Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، په پېښور کې یې نژدې ۱۰ زره افغانان نیولي دي

تاند- د پاکستان حکومت وايي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې یې ۴۶۳۴ مشکوک او ۴۶۹۵ ناراجستر شوي افغانان نیولي او د افغانانو د نیولو لپاره یې تر ۱۳۸ زیاتې چاپې اچولي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د تېر کال د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته د افغانانو پر خلاف اقدامات تېز کړل، په زرګونو یې ونیول او په لسګونو زره نور یې اړ ایستل چې افغانستان ته راواوړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانانو پر ضد سختي تر یوه حده لږه شوې وه خو داسي ښکاري چې یو ځل بیا د افغان مهاجرو ځورول پیل شوي وي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي، د جنورۍ له لومړۍ څخه د مې تر پنځمې پوري په پېښور کې ۱۷۵ ملا امامان د پاکستان له خاورې شړل شوي، ۴۲ د کرکې د خپرولو په خاطر نیول شوي او ۲۳۸ نور د جومات له لوډسپېکر څخه د سواستفادې په خاطر له جوماتو راټول کړای شوي دي.

ورځپاڼه وايي دا عملیات چې (NAP) نومېږي په ټول پاکستان کې روان دي خو د پېښور عملیات تر نورو ځایونو سخت او جدي دي ځکه چې په لړ کې یې ډېر مشکوک کسان نیول شوي دي.

ویل شوي چې د افغانانو پر ضد دا ډول عملیات په وروستیو څو ورځو کې د پېښور په صدر، حیات اباد، نوتیه او د ښار په لمنو کې شوي دي.

334 total views, 1 views today

2 comments

  1. ګهیځ Reply

    لږ شرم د وکړي افغانان د خپل هیواد ته بیرته راشي د بی عزتی او بی غرتۍ ژوند په پاکستان کې تیروي، ځینې خو تر دې حده بی غیرته او بی حثتیه دي چې پیسې دلته په افغانستان کې ګټي او بیا یی هلته پاکستان کې مصرفوي ځکه چې فامیل یې لا هلته دۍ (قوټ قوټ دې دلته او هګۍ د هلته) او لا ددې دپاسه بې آبرو او بې عزته کیږي هم… او دا ځینې لا بی ځایه دلیل وایی چې دلته امکانات نشته، ولې بی غیرتو هیر مو شول چې کله په جنګونو کې پاکستان ته مهاجر کیدلو نو هلته امکانات ول ؟ شپې او ورځې مو په خیمو او کمپونو کې تیرې نکړۍ ؟ خو انسان د وخت په تیریدو ځان ته امکانات جوړوي او عادت کیږي… او بل دا چې د همدغو افغانانو په لاس یې افغانستان بې ثباته کړۍ او وینه یې تویږي د هر افغان که دا تبصره مو لوستلې وي او لږ هم غیرت لرۍ نو خپل فامیل راولۍ او خپل وطن کې اوسیږۍ او که نه نو بیا انتظار وکړۍ چې کله به تاسې بې آبرو کوي دا پاکستاني پولیس او ملایان

  2. Shir khan Reply

    ګهیځ وروره ریشتیا د ویلی که ریشتیا ځان له افغان وای نو رادشی خپل وطن ته او کنه بیا د ځان ورته ټینګ کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2