Categories

اعلان

Loading…

مرکز دي هلمند ته ژر تر ژر په کار پوه والي معرفي کړي

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ په مرکز کي مدني فعالينو د یکشنبې په ورځ د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کي  د مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چي په هلمند کي د ولايت سرپرستي پاى ته ورسوي.

دغه بنسټ وايې چې مرکزي حکومت دي هلمند ته ژر تر ژره مدير او په کار پوه والي په رسمي ډول معرفي کړي.

په دې اړه په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز مشر فرهاد داوري زیاته کړه  “د هلمند حالت ورځ تر بلي د خرابيدو په حالت کي دی، د هلمند د سرپرست والي لخوا د هلمند ولايت حالت نسي کابو کېدای، ورځ تر بلي جګړه زياتيږي، فساد ډېريږي او د مځکو مافيا ځواکمنه کېږي “

د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز له خوا پر مرکزي دولت ږغ وسو چي ژر تر ژره نوی او په کار پوه والي معرفي کړي.

دوي دا هم وویل کچیري هلمند ته تکړه کس معرفي نسو نو مدني فعالان به یې هلمند ته د راتګ مخه ونیسي.

د هلمند د مدڼي ټولنو د همږغۍ بنسټ په داسې وخت کي د يوه په کار پوه والي غوښتنه کوي چې په دي ولايت کې دا مهال امنيتي حالت تر کابو کيدو وتلى او خلک تري زيات نا ارامه دي.

په هلمند کي د مځکو غصب او د جنايې جرمونو زياتيدا بيا هغه څه ده چې خلک تري انديښنه لري.

255 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸