Categories

اعلان

Loading…

د کمپیوټر او انلاین زدکړو ۵ مرکزونو په فعالیت پیل وکړ

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ادارې په ۵ بېلابېلو ښوونځیو کې د انلاین او کمپیوټر زدکړو ۵ مرکزونو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په فعالیت پیل وکړ.

په جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت سلاکار ښاغلي محمودي، د دغه وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس،د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس او یو شمېر نورو ګډون کړی وو.

د پوهنې وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس احمدشاه وویل وزارت یې له د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزرات سره هر کال د ۲ سوو کمپيوټر مرکزونو د پرانستلو تړون لاسلیک کړی دی .

هغه زیاته کړه، د دغه تړون له مخې به د کمپیوټرو یاد مرکزونه په انټرنیټ سمبال وي او پر یو مهال به د کلیوالي سیمو زده کوونکي وکولای شي،چې له مرکز څخه انلاین زدکړي ترلاسه کړي .

ده وویل په دغه مرکزونو کې به د اوم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د پوهنې وزارت نصاب هم ځای پر ځای شي،چې زده کوونکي به وکولای شي،له دغه نصاب څخه په انځوریزه بڼه استفاده وکړي .

د پوهنې وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس  په وینا له کابل وروسته یې د انلاین زدکړو لړۍ په میدان وردګو ولایت کې پیل کړې او د سږکال په ترڅ کې به ۱۵۰ نور مرکزونه هم په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ کړي .

د میدان وردګو د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق د خپلو خبرو پر مهال  په دغه ولایت کې زده کوونکو ته د انلاین زدکړو د سهولتونو برابرول یو ګټور ګام وباله .

ده وویل له دوی سره د ۲۵۰ کمپیوټرونو مرسته شوي،چې په هر مرکز کې به ۵۰ پایې کمپیوټرونه له انټرنیټ سره ونښلول شي او  له نورو اړېنو توکو سره به  ځای پر ځای شي،چې هره ورځ به ترې ترې ۲ سوه زده کوونکي ګټه واخلي .

نوموړی غوښتنه وکړه،چې دغه لړۍ دې د دې ولایت ټولو ښوونځیو ته وغځول شي،ترڅو د دې ولایت ټول زده کوونکي له یادو زدکړو څخه برخمن شي .

د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو رئیس غزني ګل ځاځي بیا د پوهنې وزارت څخه مننه وکړه،چې میدان وردګو ولایت کې یې د کمپیوټر او انلاین زدکړو زمینه زده کوونکو ته برابره کړه .

هغه د پوهنې ریاست ته دنده وسپارله،چې له مرسته شویو کمپیوټرونو څخه په ښه توګه د استفادې ترڅنګ ساتنه هم وکړي.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

334 total views, no views today

1 comment

  1. helal Reply

    داخو یو نیک ګام دی چی د ښووني په برخه کی پورته شوی خو خدای د وکړي چی په رښتېنی ډول سره همداسی سلسله روانه شی چی زمونږ دولایت زده کړیالي هم دنورو سره سیالی وکولی شی، زه پخپله هم پدی ولایت یواوسیدونکي یم ، په تأسف سره ویلي شم چی د کمپیوتر لیبونه شته خو یوازی استادان ترې ګټه اخلی نور نو هسی په نوم د زده کړیالیو جوړشوي دي

    که رښتیا همداسی وی زه به فی سبیل الله د خپلو وروڼوسره د زده کړی آن لاین مرستی لپاره تیار شم که څوک اجازه راکړی، دبهر څخه د لسانس ترحده په کمپیوتر ساینس کی زدکړی لرم زه تیار یم چی زیاتی مرستی ورسره وکوم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸