Categories

اعلان

Loading…

د کابل په حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۸ ژوبل دي

تاند- د کابل د هوايي ډګر د تلاشۍ په دروازه کې د نن سهار په موټربمي حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي.

د کابل د پولیسو ویندوی عبدالله کریمي وویل چې په وژل شویو کې دوې ښځې شاملې دي.

د ده په وینا په اتلس تنو ټپیانو کې ۳ ماشومان او ۸ ښځې دي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نجیب دانش وویل چې د برید هدف د بهرنیو ځواکونو کاروان و خو اکثره مرګ ژوبله یې ملکي افغانانو ته اړولې ده.

ده وویل چې حمله کوونکي له یوه تویوتا کرولا موټره کار اخیستی.

برید د هوايي ډګر له دخولي دروازې شاوخوا ۲۰۰ متره لېري شوی دی.

شاهدان وايي چې د ملکیانو ټپیان یې ولیدل چې خلکو او امنیتي ځواکونو روغتون ته رسول.

یوه دوکاندار فریدون خان وویل چې د انتحاري موټر یې د بهرنیانو پر کاروان د حملې په حال کې ولید.

ده وویل:«ما درې مړي ولیدل، یو یې ماشوم او دوې نورې ښځې وې.»

نورو شاهدانو ویلي چې په دې برید کې درې موټرونه زیانمن شوي چې دوه یې د ملکیانو او یو د بهرنیانو و.

ټول راپورونه وايي چې ممکن د مرګ ژوبلو شمېر تر دې واوړي.

دا په وروستیو څو ورځو کې په کابل کې پنځمه حمله ده. تر ټولو خونړۍ تېره اوونۍ په کلوله پُشته سیمه کې پر پارک پلس مېلمستون وه چې د ۹ بهرنیانو په شمول ۱۴ تنه پکې ووژل شول.

217 total views, 1 views today

1 comment

  1. Shirshah Reply

    I really do not understand how people can like this news. Its about killing the innocent people including women and kinds. It seems that by now 40 people liket this. Its really shamefull that we like the killing of our innocent people. If its true then what is difference between us and the Talib. Are these 40 persnos that have liket this news really human being???

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸