Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې زورورې انتحاري حملې ۶ تنه وژلي او ۴۲ ژوبل دي

تاند- د کابل ښار په مرکزي برخه کې نن مازدیګر په یوه زوروره انتحاري حمله کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۲ نور ژوبل دي.

داسي ښکاري چې د حملې اصلي هدف د عدلیې وزارت مامورین ول.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل، حمله د عدلیې وزارت د موټرو په پارکینګ کې وشوه. د صدیقي په وینا په دې برید کې لږترلږه ۶ تنه ځای پر ځای وژل شوي دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا د وزارت ویندوی اسماعیل کهوسي وویل چې د کابل ښار بېلابېلو روغتونو ته ۴۲ ټپیان رسول شوي دي. د ده په وینا ځیني کسان یوازې د شیشو په ټوټو برسېرن ټپیان شوي دي.

د چاودنې په مهال، چې څلور بجې وشوه، مامورین تازه رخصت شوي ول او په پارکینګ کې میني بسونو ته ختل.

د عدلیې وزارت په داسي سیمه کې موقعیت لري چې شاوخوا یې زیاته ګڼه ګوڼه ده. د دې وزارت چاپېره لوړې ودانۍ او دوکانونه دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس یوه خبریال، چې د پېښې سیمې ته تللی، وايي چې د شاوخوا ګڼو ودانیو شیشې او حتي کړکۍ ماتې شوي او له دې د انتحاري حمله کوونکي په موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو قوت او زیاتوالی څرګندېږي.

په تېرو دوو اوونیو کې طالبانو د لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو دوې حملې وکړې. دغه راز یې په پلازمېنه کې یو خصوصي مېلمستون په نښه کړ چې د ۹ بهرنیانو په ګډون ۱۴ تنه پکې ووژل شول.

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه واخیست

طالبانو د عدلیې د وزارت پر کارکوونکو د حملې مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې «پر غلامو قاضیانو او څارنوالانو به نورې حملې هم وکړو.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي چې دا برید د دوی ډلې کړی او نورې حملې هم کوي.

13 total views, 1 views today

1 comment

  1. Abdulkarim Rahim Reply

    Is it not the direct result of the incorrect foreign policy designed by two amateurs? Are these amateurs not responsible for the ongoing carnage in this wretched nation? They are. It is because although they were involved in foreign policy matters in the previous regime and were familiar with the deceptive statements of Pakistan, they wrongly raised the hope of the Afghan people. They thought they were cleverer than Mr Karzai. Now in return for their trust they are witness to the death of the Afghans. They should apologise to this nation.

Leave a Reply to Abdulkarim Rahim Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *