Categories

اعلان

Loading…

د ژوند رښتیا!/ نورمحمد ثاقب

کله چې مهاجرین وو، د نړیوالې ټولنې په مرسته د کوربه هیواد له خوا د ژوند لومړنۍ اړتیاوې (سوله، امن، سرپناه، بریښنا ، ….) راته برابرې شوي وې. خو یو شی، چې ډیر یې کړولو؛ هیواد مو خپل نه وو. دا به ډیر تکراریدل، چې: “ پریږده یې! تېر شه ځينې؛ پردی وطن دی.” ان که ماشومانو به مو په شاړو ځمکو کې د لوبو لپاره ډګر هم تیارولو نو دا به ویل کیدل: “پریږده یې! تېر شه ځينې؛ پردی وطن دی.” فکر مو کاوه، چې خپل هیواد (افغانستان) کې به امن، سوله، سرپناه، تعلیم، سړکونه، بریښنا او مناسبه غذا ولرو؛ سربېره پر دې، هر څه به په خپلواکۍ سره کولای شو. د “پریږده یې! تېر شه ځينې، پردی وطن دی”؛ پر ځای به داسې ویل کیږي، چې: “ کار وکړه! ښه محکم یې جوړوه، خپل وطن دی، چې آباد شي. “

له مهاجرته راستون شوی یم، په خپل هیواد (افغانستان) کې ژوند کوم. کلی مو د ولایت له ښاره اوولس کیلو متره او د ولسولۍ له مرکزه څلور کیلومتره پر واټن پروت دی. د مني مازدیګر وو د ملګري د واده په خدمت کې ټوله ورځ ستړی شوی وم. له واده نه کور ته په سراچه موټر کې خوشاله روان وم. غوښتل مې، چې خپلو ماشومانو ته د پلاني د واده ورځې ټوله کیسه د کیسۍ په نوبت کې وکړم او استراحت به هم وکړم. پر لاره له خپل کوره ۵۰۰ متره لېرې، په ناڅاپي توګه څلور تنه مخ پټي وسلوال د جوارو له پټي راووتل او مخې ته مې ودریدل، وايي، چې: “ښکته شه!! په مرمۍ دې ولم!! ښکته شه!! وژنم دې!! کیلي راکړه!! وژنم دې”.

زما ځواب: “ څه خبره ده!! تاسو څوک یئ!! ما ولې وهئ!! څه مې کړي!! مه مې وهئ!! ښه ښه سمه ده. مه مې وهه!! دا دی کیلي در واخله!” نور نو پر ځان پوه نه شوم. یو څو شیبې وروسته پر هوش راغلم او ګورم، چې یو شمیر کلیوال مې سر ته ولاړ دي؛ پوښتنه رانه کوي: “ دا څوک وو؟ څه کار یې درسره درلود؟ موټر یې درنه وتښتوه؟؛ که چې غله وو؟”. همداسې وه غله وو، نه مې پېژندل. نو هغه وه، چې ماشومانو ته د کیسۍ د لوستلو نوبت مې په روغتون کې پر درملنه تېر شو.

وطن مو خپل دی؛ یو افغانان یو،کولای شوو چې د هیوادوالو د ازار پر ځای، د ښېرازۍ په موخه د هیواد د آبادولو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ګډکار وکړو ځکه چې خپل هیواد د انسان هغه خاوره ده، چې دی په کې تل د آزادۍ او سوکالۍ احساس کوي. هیواد د لومړني کور په څېر وي، هیڅ ډول ویره او ترس نه پکې محسوس کیږي. لکه د مور غېږه، چې ماشوم یې د هر ډول خطر څخه خوندي ځای ګڼي؛ هیوادوال لکه وروڼه او خویندې داسې وي، ډیری کلتوري او فرهنګي ارزښتونه یې سره شریک وي، ان دا چې طبعي ځانګړتیاوې یې سره ورته وي. په زړونو سره ښه لګیږي، غم او خوشالي یې سره شریکه وي، ګټه او تاون یې یو وي، د ښېرازۍ سرچینې (د هیواد طبعي سرچینې) یې سره ګډې او مساویانه وي. په لنډو، یو هیوادوال د بل هیوادوال د خوښۍ سبب ګرځي؛ نه دې زورونې.

پای

۱۳۹۴ غويي ۲۵

244 total views, 2 views today

1 comment

  1. Amirullah Faizi Reply

    د یاتیم زوی! \امیرالله فیضی
    زوی! مورجانی قالم او کتابچه نه لرم
    مور: زویه درته اخلم یی خو یو څو ورځی صبروکړه
    زوی: مورجانی ښوونکی رانه هره ورځ دکورنی دندي پوښتنه کوی خو زه قالم اوکتابچه نه لرم
    مور:زویه لږصبروکړه یو څودانی هګی دنوره هم زیاتی شی بیا به یی درته وپلورم او هرځه به درته واخلم
    زوی:ښه مورجانی زه نن ورځ ښوونځی ته ځم ـ لړم دخدای په امان !
    مور:زویه خدای دمل شه اولوی شی!
    زوی (اخمدجان) ښوونځی ته لاړو دخپلو همصنفیانو سره یوځای په ټولګی کی کیناست
    همصنفی: ای اخمده ستا کالی خوډیرخیرن اوته هم چټل یی ولی پلارنه لری چی جامی درته واخلی؟
    زوی اخمدجان: نه پلارمی تیرکال په ښارکی په یوه چودنه کی شهید شوخومورجانی رته ویلی دی چی هرڅه به درته اخلم .
    ښوونکی: غوږشي ! په نوبت نوبت خپلی کورنی دندي راوړی چی ویی ګورم ټولوهمصنفیانو کورنی دندي راوړی اوښوونکی وکتلی داخمدجان نوبت شوخو اخمدجان خپله کورنی دنده نه درلوده ښوونکی ورته په عوصه شو وویل:ولي؟
    اخمدجان: ښوونکی صاحب قالم اوکتابچه نه لرم خومورجانی رته ویلی دی چی درته اخلم یی
    ښوونکی: ځه ځه له صنفه ووځه کله چی کتابچه اوقالم ولری نوبیا راشه
    ټولو همصنفیانو په اخمدجان پوری وخندل اواخمدجان کورته راغلو او مورته یی وویل: ولی مورجانی زما پلارمړکیدو او ولی زه بی پلاره شوم؟
    مور: زویه ټول څه د خدای(ج) سره دی او خدای(ج) مهرابان دی هغی بلی چرګی هم نن ورځ هګی کړی که خدای(ج) کول نو په څوورځو کی به هګي زیاتی شی نوبیا به یی وپلورم او هرڅه به درته واخلم
    زوی: ښه موری زه وږی یم لږڅه راکه چی ویی خورم
    مور: ښه زویه دغه څه بیګاه پاتی وو د غه وخوره
    زوی: وی!وی! موری موړ نه شوم
    مور:خیردی زویه تربیګاه پوری صبر وکړه نو له ګاونډیانوڅخه به څه دخوراک لپاره درته راوړم
    مور:وخ!وخ! زویه په سر می درد شو
    زوی: ښه موری لاړم چی ډاکټرراولم ،اخمدجان لاړو چی د خپلی مورلپاره ډاکټر راولی
    ډاکټر: ځه ځه ووځه ته غریب او بی پلاره زوی یی که چیری تاته دوا درکړم نو څوک به ماته دهغی قیمت راکړی؟
    زوی: هی ډاکټرصاحب خدای ته وګوره مور می ناروغه ده مهربانی وکړه کومک راسره وکړه هغه څو دانی هګي لری هغه به درکړم د دوا په بدل کی.
    ډاکټر: سمه ده ـ ډاکټرداخمد مورجانی ته دوا ورکړه اوهغی ټولی شوی هګي د دوا په بدل کی واخیستی د ورځی او شپی په تیریدو سره داخمد مورجانه روغه شوه او سهار شو
    مور: زویه خیر دی د یو څو ورځو لپاره ښوونځی ته مه ځه کله چی نوره هګي راټولی کړم نو بیا به په پلورلو تاته هرڅه واخلم ـ خو دیو څو ورځو پاتی کیدل له ښوونځی د هغی امتیحانونه هم خلاص شول اخمدجان ناکام شو خو د څه مودی په تیریدوسره داخمدجان کورنی دغی ته اړ شوه چی اخمدجان په ماشومتوب کی کاروکړی ترڅو د خپلی مورجانی لپاره یوه خوله ډوډی پیدا کړی اوخپل استیداد د خاوروسره تل خاوری کړی اوهغه ناپوه ،بی تعلیمه ، جنګیالی او دټولنی لپاره نه هیلی درلودونکی شی او هغه ټولنه ورورسته پاتی شی .
    داخمدجان غږ:
    ۱ـ ایه زه انسان نه یم ؟
    ۲- ایه زه دئژوند کولوخق نه لرم ؟
    ۳- ایه زه باید بی علمه پاتی شم ؟
    ۴- ایه زه د سولیز د ژوند کولو خق نه لرم ؟
    ۵- ایه زه باید له هغی څه پاتی شم چی ماته خدای(ج) طبعی پیداکړی دی ؟
    ۶- ایه زه خق نه لرم چی د خپلی ټولنی لپاره سالم پاتی شم ؟
    ۷- ایه زه هغه څوک یم چی تل می وځوره وی ؟
    ۸- نو که خق لرم نو ولی ولی ولی ؟
    پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸