Categories

اعلان

Loading…

طالب مشرانو ته افغان پاسپورټونه ورکول کېږي

تاند- د کابل رسنۍ ادعا کوي چې د افغانستان حکومت د طالبانو یو شمېر غړیو ته سیاسي پاسپورټونه ورکوي.

د دغو رسنیو له ادعا سره سم، حکومت پرېکړه کړې چې د طالبانو ۲۱۰ غړیو ته سیاسي پاسپورټ ورکړي.

د حکومت هیڅ رسمي سرچینې تراوسه پوري په دې باب په ښکاره څه نه دي ویلي. طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه عکس العمل نه دی ښکاره کړی.

ویل شوي چې کابل ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف او د دغه هیواد د پوځ د لوی درستیز د وروستي سفر په لړ کې پر دې سلا وشوه چې پکار ده د طالبانو د ځینو مشرانو نومونه د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي او سیاسي دفتر ورته پرانستل شي.

په دې موضوع د قطر په وروستي کنفرانس کې هم خبرې شوې وې.

د طالبانو اتو مشرانو د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازو سره مخامخ غیررسمي خبرې وکړې او په دې خبرو کې تر ډېره د سولې لور ته د دواړو خواوو نظرونه نژدې ښکاره شول.

ویل کېږي چې حاضردمه د طالبانو ۱۸۰ مشران پاکستاني پاسپورټونه استعمالوي خو د افغانستان حکومت به د دوی پاکستاني پاسپورټونه په افغان هغو وربدل کړي.

ویل شوي چې ۲۱۰ طالبان د خپل هیواد پاسپورټ ته اړتیا لري.

358 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2