Categories

اعلان

Loading…

حامد کرزي د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو پر تفاهملیک اندېښنه ښکاره کړه

تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د سند پر لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړه.

د کرزي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پخوانی ولسمشر د دې سند پر لاسلیک ژور اندېښمن دی او د دولت له مشرتابه غواړي چې هغه ژر تر ژره باطل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي د سې شنبې په ورځ وویل چې دې ته ورته تفاهملیکونه په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ میلادي کلونو کې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ شوي وو خو د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ د نشتوالي په وجه یې ګټه ونه کړه.

د ځینو راپورونو له مخې کابل ته د پاکستان د صدراعظم، لوی درستیز او د آی ایس آی د رييس د سفر په لړ کې د لاسلیک شوي تفاهملیک پر اساس به د پاکستان د استخباراتو اداره آی ایس آی، چې په افغانستان کې خورا بدنامه ده، افغان استخباراتي مامورین روزي او پر وسایلو به یې سمبالوي. خو د افغانستان یو شمیر چارواکو وویل چې په دې تفاهم لیک کې د ای ایس ای له لورې د افغان کدرونو د روزنې موضوع شامله نه ده او د دوی په وینا دا د یو شمیر رسنیو تبلیغات دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومته د دغه تفاهملیک د فسخه کېدو ترڅنګ غوښتنه کړې چې په راتلونکي کې دې هم دا ډول هیڅ سند له پاکستان سره نه لاسلیکوي.

426 total views, no views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي2 Reply

    دپخوانی ریس جمهور حامد کرزی پورتنۍ اعلا ميه کاملاء دتاید وړ ده .
    مګر دملی امنيت رياست وياند حسيب صديقی واي.
    چه په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ميلادی کال کی هم داسی تفاهمليکونه هم دپاکستان دآستخباراتو او دافغانستان دملی امنيت تر منځه امضا شوی .
    ددغو ذکر شوو کالو ريس جمهور ته پخپله کرزی صاحب ياستی او داچه کلونه معلوم دی نو ريس عمومي امنيت هم معلوم دی . لازم ده چه اوس ته هم ځواب ووائ.
    ۱/داتفاهم نامه دچا په امر او چا امضا کړی .
    ۲/که چيری ستا په امر شوی ته او امضا کونکی مسول او مليت سره مو جفا کړی.ملی امنيت داموضوع دریس جمهور اشرف غنی په هدايت تحريک او په دوران واچول شی .
    ۳/
    که چيری تا په امر نه وی شوی درياست امنیت اول شخص دمضنون په توګه احضار او دسوال آو جواب لاندی ونيول شی چه جرم ئ ثابت شی دوسېه بعداء قضائ اورګانو ته محول شی .
    اوس راخم دملی امنيت دلوی رياست اجراتوته؟ محترم ريس صاحب جمهوراشرف غنی او محترم اجرايه ريس عبدالله ,عبدالله ته زما پيغام?؟
    ۱/دا اوسنی تفاهم ليک چه امضا شوی خاص او خاص ریس عموم امنيت ملی مسول دی داولی دا ددی دپاره چه دا مسلکی او دريس جمهور مشاور او کارمند په امور استخباراتی کی دی ولی صحیح مشوره ئ ریس جمهور ته نه ده ورکړی .
    ۲/داچه داتفاهم ليک باید ریس عمومی امنيت دريس جمهور په هدايت امضا کړې وو نه دده معاون.دي ته اپراتيفی بازی وائ چه دا پوهيږی دا يو پر مسوليته کار دی.ځان دمسوليته او باسی او مسوليت دخپل معاون په غاړه اچوی.دی ته دبلی خوا ضعف دکاری مديريت هم وائ چه مادون پروری هم نه لری .
    ۳/ريس صاحب امنيت ملی څه په اسانه او بی تکليفه دی دپاکستان داستخباراتو ته کنج په کنج دمملکت کی داستخباراتی کارو دپاره دی شرایط مساعد کړه .
    /کولی شې ازآدانه او هر چيرته دخپلو پخوانيو اګنتانو سره ملا قات او راپورونه ورڅخه واخلی .
    /دبلی خوا دنورو اګنتانو دپلټون او استخدام دپاره دی هثم بی تکليفه شرايط اماده کړه.
    ددی څخه معلوميږی چه ته هم دپاکستان پخوانی استخدام شوی اګنت هستی چه داسی لوی خدمت په ډيره لوېه پانګه هم څوک نه شی کولی .او تاوکړلی شوه چه دافغانانو مټی وتړی او دپاکستانی دشمن ته ئ تسليم کړی.دی ته حرام نمکی او پاکستان ته وفا داري وائ
    وطنوالو زما لېکنه يوه سآده ليکنه نه ده دا ديو مسلکی خاصه ليکنه ده په هر ځای کی حاضر يم چه دخپل ليکنی څخه دفاع او مسولېنو ته قناعت ورکړم.
    داچه دوطن دسرنوشت خبره ده ځکه می پوستکنده هرڅه وليکه ,دبلی خوا زه په اروپا کی لری ژوند کوم ماته لازمه دا وه چه شخصاء ریس جمهور ته دا بیآن وکړم داچه دوطن دسر نوشت موضوع ده مجبورامی دکرزی داعلاميه په جواب کی هر څه وليکل تر څو مسولين عاجل کار لآ س په سرشی .
    اخرنی خواهش می دريس جمهور څخه دادی چه درياست امنيت دريس او دنورو مشکوکو اشخاصو په هکله هر څه عاجل اقدامات اوتصميم ونيسه.
    چنرال حبیب الله جلالزوي دها لند څخه .

  2. Abdul Hakim Reply

    د اشرف عني پلويانو ته چي ويل به يي ًًً وطن به مو هلته غني سي چي ريس جمهور مو اشرف غني سي!!ز

  3. Faek Reply

    د پاکستان سره هر رنګه تفاهم او خبری کول د ملی ګټو خلاف کار دی ، خو د مرحوم ډاکتر نجیب الله
    د دولت د سقوط نه را په دیخوا د قدرت په ګدۍ ناست ټول واکداران د ای اس ای په دسترخوان لوی شوی دی،
    نو ددوی نه د خیر طمع کول په کار نه دی ، افسوس د ډاکتر صاحب اشرف غنی په علمی شخصیت چې
    دی تالاب کې ورګډ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸