Categories

اعلان

Loading…

مسلک ته ژمنتیا!/ توریالی همت

د روزګارغم خو له هرچا سره وي خو شته داسی خلک چې د ډیرې ګټې په پار یې پیسو پسې بډ وهلي مټي کله هم د خپل مسلک له مخې د ټولنې په خیر نه کاریږي .

له ښه مرغه زمونږ ټولنه له داسی ځوان استعدادونو هم خالي نه ده چې په ستړي ژوند کې د ورځنیو سختو مشکلاتو او مصروفیتونو سره دځوان نسل په ګټه او دپښتو ادب او فرهنګ بډایني لپاره خپله برخه کارنه هیروي .

د مجلې ژورنالېزم « مجله نګاری » خوږي پښتو ته ژباړل شوی هغه اثر دی چې د ژورنالېزم محصلان به یې په لوستلو ډیرڅه زده کړي .

دلغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهیالي یحیي یعقوبي تازه چاپ شوي دا کتاب مې ولوست ترې ډیرنوي څه مې زده کړل .

چاپي رسنۍ چې په هیواد کې د ژورنالېزم خواره برخه یادیږي کیدلای شي لاملونه یې په دې برخه کې د ځوانانو کمي تجربې او دمسلکي مهارتونو کمزوري وي .

مجلې چې یومهال یې دهیواد په کوټ ، کوټ کې زیات مینه وال لرل او خپریدلي به ننۍ حالت یې دفعالیت له نظره په نشت حساب شمیرل کیږي .

دمجلې ژورنالېزم هغه کتاب دی چې دژورنالېزم لارویانو او په کاربوختو ژونالیستانو ته پکې اړین مطالب شته دي .

تردې وړاندې هم د ښاغلي یحيي یعقوبي څو کتابونه چاپ او خپاره شوي چې دخپل مسلک اړوند یې د ژورنالېزم یا خبریالي په نوم کتاب خورا مهم اثر دی .

دمجلې ژورنالېزم ننګرهار کې مومند خپرندویه ټولنې په ۲۰۰۰ ټوکوکې چاپ او خپور کړی چې ټول ۶۲ مخونه لري .

ددي کتاب لیکوال پوهنیار عبدالقهار سروري دی چې په روانه پښتو ژباړه کې به یې د مجلې ژورنالېزم ارزښت ،د مجلو ایډيټران ، دمجلې تعریف ،دمجلې ډولونه ،دشلمې پیړۍ مهمې او تاریخ جوړونکې مجلې ، دمعیاري مجلې تشکیلات او جوړښت بریښنايي مجلې او داسی نور ولولئ .

نو درځئ مونږ تاسي هم دیوشمیرو نورو فعالو ځوانانو او د ښاغلي یحیي یعقوبي ددي هڅې په تعقیب

د خپل مسلک له مخې پښتو ژبي خدمت ته کار ووایو، کار وکړو هغسې کارچې دښو کتابونو په لیکلو او ژباړلو به مو نوم د تل لپاره ژوندی پاتي شي .

هو !

که مونږ هریو پخپل مسلک کې لږترلږه یو یا دوه کتابونه ولیکو او یايي وژباړو نو داکتابونه دریابونه به زمونږ د ځوان نسل سالمي روزنې ته ډیر څه په ارمغان ورکړي .

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *