Categories

اعلان

Loading…

تاریخ د ټولو لپاره/ اسدالله غضنفر

مونږ ځینو شخصیتونو ته غونډې جوړوو، لمانځو یې، کارنامې یې ستایو، آثار و افکار یې معرفي کوو او خلکو ته وایو چې دا کسان په مونږ حق لري، د هېرېدو نه دي.

دغه لیکنې او لمانځنې درې مقصده لري: یو دا چې د حقدارو حق ادا شي ،بل دا چې الهام ورنه واخلو او دریم دا چې د تاریخ تیاره ګوټونه مو روښانه شي.

خوشحال خټک فرمایي:

ښه خو دا چې د چا نوم پکې یادېږي

په فاني دنیا به نه وي ژوندی تل څوک

وګړي چې د خیرمنو کسانو په باره کې لیکنې ولولي او د هغو د ښو ذکر واوري، د ښه کولو شوق ورپیدا شي او دغه تصور یې خوشحاله کړي چې د زور او ثروت خاوندانو ته خوشامندې اوږد عمر نه لري. په تاریخ کې د پاتېدلو امېد ځینو کسانو ته فوق العاده انرژی ورکوي. دغه کسان بې له دې چې په ثروت، قدرت یا موقت شهرت پسې وګرځي، د علم، کلتور، تمدن او انسانیت خدمت ته ملا تړي.

سید عبدالقیوم عسکر زما د پلار یو ملګری و چې څو کاله پخوا په څواتیا کلنۍ کې وفات شو. ده شاعري کوله او له تاریخ سره یې جوړه وه. د شاعرانو پخوانۍ تذکرې به یې بیا بیا لوستې او په تذکرو کې راغلي کسان به تر ژوندو ژوندي ورښکارېدل. زه چې په کندز کې د مکتب زده کوونکی وم، د خپل پلار او عسکر آغا ډېر ملاقاتونه مې یادېږي. د آغا صاحب د خبرو یوه مهمه موضوع په دغو پخوانو کتابونو کې یاد شوي کسان وو. ده ته د تذکرو اوسېدونکي له مرګه ژغورل شوي اېسېدل. له ده سره د تذکرو په منځ کې د اوسېدو ارزو وه. کابو دولس کاله پخوا چې مې عسکر آغا په کندز کې په وروستي ځل ولید، صحت یې ښه نه و، حافظه یې په ځای نه وه، اقتصاد یې تر پخوا خراب معلومېده، مګر دې شي ډاډ ورکاوه چې خپل خواره واره آثار یې په څو ویشت ټوکونو کې ترتیب کړي دي.

په تاریخ کې د ځای لرلو ارزو د تمدن له غوړېدو سره لویه مرسته کړې ده. خو ایا دا د ټولنې په ګټه ده چې په تاریخ کې یې محدود قشرونه د ځای موندلو توقع ولري که ټول اقشار؟

د فارسي یوه پخواني شاعر ویلي دي چې سکندر که دوه مصرعې جوړولای شوی، د نوم د پاتېدو لپاره یې د سد جوړولو زحمت ته ضرورت نه و. شاعر ځکه دا خبره کړې ده چې د هر کمال څښتن خپل کمال مهم بولي او څوک چې خپل کسب و هنر بې ارزښته ګڼي، ترقي پکې نه شي کولای. د لیکوالو او شاعرانو په باره کې د ډېرو لیکنو یوه وجه دا ده چې خپلو هم مسلکانو ته دوی مهم کسان ښکاري. بل علت دا دی چې دوی د آثارو څښتنان دي او خبرې ورباندې په آسانه کېدای شي. دریم دا چې له پخوا وخته یو راروان تصور یوازې د ځينو قشرونو تکړه کسان په تاریخ کې د اوسېدو جوګه ګڼي.

مونږ په دې خبر یو چې له امیرکروړ څخه د پښتو لومړی شعر راپاتې دی خو دا پوښتنه مو له ځانه نه ده کړې چې هغه څوک و چې مثلا په اول ځل یې په افغانستان کې د کیمیا درس ورکړ؟ په هیواد کې د پوهنتون لومړۍ استاده څوک وه؟ د زړه عملیات اول کوم افغان ډاکتر وکړ؟ هغه کوم وطنوال و چې په لومړي ځل یې موټر وچلاوه ؟ د ونو، بوټو او ګلونو نوي ډولونه اوله پلا چا، چا په افغانستان کې تکثیر کړل؟

د و ړم کال د جوزا په یوه ماسپښین کې چې له استاد شپون سره د شهرنو د پارک په خوا کې تېرېدم، په پارک کې یې د سطرنج کلوپ د لیدلو راته وویل. ورغلو. په سالون کې په میزونو باندې تختې ایښې وې، د مختلفو عمرونو کسان په لوبو بوخت وو. په دې ځای کې له سپین ږیري پیاده پرته بل هیچا استاد ونه پیژاند او په دې خبر نه شول چې سالون ته هغه څوک ورغلی دی چې دېرش، څلویښت کاله پخوا د افغانستان د سطرنج اتل و. که مونږ د سطرنج تاریخ لرلای، زلمو سطرنج بازانو هم شاید استاد پیژندلی وای او لا مهمه دا چې که مونږ د سطرنج تاریخ لرلای، اوسنو سطرنج بازانو به په دې تاریخ کې د ځای موندلو لپاره په لا شوق او لا زیار لوبه کولای.

زموږ په دوو ګاونډیو ملکونو ایران او پاکستان کې د تېرو سلو کلونو تاریخ ته او هم په هغه کې د مختلفو قشرونو ځایولو ته نسبتا زیاته توجه شوې ده. مثلا د نیمې پیړۍ پخوا وخت ایراني غیږ نیونکي غلامرضا تختي باندې ګڼ کتابونه لیکل شوي دي یا مثلا پاکستان د خپل سپورټ د تاریخ په باره کې کافي مواد لري.

د دې لپاره چې تاریخ مو بشپړ شي او نور اقشار هم په تاریخ کې شامل شي، پکار ده د مختلفو کسبونو، کمالونو او نوښتونو د خاوندانو د ژوند او هڅو په اړه معلومات راټول شي څو په دې ډول هغوی ډاډ حاصل کړي چې په ملي تاریخ کې ورته ځای شته .

دې هدف ته د رسېدو په لاره کې لوی خنډ دا دی چې په پخوانو تاریخونو کې مو د ټولنې د ژوند د مختلفو اړخونو په اړه ډېر کم څه پیدا کېږي. پخواني مورخ ګومان کاوه چې یوازې ځینې اقشار په تاریخ کې د یادولو جوګه دي. تاج محل د معمارۍ تلپاتې شهکار دی خو د هغه وخت مورخانو ته د دې شهکار د معمارانو معرفي کول مهم نه وو، ځکه د دغو مورخانو په نظر تاریخ د هر چا نه بلکې د خاصو کسانو کور و. مونږ تر ډېره حده پورې لا تر اوسه په دې غلط فهمۍ مبتلا یو.

د دې لپاره چې د تاریخ لمن مو پراخه شي او ټول قشرونه پکې ځان ته ځای وویني، ښه لاره دا ده چې په معاصر تاریخ باندې لا زیات تاکید وکړو. مونږ د تېرو سلو کلونو یا کم وزیات وخت د تاریخ د بشپړولو لپاره په کتابونو، اخبارونو، مجلو او اداري اسنادو سربېره په مرکو، مشاهدو، عکسونو، راډیویي ارشیفونو، شفاهي روایتونو او میداني تحقیقاتو هم ډېره تکیه کولای شو.

د دې تاریخ بله ګټه دا ده چې په جغرافیایي لحاظ له اوسني افغانستان سره تعلق لري او د ملي وحدت د احساس په پیاوړتیا کې یې برخه زیاته ده. دغه تاریخ چې له اوسني تمدن سره وصل دی، د هغو ارزښتونو په اړه ډېر څه را زده کولای شي چې په اوسنۍ زمانه کې مو پکارېږي.

4 total views, 1 views today

2 comments

  1. کشمالی Reply

    غزنپر صیب د مو ضوع په پیذا کولو کې بې جوړې دی. داسې خبرې ته یې پام شي چې ذ شیطان لا فکر ورته نه وی داسې مو ضوع را واخلی چې چې عنوان یې بیخوتده وۍ، ته به وایې چې له دې نه به خه جوړ نشي ، خو چې تر پایه یې و لولې تعجب به و کړې چې ځنګه یې له نه شي نه مهم شی جوړ کړی، بلکه دا به و منې چې مو ضوع مهمه وه، حیاتي وه او زما ځنګه تر او سه پام نه و ورته شوی. د غزنپر صیب مې دا هم خو ښیږي جې اعتدال سا تي. ډیر ښْه یا ډیر بد نه وايي ، بلګه و ایې دا ګټه با دا تاوان لري. یو بل شی چې ما دده په مقا لو کې نوټ کړی دادی چې پښتو یې روغه او روا نه اه ده. صفت دې ته شی ،اوځو ک به وایۍ دا نوخه کمال دی، په لیکنو کې یې ټا یپي غلطۍ نشته یا ما نه دي لېدلي.

  2. تور غر Reply

    زه د پښتو په لیکوالانو کې د یو څو ګوتو په شمیر
    کسانو لیکنې لولم چې یو یې غضنفر صیب دې دی ډیره ښه موضع ټاکي او بیا پرې ښه مفصل بلکې لنډ بحث کوي دومره څه چې ورته اړتیا وي ښه ژوند او روغ صحت ورته غواړم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *