Categories

اعلان

Loading…

په شرنه کې د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

خبریال ظفر باوري (شرنه) د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې په خواجه خېلو کې تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

دواړه خواوې وايي چې مقابل لور ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمه ییزو پولیسو قوماندان حضرت ښامار رسنیو ته وویل، طالبانو تېره شپه دوې بجې د دې سیمې اړوند د څلې د کلي د سیمه ییزو پولیسو پرپوسته راکټي برید وکړ.

دده پروینا، په نښته کې یو طالب وژل شوی او درې ټپیان شوي دي.

نوموړی وایې چې له نښتې وروسته د راکټ او بم افګن څلور، څلور مرمۍ هم د پولیسو لاس ته ورغلې دي.

ښامار زیاتوي، په دې جګړه کې درې پولیس هم برسېرن ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي بصیراحمد وایې:« شپه ناوخته ۲:۳۰ بجې جګړه پیل او نیږدې یوساعت روانه وه، په نښته کې له درنو وسلو کار اخیستل شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه لرم.»

له بلې خوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قوماندان ښامار خبره ردوي، وايی چې په دې برید کې یوازي د دوی یو ملګری ټپي شوی دی.

مجاهد وايي چې د برید په پایله کې یې نهو تنو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې چې درې یې وژل شوي او پاتي نور ټپیان دي.

مجاهد دا حمله د عزم په نوم د عملیاتو یوه برخه وبلله او ویې ویل چې د برید په پایله کې د څلې پوسته په مکمل ډول له منځه تللې ده.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *