Categories

اعلان

Loading…

د کابل هوايي ډګر ته نژدې چاودنه وشوه

تاند- د کابل هوايي ډګر ته نژدې د هواپېژندنې په واټ کې نن سهار چاودنه وشوه.

لومړني راپورونه وايي چې دا چاودنه د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې وشوه.

تراوسه پوري د دې پېښې په وجه د مرګ ژوبلو دقیق راپور نشته خو ځیني شاهدان وايي چې د چاودنې په ځای کې یې وینې لیدلي دي.

ویل کېږي چې د هواپېژندنې له واټه بهرني پوځیان هوايي ډګر ته د تګ راتګ لپاره کار اخلي. خو ځینې نورې سرچینې وايي چې چاودنه د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په خوله کې شوې ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو پوځیانو  د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پوري څه نه دي ویلي. خو د پولیسو یوې سرچینې تاند ته وویل چې دا  موټربمي حمله وه او هدف یې د ناټو ځواکونه ول. سرچینې د تلفاتو په اړه بې خبرې څرګنده کړه.

دا په شاوخوا ۱۲ ساعتونو کې په کابل کې دوهمه چاودنه ده.

تېر ماښام اووه بجې په کابل پوهنتون کې چاودنې د پوهنتون دوه استادان ژوبل کړل.

58 total views, 3 views today

1 comment

  1. غریز الرحمن مومند Reply

    په ډیری بخښنی سره دکابل هوایی میدان دحامد کرزی نړیوال هوای میدان په نامه نومول شوی نوباید ژورنالیستیکی اصول مراعات او په اصلی نوم ذکرشی په درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *