Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې په نیم ملیون هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي

خبریال: میرویس جلالزی – د افغان دولت د کوټلو سرچینو د وینا له مخې، سږ کال په ۵۰۰ زره هکټاره ځمکه باندي کوکنار کرل شوي دي.

دغه اندازه د تیر کال په پرتله زیاته ده او ورسره جوخت په کور دننه د مخدره توکو د معتادانو شمیره هم لوړه شوې ده.

د روغتیا وزارت د شمیرو له مخي نږدې درې ملیونه افغانان اوس مهال په مخدره توکو روږدي دي.

له مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت وايي چې د کوکنارو د له مینځه وړلو په برخه کې د بودجې له کمښت سره مخ دی او ګومان کیږي چې سږ کال به د کرل شویو کوکنارو حاصلات هم د تیرو کلونو په پرتله زیات وي.

څه موده دمخه د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ډلي (سیګار) هم له دغه بوټي سره د امریکا د دولت د تیرو څو کلونو مبارزه او په دغه لاره کې لګول شوي اته ملیارده امریکايي ډالر بې ګټې بللي ول.

په همدې حال کې افغان ولسمشر اشرف غني په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ویلیم برونفیلد سره په کابل کې د ملاقات پر مهال ګواښ وکړ چې کوکنار یوازي افغانستان نه بلکې سیمې او نړۍ ته سخت خطر پېښوي او پر ضد یې باید کلکه مبارزه وشي.

د افغانستان اکثریت لوړ پوړي چارواکي او اوسنی ولسمشر اشرف غني له مخدره توکو سره مبارزه یوازي د افغانانو دنده نه بلکې د ټولې نړۍ ګډ مسولیت بولي.

د افغانستان له مخدره توکو سره د مبارزه وزارت او همدا راز له مخدره توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د ادارې د تیر کال د رپوټ پر اساس په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ۵۰۰۰ ټنه مخدره توکي تولید شوي ول چې دغه اندازه په تیر ۲۰۱۴ کال کې ۶۴۰۰ ټنه وه.

په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو پراخیدل تل د افغان دولت او نړیوالو متحدینو لویه اندیښنه وه او لا هم دغه اندیښنه په خپل قوت پر ځای پاتي ده.

د مخدره توکو سره د مبارزي وزارت راپورونه ښيي چې تیر کال تر بل هر ولایت ډیر کوکنار په کندهار او هلمند کې کرل شوي ول.

د رپوټ پر اساس په هلمند کې نږدې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه باندي تیر کال کوکنار کرل شوي ول او دغه ولایت د افغانستان ۴۰ سلنه ټول مخدره توکي تولیدوي.

75 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *