې د ښوونکو لپاره ښارګوټي په پام کې نيول شوي دي.

هغه وايي چې په يوه سيمه کې ښوونکو ته ځمکې وېشل شوې خو د کرنيزو ځمکو او پارکونو له امله په دوو نورو سيمو کې دوى له ستونزو سره مخ دي.

هغه دا هم وويل چې د ولسمشر له حکم سره سم دا مهال ښاروالۍ نه شي کولاى ښوونکو ته ځمکې ووېشي.

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. Eng-shokrullah safi Reply

    سلامونه مي قبول كري زمونژ دهلمند خلكو په حق كي دير ظلم شوي دي نه يوازي د معلمانو په حق بلكي په هره بر خه كي نو د ريس جمهور سخه مو هيله داده چي هلمند ته توجو وكي او د مظلو م ولس حق سخه دفاع وكي ..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *