Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن وايي، د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي څخه په کلکه ملاتړ کوي. راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، پر یووالي، چمتووالي، مؤثریت او…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more

هلمند ولايتي شورا: رسنۍ دې له شخصيت وژنې لاس واخلي

د هلمند ولايتي شورا دغه ولايت کې د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو څخه جدي غوښتنه وکړه چې د شخصيتونو د توهين او سپکاوي دې لاس واخلي.

دا څرګندونې د هلمند ولايتي شورا مشر الحاج محمد کريم اتل وروسته له هغه وکړې چې په هلمند کې د خاور په نوم سيمه ييز تلويزيون د ولايتي شورا د وکيل ښاغلي بشير احمد شاکر په سپکاوي راپور خپور کړ.  د هلمند ولايتي شورا مشر وايي، د خاور په نوم سيمه ييز تلويزيون چې د هلمند د ښاروال لخوا جوړ شوی، له دې امله يې پر بشپر احمد شاکر تورونه پورې کړي چې شاکر د ښاروال د غلا او فساد ځينې اسناد رسنيز کړي دي.

د خاور تلويزيون د هلمند څانګې پر بشير احمد شاکر د يو پوليس د وهلو تور پور کړ، خو امنيتي ځواکونه وايي، چې زموږ پوليس د هيچا لخوا نه دی وهل شوی او هغوی یې خبره رده وي .

دهلمند ولايتي شورا مشر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د دا ډول رسنيو نشرات دې بند کړي چې شخصيت ته سپکاوی کوي.

د یادونې وړده چې دهلمند مدني ټولنې مشر ښاغلي سردار محمد همدرد په هلمند مدني ټولنه کې دیوې غونډې پر مهال  د خاور تلویزیون دغه کړنه سخته وغندله او زیاته یې کړه چي که دغه ډول رسنۍ  شخصیت وژنه کوي او د سمون لاره خپله نه کړي دوی به یې پروړاندي لاریون وکړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *