Categories

اعلان

Loading…

شاعرانه پيغام/ پوهیالی احمد ضیا الهام

انسان د ټاکلو موخو پر بنسټ، ژوند کوي؛ که د ورځني ژوند، هدف ونه مومي؛ ښايي ډېر ژر له ژونده، لاس په سر شي؛ ځکه له ياد هدف سره، د انسان په زړه کې هيلې ټوکېږي؛ څو يې په تمه وپايي او د لاسته راوړنې لپاره يې، د ژوند تر پايه هلې ځلې وکړي.

د ټولنيز ژوند په لړ کې انسانان، په بېلابېلو برخو کې يو د بل اړتياوې بشپړوي؛ که يو د بل لاسنيوي ته يې، اړتيا نه لرلی، د يوازېتوب ژوند به يې غوره کړی ؤ؛ يو له بل سره به يې، اړيکې نه پاللې او د انسانانو له تړلي ژونده جوړه شوې، شته ټولنه به هم نه وه.

د ټولنيز بهير لاسته راوړنې، د انسانانو د خوځښت پايله ده؛ که هر انسان له خپلې وړتيا سره سم، د ټولنې د غړي په توګه، خپله دنده په رښتينې بڼه ترسره نه کړي، ژوند په ټپه درېږي؛ د بدلون او پرمخيون لپاره به ټولې ممکنه لارې وتړل شي.

د ټولنې ويښ او روښانفکره خلک، تل د ټولنې د نورو وګړو په ويښتابه کې رغنده رول لوبوي؛ په نوښتګره توګه په بېلابېلو ليکبڼو کې نغښتي رغنيز پيغامونه، د رسنيزو وسيلو په مرسته تر نورو رسوي، څو د فکري رغښت له مخې ټولنيزې پرمختيا ته لاره هواره شي.

راډيو، تلويزيون، سټېج ډرامه، چاپي توکي، له يو نه بل ته انتقال او موعظه بېلابېلې پيغام لېږدوونکې وسيلې دي؛ که پيغام د وچ استدلال، منطق او نصېحت په بڼه وي، ښايي په مخاطب ژور اغېز ونه ښندي؛ نو دا چې پيغام مو پر مخاطبانو ښه اغېز کړی وي، شعرونه، متلونه، شعارونه، کيسې او ډرامې، هغه خپرنيزې بڼې دي، چې په غېږه کې نغښتي پيغامونه يې په اغېزمنه بڼه تر نورو رسېږي او تر ډېره يې په ياد پاتې کېږي؛ د يادو خپرنيزو بڼو له ډلې غواړم، د شعري پيغام په اغېز خبرې وکړم. شعر د پيغام لېږدونې هغه خپرنيزه بڼه ده، چې د عاطفې، خيال، موسيقي، زړه راښکونکې ژبې او بڼې له مخې يې پر مخاطبانو اغېز زيات دی؛ ددې تر څنګ د شاعرانه کلام ژبه، غيرمستقيمه ده؛ نېغ په نېغه، لوڅې خبرې نه کوي؛ بلکې په شعر کې د نغښتې استعارې، کنايې او ابهام له مخې، مخاطب د شعر په غېږه کې په يو وخت څو اړخيزه ښوونيز او رغنيز پيغامونه موندلی شي؛ په کلتوري چارو کې د ولسمشر سلاکار، پياوړی ليکوال اسدالله غضنفر د (د شعر جوهر) تر سرليک لاندې ليکنه کې، د درېيو ځانګړنو پر بنسټ شاعرانه کلام راپېژني او همدا نښې د شعر نه هېرېدونکی جوهر بولي.

د ځانګړې معنی پر ځای، بېلابېل مانيز اړخونه ولري • نا اشنا وي • د ژوند له تجربو سره اړيکه ولري که په شعر کې د شاعر د زړه خبره (پيغام) ډېر لوڅ شي، بيا نو شعر له يادو ځانګړنو څخه، لومړنۍ هغه له لاسه ورکوي؛ په هنري جامه کې نغښتي پيغامونه کولای شي، د شعري کلام د بيان ژبه له لغړوالي وژغوري او مخاطب پدې اړباسي، څو له شعر نه د ځانګړې معنی پر ځای، څو معنی ګانې واخلي. که د کاغذ پر مخ سرچپه ليکنه وکړو، په هنداره کې يې انځور راسته ښکاري، خو که راسته ليکنه وکړو په هنداره کې يې انځور سرچپه ښکاري، نو شعر هم هغه هندارې ته ورته دی، چې سرچپه ليکل راسته او راسته ليکل سرچپه ښيي؛ که په شعر کې حقايق سرچپه راوړل شي، اغېز به يې مثبت وي؛ خو که د شعر هنري اړخ هېر کړو، د شعر پر تندي لوڅې لغړې اشنا خبرې، که حقيقت هم وي، په خلکو ښې نه لګېږي؛ هغوی يې هنري اړخ نه شي موندلی، يواځې نيوکيز اړخ يې ذهن ته لاره مومي، چې د نصېحت بڼه غوره کوي او مخاطب هېڅکله نه غواړي، چې خپل شعري ذوق د شاعر په نصېحت خړوبه کړي؛ نو دا ډول شعرونه ښايي د مثبت اغېز پر ځای منفي اغېز ته لاره هواره کړي. دا سمه ده، چې شعر د عاطفې، خيال او موسيقي ګډه ژبه ده؛ خو که دغه ژبه په بشپړه توګه خيالي شي، پر مخاطب يې اغېز هرو مرو را کمېږي؛ ځکه مخاطب هم هغه څه غواړي، چې د ده د ورځني ژوند يوه برخه پکې انځور شوې وي؛ که د شعر په لمن کې، ټولې هوايي خبرې وي او له ورځني ژوند سره، اړيکه ونه لري؛ شاعر به له خپل قيمتي وخت، ضايع کولو پرته بل څه نه وي کړي. که د ټولنيز ژوند د مطالعې، تجربې او مشاهدې له مخې، د شعر لپاره هم لکه د نورو رسنيزو خپرونو په څېر د خلکو له منځه د خلکو لپاره، د دوی د مثبتو غوښتنو پر بنسټ موضوعات وټاکل شي او د شعر د هنري اړخ په بشپړ حفاظت سره، ټاکلي موضوعات د شعر په هنداره کې انځور شي؛ ښايي اغېز يې تر نورو هغو ډېر وي؛ نو په همدې موخه د شعر له درېيو ځانګړنو څخه، يوه يې له ټولنيز ژوند سره اړيکه ده؛ خو بيا هم بايد له ياده ونه باسو، چې که دا اړيکه نېغ په نېغه وي؛ د شعر دوه نورې ځانګړنې، تر پوښتنې لاندې راولي؛ نو د ټولنيز ژوند انځورنه هم بايد د شعر په هنري البوم کې ډېر په هنر کېښول شي؛ ځکه جوت انځورنه، لړ پيغامونه او لوڅې خبرې د شعر هنريت ته زيان رسوي.

که د ژبې له پلوه هم شعر فصيح او بليغ نه وي يا د تأليف له اړخه کمزوری وي؛ د شعر په نيمګړتيا دلالت کوي؛ په شعر کې له پېچلو او نامأنوسه کلمو ډډه کول، د کلام فصاحت ته لاره هواروي؛ خو که د شعر پيغام او مفهوم، په اغېزمنه بڼه تر مخاطب پورې ورسېږي، دا بيا د کلام په بلاغت پورې اړه لري، چې فصاحت او بلاغت دواړه د کلام په اغېزمنتوب کې مهم رول لوبوي؛ که د ژبې د جوړښت له مخې د کلمو د تړاو ترمنځ کره ګرامري انډول وساتل شي، شعر د تأليف له کمزورۍ ژغوري.

د دې تر څنګ په شعر کې هم، لکه د نورو ليکبڼو په څېر، د مخاطب پېژندنه ډېره مهمه ده؛ که شاعر خپل مخاطب په سم ډول نه وي پېژندلی، د هغوی له ذوق سره سم شعر ليکل ناشونی کار دی؛ همدا د مخاطب پېژندنه له شاعر سره، د اغېزمن شاعرانه کلام په ليکنه کې مرسته کوي، څو د هغې په لمن کې شاعرانه پيغامونه په اغېزمنه بڼه تر مخاطبانو پورې، د فکري رغونې په موخه ورسوي؛ په دې هيله چې د هرې ليکبڼې درانه ليکوالان، د خپلو مخاطبانو له بشپړې پېژندنې وروسته؛ د هغوی مثبتو غوښتنو ته په کتو سره، د اړتيا وړ موضوعات په خپلو ليکنو کې را ونغاړي او په غېږ کې يې اغېزمن پيغامونه ورته ولېږدوي.

په ټوله ادبي مينه

3 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *