Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان او پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان دي

خبریال: میرویس جلالزی – سره له دچې د امریکا جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي خو لا هم د دغه هیواد له لوري د دیورنډ کرښي دواړو غاړو ته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه روان دي.

رپوټونه وايي چې د امریکا پوځ په اوس وخت کې پلان نه لري دغه بریدونه ودروي.

په یوه تازه حمله کې چې پرون په ختیځ ولایت ننګرهار کې وشوه، نږدې ۴۵ تنه چې ویل شوي طالبان دي له مینځه وړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې د امریکايي ځواکونو د پرون ورځي په بریدونو کې د ننګرهار ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې ۴۵ تنه وژل شوي چې دوه تنه پکې د طالبانو قوماندانان دي.

حکومت د وژل شویو قوماندانانو نومونه میا صاحب او قوماندان عبدالله ښولي دي.

د امریکا د بي پیلوټه الوتکو بریدونه تر ډیره د افغانستان د خاورې په ختیځو برخو کې ترسره کیږي.

کونړ، ننګرهار او نورستان هغه ولایتونه دي چې پکې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت او د دغه هیواد د ملي امنیت اداره وايي دا بریدونه نه یوازي د ډیورنډ دغې غاړي ته بلکې د پاکستان په خاوره کې هم تر اوسه پوري روان دي.

شمالي او جنوبي وزیرستانونه هغه سیمې دي چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه پکې د بي پیلوټه الوتکو ۸ بریدونه شوي دي.

د تحقیقاتي ژورنالیزم د یوې ادارې د راپور له مخي په دغو بریدونو کې له ۴۵ تر ۷۰ تنه وژل شوي دي.

11 total views, 3 views today

1 comment

  1. خالده خالد Reply

    څوک څه خبر چه په دې بمبارۍ کې څومر ه عادي خلک وژل شوي دي۰
    څه عصري،عصري دنیا شوه ـــــــــــ ژونـدن ټـول فزیک،کیمیا شوه
    انـټرنـیـټ مې جـــاوسوسي کا ـــــــــــ یــس وي سکـيـن راته بلا شوه
    پـه مـا تـل تـجـربـې کــیــږي ـــــــــــ ګــوانـتـنـمــو خـونـــه زما شوه
    بــریــالـئ ومـــه پـــه تــــوره ـــــــــــ نـن درونـن مـې پـه هــوا شوه
    خــلک نـن لمر ته په ختـو دي ــــــــــ خـو زمـا تــــل ابــتـــــــدا شوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *