Categories

اعلان

Loading…

رنځور/ سید اصغر هاشمي

انسانان به له اضدادو سره وخت تیروي، کله به روغ او کله به رنځور وي، کله خوشحاله او کله به خفه وي، چې دا یو اصل او حقیقت دی.

د انسانانو سره مریضي شته دی، دلته انسانان دوه ډوله رنځورې لري، یوجسماني او بله روحیاتي، نفسي او تحت الشعوري رنځورې ده.

د جسماني ناروغي نه روحي ناروغي څو برابره خرابه ناروغي ده، د جسم په تکلیف سره یوازې هماغه انسان درد احساسوي، خو د روحي ناروغتیا له امله ټول ولس درد احساسوي او ډېرو خلکو ته یې تکلیف رسېږي، د دې درد احساس له خپله شخص نه د ټولنې نور وګړي ډېرکوي او ټول ولس دا درد احساسوي.

بد اخلاقي یوه روحي ناروغي ده، دا هغه مرض دی، چې نن مو په ټولنې کې اوج ته رسېدلی دی.

دغه تکلیف په عام ډول د ولس په ځینو وګړو کې او په خاص ډول په ډېرو هغو خلکو کې شته، چې په لوړو مقامونو کې کار کوي، دوی د عقل او زړه مریضان دي، د دوی تداوي د ولس لپاره ډېره مهمه ده، خو ډاکټر صاحبان هم د دوی تداوي نشي کولای، ځکه چې دوی هم په دې مرض اخته دي.

د هیښتیا(تعجب)خبره داده، چې په نورې نړۍ کې په جسماني ناروغیو اخته وګړي شته، خو دلته د جسماني ناروغیو نه پرته روحي ناروغيګانې، چې یوه نمونه یې بداخلاقي ده ډېر تر سترګو کېږي.

په کومې ټولنې کې د ښوونې او روزنې کچه ټیټه وي، هلته دا دواړه مریضي ګانې ډېرې لیدل کېږي.

د ښوونې د کچې پر ټیټوالې جسمي ناروغیګانې ډېرې تر سترګو کېږي او د روزنې د کچې پر ټیټوالې روحي ناروغیګانې ډېرې وي.

د ښوونې نه روزنه ډېره مهمه ده او دلته مو د روزنې برخه ډېره پکه ده.

ځینې حیوانات دي، چې انسانانو ته زیان او تاوان رسوي او بر عکس داسې حیوانات هم شته، چې انسانانو سره مینه او محبت کوي، د لومړي ډول حیواناتونه انسانان نفرت کوي او دویم ډول سره انسانان مینه کوي.

بداخلاقه انسانانو نه ولس نفرت کوي او بااخلاقوسره مینه کوي.

د ځینو وګړو پر مرګ ولس خوشحالیږي او ځینې تر مرګ کلونه کلونه وروسته هم د خلکو په زړونو کې وي، چې دا د اخلاقوسبب دی.

دا لیکنه به ځینوته خوند نه ورکوي، خو ډېر به یې خوښه کړي، دا چې ډاکټران مریضانو ته د تداوي لپاره ترخې دواګانې ورکوي، چې صحت پیدا کړي، دوی لپاره هم دا یو نصیحت دی، که تداوي یې پرې وشي.

82 total views, 1 views today

3 comments

  1. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    Salamonah;
    Ustaz ceyd.Asgher khan Hashemy! D` bakhiny pa ghoshto sara, ka d likany Unvan de eshey voy zma pa nazar ba monaseb wo! Maninah.Dr Safi

  2. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    Salam Taand ta;
    Wabakhshiy ma makhkiniy tabserah ki likly wo: ka Ustaz Hashmy d` likny unvan pa eshey vay!.. taso d` tabsery asli ttiky na dey khpoor kirry.
    D` a`jale la kabala mi pashto fontt use nakirr. manina. dr safi

Leave a Reply to Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *