Categories

اعلان

Loading…

غوره فکر، غوره راتلونکې/ پوهيالی احمدضياء الهام

فکر يو الهي نعمت دی چې په انسانانو يې پېرزوينه شوې. دې پېرزوينې ته د غېږې پرانستلو له مخې انسانان خپل سرنوشت او راتلونکی ټاکي. څرنګه چې توکي په تله تلل کېږي، دې ته ورته د فکر د ارزونې لپاره هم لکه د تلې دوه پلې شته؛ چې مثبت او منفي افکار يو له بله بېلوي. که په ټولنيز ژوند کې د انسانانو افکارو ته پام وشي، د ځينو د فکر مثبته پله او د ځينو هغو منفي پله درنه وي. د انسان شخصيت هم له فکر سره تړلی او له هغه سره موازي حرکت کوي. ډېری کسان په ټولنه کې د شخصيت جوړونې خوبونه ويني، خو د خپلو افکارو اداره يې له پامه غورځولې وي.

که څوک د خپل فکر له ادارې عاجز وي، د يوې وتلې څېرې تمه هم نه ترې کېږي. د ټولنيز ژوند هره شېبه يوه نوې تجربه ده، که فکر ورته وشي ډېر څه ترې زده کېږي او د شخصيت په ټاکلو کې رغنده رول لوبولی شي. تر ټولو نېکمرغه انسانان هغه دي چې تل د خپلو منفي افکارو په مثبت کولو فکر کوي. مخکې له دې چې په ښه فکر خبرې وشي اړينه بولم، چې د فکر پېژندنې ته هم لږ تم شم.

د ټولنيز ژوند په لړ کې د پنځه ګونو حواسو له لارې د هر يوه نوي شي د احساس، تحليل او ارزونې له بهير څخه وروسته د مثبتې يا منفي پايلې لاسته راوړنې او پرېکړې ځواک ته فکر ويل کېږي. فکر د ډلبندۍ له مخې ډېری بڼې لري، خو له هغو څخه مهمې يې په لاندې توګه دي

: – نوښتګر فکر: ددې فکر لرونکي انسانان تل د نويو لاسته راوړنو، نوښتونو او اختراعاتو په هڅه کې وي. د ژوند له عادي بهير څخه لوړ او ژور فکر کوي څو د بريا تر منزله ځانونه ورسوي.

نيوکيز او شکي فکر: د فکر دا بڼه انسانان تل هڅوي چې هر څه ته د شک په سترګه وګوري او په هغو کې د تشې موندنې لپاره فکر وکړي. دغه انسانان که څه هم د ستونزو د هواري لارې چارې نه لري، خو تل په هر څه نيوکې کوي.

راټولوونکی فکر: دا ډله انسانان د نورو انسانانو په نوښتونو او لاسته راوړنو ښه پوهېږي، ژر يې درک کوي او ټاکلې پايلې ته پکې رسېږي، خو خپله له نوښتونو، اختراعاتو او لاسته راوړنو څخه عاجز وي

ناهيلی فکر: دا د فکر هغه بڼه ده چې له مخې يې انسانان په خپل ځان باور له لاسه ورکوي او هر څه ورته ناشوني برېښي، د ورځنيو چارو له پوهاوي څخه ځان عاجز بولي او ځانته تګلوری نه شي ټاکلی

غافل فکر: ددې فکر لرونکي وګړي که څه هم پنځه ګوني حواس لري خو بيا هم هر څه ته سرسري او جزئي نظر کوي، په هر اړخيزه توګه يې نه څېړي او ځان بې پروا ساتي. که په ژوند کې هر ډول ناوړه پېښې د ده د بې پروايۍ له مخې پرې راځي ځان پړ نه بولي. د دې فکر لرونکي که له کفري ټولنه سره رېښه ولري بېلابېلې بهانې ځانته لټوي، خو که په اسلامي ټولنه پورې اړوند وي د هر څه پړه پر تقدير اچوي.

مبالغوي فکر: دا فکر انسانان له حقيقته لرې کوي او د دروغو په لومه کې يې نښلوي. ددې فکر لرونکي هره پېښه د پېښېدو له بهير سره سمه نه انعکاسوي بلکې مبالغې ته پکې لمن وهي. هر څه له خپل اصلي حالته وباسي زیاتونې او کمونې پکې کوي. له وړې تيږې غر او له لوی غره وړه تيږه جوړوي، تر دې چې د ډېرو دروغو ويلو له امله ورته خپل دروغ هم رښتيا ښکاري .

په ځان بسيا فکر: دغه وګړي ځان پالونکی فکر لري. تل هر څه په ځان پورې تړي، په بې ځايه لافو او دروغو لګيا وي، نه يواځې نور وګړي بلکې ځان هم تېر باسي او له مبالغوي فکر سره يوڅه رېښه هم لري.

هر اړخيز فکر: د دې فکر لرونکي تل په دقت سره ګام اخلي. له هرې موضوع سره چې مخ کېږي له ښه غور، څېړنې، ارزونې وروسته په حقيقت ځان پوهوي، هدف تر لاسه کوي او د مناسبې پايلې له لاسته راوړنې وروسته پرېکړه کوي، چې څه وکړي. د فکر ډولونو ته په کتو سره پرېکړه تاسو درنو لوستونکو ته پرېږدم، چې د فکر کومه بڼه غوره ده؟

که د خوځښت له مخې ټولنيز وېش ته پام وشي درې ډوله ټولنې پېژنو، چې پرمختللې، مخ پر وده او وروسته پاتې ټولنې يې نومولی شو. ټولنيز خوځښت ته وګړي لاره هواروي، يا ټولنه د پرمختګ تر لوړو پوړيو رسوي او يا يې د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي. دلته خوځښتونه هم دوه ګوښې لارې وهي، چې يو يې د مثبت او بل يې د منفي بدلون لامل ګرځي. د خوځښت ياد لاملونه چې له فکره سرچينه اخلي؛ کېدای شي د خپلو افکارو د ادارې له لارې منفي هغه ته يې په اکتسابي ډول مثبت رنګ ورکړو، څو د منفي بدلون مخه پرې ډب کړو، ټولنه د بربادۍ له کندې وژغورو او د سولې، سوکالۍ، رغونې او پرمختګ ساه پکې پوف کړو. دلته د فکري رغونې بحث را پورته کېږي، چې تر ټولو ستر مسؤليت يې د ډله ايزو رسنيو په غاړه دی. که رسنۍ د هدف له مخې ګام واخلي، ښايي ډېر ژر د ټولنې د وګړو ويده او مړه افکار په خوځښت راولي او د ټولنې روان بهير ته يې متوجه کړي، څو د ښو او بدو ترمنځ تفکيک وکړي او په روانو موضوعاتو کې د پرېکړې ځواک ورپه برخه شي. که د یوې ټولنې وګړي د ټولنې د روانو مسايلو په اړه څرګندونې ونه کړي او په هره پېښه کې ځان شريک ونه بولي، مسايلو ته حل لارې ونه مومي او خپل غوڅ دريځ په ډاګه نه کړي، ددې ټولنې د وګړو او زړې هديرې د لوېدلو قبرونو او ورستو شويو اسکلېټونو ترمنځ به ښايي ډېر توپير نه وي.

دلته د يوه فيلسوف هېز خبره را اخلم: ((څه شی دي، چې په بشر کې ژور فکرونه روزي؟ علم او پوهه نه ده، کار نه دی، د عواطفو او احساساتو هيجان هم نه دی، یواځې رنځ او تکليف دی، چې د انسان په فکر کې ژوروالی پيدا کوي او ښايي چې له همدې امله په دنيا کې غمونه او رنځونه ډېر شوي وي)).

له دې جوتېږي چې له ورځنيو ناخوالو سره له مخ کېدو سره سم د انسان فکر بايد لا هم پوخ شي او د کمال درجې ته ورسېږي، څو په راتلونکې کې د ورته ستونزو په وړاندې مخکني تدابير ولري. شوپنهار بيا وايي: ((څنګه چې انسان مطالعې ته اړتيا لري تفکر ته يې هم لري. مطالعه او تفکر د انسان په ذهن کې دوه متضاد تأثيرونه لري، چې که يو زيات شي هغه بل کمېږي. ځکه په نړۍ کې ډېر پوهان تېر شوی، خو نابغه يې نه شو بللی ځکه دوی يواځې په مطالعه بسنه کړې، هغه کسان چې نوابغ او د فکر خاوندان دي د نړۍ په کتاب يې غور کړی او د نورو په خبرو کې يې خپل فکر نه دی بايللی.))

د شوپنهار له خبرو دا په لاس راځي چې توليدي (نوښتګر) فکر ته ډېر په ارزښت قايل دی، ځکه هغه وګړي چې د چاپېريال په اړه تل هر اړخيز فکر کوي، ښايي ډېری نوښتونه او اختراع ګانې نورو ته په ميراث پرېږدي. دا چې فکري ځواک په فطرت پورې هم تړاؤ لري، خو په اکتسابي بڼه د ټولنې يا نورو ټولنو له وګړو څخه په رنګ اخيستنې وګړي کولای شي فکري رغونې ته مټې بډ وهي او د خپلې ټولنې د مخ پروده کېدو لپاره لاس په کار شي. ځينې کسان ښايي له پيدايښته په فطري توګه ښه رغنيز فکر ولري او د ورځنيو چارو د پرمخ بېولو لپاره د رغنده پرېکړو ځواک ولري، ځينې به يې ښايي په فطري توګه ډېره فکري وړتيا ونه لري، خو دا دواړه ډلې د خپل کور، سيمې، هېواد او نړۍ په کچه کولای شي د نورو انسانانو له مثبتو افکارو ګټه واخلي او په خپل ژوند کې په مثبت بدلون لاس پورې کړي. دا چې نن ورځ نړۍ د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د يوه پراخه کلي په توګه راټوله شوې، د نړۍ هېوادونه له ټولنيز، سياسي او کلتوري اړخه يو له بله مثبت ټکي اخلي او په هغو سربېره د نويو لاسته راوړنو په هڅه کې دي، څو په ټولنه کې ټول وروسته پاتې معيارونه له منځه يوسي او فکري اوښتون ته لاره هواره کړي. پاتې دې نه وي چې موږ بايد خپل فکر د احساساتو قرباني نه کړو، بلکې فکر د احساساتو پاچا کړو، څو په هر ډول شرايطو کې زموږ احساسات کابو کړي. کله چې فکر د احساساتو پاچا شي هر ډول پرمختګ ته لاره پرانيستی شي. د افغاني ټولنې د مثبت فکري اوښتون په هيله!

10 total views, 2 views today

1 comment

  1. احمد Reply

    خار چشم مشرکین، دکتر محمد مرسی!
    نویسنده : انجنیر احمد حقیار
    مظلوم ملت، مرسی رنجنیده، ز زادگاه یوسفی، ز دین محمدی، ز مذهب حنفی، ز هم قطاران یاسر، سید قطب، محمد حواش و عبدالفتاح اسمعیل، از سرزمین درخشان که منور به اسلام شده بود. مردی بر خاست تا تطبیق کننده نظام اسلامی باشد. تا در تاریخ، خط زرین بر نام وی نیز کش شود، تا در جمله فاتحان نخستین قبلهٔ مسلمانان ( بیت المقدس ) باشد و قبلهٔ اول مسلمانان را از کثافات یهودیان پاک کند.
    بعد از گذشت تحصیلات عالی خود ( سند دکترا )، در پهلوی تدریس، فعالیت سیاسی را نیز آعاز کرد که از جمله میتوان به: به دوره وکالت ،رئیس حزب آزادی و عدالت، رئیس بزرگترین متجمع اسلامی ( اخوان المسلمين )، نام برد. و از این که رب العالمين به وی استعداد عالی را در گفتار و اندیشه عطا کرده بود، اخوانی ها را عقیده بر این شد تا وی را زعیم امت مسلمهٔ انتخاب کند، اگر چه مصریان از تاریخ زشت سال های گذشته آگاه بودند و غم های گذشته خود را که همانا اعدام کردن، مفسر قرآن کریم ( سید قطب شهید )، و رهبران دیگر را فراموش نکرده بودند اما باز هم خواستند تا از دیار اسلام، و از پیرو رسول الله، برای خود زعیم تعین کند. مرسی هم خود را نامزد انتخابات کرد، مسلمین هم به پای صندوق های رای رفتند تا به زعیم ملت خود رای دهند، نتیچه انتخابات معلوم شد، مرسی رئیس جمهور شد؛ وی نخستین رئیس جمهور اسلام گرا و غیر نظامی مصر شناخته شد.
    با آنکه مدت کوتاهی وی رئیس جمهور بود؛ اما کار های شایسته را انجام داد، خواست تا آروز، چندین صد ساله امت مسمله را پوره کند؛ اما دشمنان یوم القدیم، مزدوران صلیبی، غلامان مشرک، نخواستند که دکتر محمد مرسی به راه خود ادامهٔ دهد و در پی کودتاه ننگین، پرداختند، با همکاری باداران شان، نخستین حکومت جمهوری، اسلام گرا، را سرنگون کردند، مرسی و بزرگان دیگر را به زندان انداختند تا سنت یوسفی را تازه کند.
    بعد از چند سال بند؛ مرسی و رهبران برجسته دیگر، توسط یک محکمه که بنیاد آن در اسرائیل گذاشته شده بود، رهبران اخوانی به شمول دکتر محمد مرسی، محکوم به اعدام شدند.
    فیصله که در قبال مزدوری صلیبی به میان آمده بود، فیصله جالب ز عقل بود، چون تعداد شهدا نیز توسط این محکمه، محکوم به اعدام شدند، یعنی یک شهید را دوباره شهید می کردند.
    بعد از این که زم زم های، اعدام مرسی منتشر شد، امت مسلمه در همه جهان، علیه این تصمیم واکنش نشان دادند؛ اما واکنش هیج کشور اسلامی مانند ترکیه پر رنگ، نبود در خراسان دیروزی هم واکنش های را شاید بودم، اما طوری نبود که باید میبود، رهبران فروخته شده، جهاد فروشان، دین فروشان؛ آنانیکه به خاطر قدرت حرف از حرکت های نارنجی و سبز می زدند، توهین به خود را توهین به جهاد و توهین به جهاد را توهین به دین می پنداشتند، در این حادثه چنان مجاهدین ز بطن کمونیزم خاموش اند، که گویا؛ خدواند متعال خواس پنچ گانه را از آنها گرفته اند.
    سوگند به خدا که؛ در جهالت عمیق قرار دارند و قلوب شان با کثافات امروزی آراسته شده است.
    به امید روز که سردار رئیس جمهور های کشور های اسلامی ز بند رها شود و بر حکومت مسلط شود.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *