Categories

اعلان

Loading…

هند وايي حاضر دی چې د افغانستان د هوايي ترافیک د کنټرول په غاړه واخلي

تاند- په داسي حال کې چې امریکا د راتلونکې میاشتې په پای کې د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول افغانانو ته سپاري، هند اعلان وکړ چې حاضر دی د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول (ATC) سمبال کړي.

امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسي د افغانستان د هوايي ترافیک کنټرول په غاړه لري او افغان چارواکي وايي چې امریکایانو په دې موده کې افغانان نه دي روزلي چې دا مسوولیت په خپله غاړه واخلي.

ټاکل شوې ده چې امریکا د جون په دېرشمه نېټه د افغانستان د هوايي ترافیک اداره افغانانو ته پرېږدي. له دې لارې افغانستان هر کال په ملیونونو ډالره عاید ترلاسه کوي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې د هند د هوايي چلن یوه جګپوړي چارواکي د سې شنبې په ورځ وویل:«موږ د دې کار لپاره لېوالتیا څرګنده کړه. افغانستان دا کار نه شي کولی او قرارداد داسي چا ته ورکوي چې وړتیا یې لري او خپله وړتیا یې ثابته کړې وي. هند په جنوب ختیځه اسیا کې یو له هغو سترو هیوادونو څخه دی چې د تجارتي هوايي چلن د پراخې ساحې اداره په غاړه لري.»

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور پر اساس، هند دې ته انتظار دی چې د افغانستان غوښتنې څه دي او کله دا کار مزایدې ته وړاندې کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د هیواد د هوايي حريم د کنترولولو په مقصد له یو شیمر نړیوالو شرکتونو سره خبري اتري پیل کړي دي.

تیره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د مفتشي ادارې ( سیګار) یوه راپور کې وویل چې افغان دولت تر اوسه پوري د خپل هوايي حریم د کنټرول توان نه لري او امریکا هم له دې وروسته پلان نه لري چې دغه کار ته دوام ورکړي او په دې سره به هر کال نږدې دری سوه ملیونه ډالر د افغان دولت له لاسه ووځي.

ویل کېږي چې تراوسه پوري د (AAI) په ګډون شپږ نړیوالو شرکتونو د افغانستان د هوايي ترافیک په کنټرول کې لېوالتیا ښوولې ده.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې افغانستان د اروپا – اسیا د هوايي دهلېز په مسیر کې ډېر مهم هیواد دی او دا هیواد باید د امریکا متبادل ومومي ځکه چې د دغه هیواد له فضا څخه د ورځې لږترلږه ۳۰۰ الوتکې تېرېږي.

افغانستان پخوا له هرې الوتکې څخه ۴۰۰ ډالره اخیستل خو سږ کال یې سل ډالره زیات کړل او اوس له هرې الوتکې ۵۰۰ ډالره حق العبور اخلي.

که د افغانستان حکومت ژر تر ژره دا ستونزه حل نه کړي اکثره نړیوال هوايي شرکتونه به مجبوره شي چې د افغانستان د هوايي فضا یا حریم پر ځای متبادلې لارې ومومي.

244 total views, 1 views today

2 comments

  1. ر وغ لیونی Reply

    امید دی چه دا ستونزه زر تر زره حل سی

  2. alamoona gharkaweena Reply

    Siraf da hawayee traffic idara wale tol Afghanistan hindwano ta wasparai. Der kha ba ya darla wachalawee

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸