Categories

اعلان

Loading…

اطلاعات او کلتور رياست هلمند کې د کتاب لوستلو اونۍ ولمانځله

د کلتور رياست ځايي چارواکي وايي، په دولتي کتابتون کې زرګونه کتابونه لري، دوی وايي د کتاب لوستلو له اونۍ يې موخه له لوست سره د ځوانانو اشنا کول دي.

پر همدې مهال ځينو فرهنګپالو د کلتور رياست له دغه ګام هر کلی وکړ او د ورته اقداماتو د ډېرولو غوښتنه يې وکړه.

بصيرالحق عادل

د کتاب لوستلو اونۍ چې د هلمند د اطلاعات او کلتور رياست په نوښت ولمانځل شوه، يو ورځنی کتابيز نندارتون هم پکې جوړ شوی و.

د اطلاعات او کلتور رئيس عليشاه مظلوميار رسنيو ته وويل: دا مهال په دولتي کتابتون کې ۴۵۷۰ بېلابېل اسلامي، ادبي، کلتوري، سياسي، ټولنيز او نورو برخو کې کتابونه لري.

نوموړي ډېره کړه په راتلونکي کې دې ورته د نورو بېلابېلو پرواګرمونو د جوړولو تکل هم لري.

د هلمند د کلتور رياست مرستيال فريد احمد فرهنګ وويل: د کتاب لوستلو له اونۍ جوړولو يې موخه د ځايي ځوانانو د مطالعې له دود سره اشنا کول دي.

نوموړي ډېره کړه هلمند کې به د مطالعې رواجولو ته وده ورکړي.

boooد هلمند يو شمېر فرهنګيان چې د کتاب لوستلو اونۍ پرانيستنې ته راغلي و، د کلتور رياست د ياد ګام تود هر کلی وکړ.

ليکوال او شاعر سردار محمد همدرد، ليکوال او فرهنګپال بريالي هلمند د کتاب لوستلو اونۍ د کلتور رياست هغه مثبت ګام وباله چې سيمه کې ستره اړتيا ورته ليدل کيږي.

دوی سره له دې چې د هلمند د کلتور رياست څخه د ورته پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه د سيمې پر ځوانانو يې غږ وکړ چې د مطالعې کولو ته دې مخه کړي او دغه دود دې پياوړی کړي.

دغه راز دوی هلمند کې د لوی کتابتون د نشتون ستونزه هم ياده کړه.

د نړۍ جال رواجېدل او د ټولنيزو رسنيو رامنځته کېدل په افغاني ټولنه کې هغه څه دي چې ځوانان يې له مطالعې او کتاب لوستلو ليرې کړي دي.

يو شمېر ليکوال او ژبپوهان دا اندېښنه هم لري چې د انټرنټ او ټولنيزو رسنيو ډېرېدل به د کتاب لوستلو دود کم کړي، خو يو شمېر کار پوهان بيا دا خبره نه مني.

که څه هم خلک هلمند کې د اطلاعات او کلتور رياست کارونه چټک نه بولي خو دغه ډول پروګرامونه يې د ځوانانو پام ور اړوي.

180 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸