Categories

اعلان

Loading…

د کیسو کیسې: د پاکېزې ارزو کیسه/ ایمل پسرلی

د پاکیزې ارزو له کیسو سره بلد نه یم. دا مې لومړنی ځل و چې کیسه یې لولم. په دې حساب نه یم خبر چې له کله یې لیکي او څومره یې لیکلي. (خدایه د هیچا مور مړه مه کړې) د اغلې ارزو  له نورو کیسو سره پرتله کولای هم نه شم.  داسې به وانګېرم چې تل یې لیکي او لا به یې پسې لیکي.

دا کیسه یې راته وايي چې د کیسه لیکنې له چلونو سره تر ډېره ځایه بلده ده یا په ډیرو تخنیکونو پوهیږي. ژبه یې داستاني ده، ځینې خوندورې او انځورګرې جملې لري. یو ځای لیکي:

((حاجي نواب خپلې پلنې وږې سیده کړې نری وټوخیده.))

دا جمله د کیسې د اصلي څیرې حاجي په باب هغه وخت لیکل شوې چې د ده ستاینه شوې، غرور او خوښي یې په رګونو کې په څپو ده. لوستونکي ته د اغلې ارزو دغه جمله ښه تصویر ورکوي.

یو بل ځای د نانځکو یادونه کوي او بیا رښتینی انسان داسې بیانوي: د غوښو جوړ انسان

له پلاستيکي نانځکو رښتیني انسان ته تر دې په ښه ډول اوښتل ممکن نه و که وي نو دومره خوندور به نه وي.

پاکېزه ارزو د صحنو په جوړولو یا انځورولو کې هم ښه ده. د کیسې په پیل کې د کالیزې او مېلمستیا ښه انځور کاږي. خو زموږ د ډيرو کیسو غوندې په دې کیسه کې هم لیکواله د ځینو برخو د انځور پر ځای هغه راته وايي. یو ځای لیکي:

(د حاجي نواب خان د شاندارې درې پوړې بنګلې اوږده سالونونه په غالیو پټ او په انتیکو شیانو سینګار شوي و)

شانداره صفت دی د ښې کیسې کمال دا دی چې دغه قضاوت لوستونکی وکړي او لیکوال یې داسې راته انځور کړي چې لوستونکی خپله ووايي چې شانداره ودانۍ ده.  په انتیکو شیانو سینګار هم ښايي د هغو پر یادولو لا خوندوره شوې وای. د بېلګې په ډول: د زینو په سر کې د وړې کړکۍ په طاقچه کې د مرمرو زمری ايښی و، خوله یې خلاصه وه، لکه وږی چې وي مړېده نه لري.

دا جمله به نه یوازې د انتیکو شیانو تصور راکړي بلکې له کیسې سره به نوره مرسته هم وکړي. دا زمری به د حاجي سمبولیکه بڼه وي چې مړېده نه لري.

د اغلې ارزو په کیسه کې زموږ د ډیرو نورو کیسو غوندې ځینې معلومات په نا طبعیي ډول راتپل کيږي.

یو ځای لولو:

((که خدای کول دا ځل به ټول سیالان مات کړم تر ټولو لوی سرمایه دار به یم، نوی نوی مارکیټ به  جوړ کړم))

دا د کیسې د اصلي کرکتر حاجي له خولې ویل شوې خبرې دي. لیکواله غواړي راته ووایي چې حاجی مړېده نه لري، د ده د لا منفي ښوولو هڅه شوې چې د کیسې لپاره بې ګټې او مصنوعي ده. په رښتيني ژوند کې څوک دا ډول خبره نه کوي، په تېره بیا د حاجي غوندې کریکتر، چې په دې کیسه کې را پيژندل شوی باید دا خبرې پټې له ځان سره وساتي. اصلا د دغې جملې لیکلو ته اړتیا نه وه لوستونکی خپله پوهیږي چې حاجي څه غواړي.

یو بل ځای: ((خوب دې را پوره کړ قاچاقي مال دې راوساوه))

لیکواله غواړي وپوهیږو چې سړی قاچاقي مال کاروي. ښايي هدف دا وي چې د دغه کریکتر منفي اړخ راته لا روښانه کړي خو په کیسه کې د ده منفي ښوول په کار نه دي. کیسه باید خپله لوستونکی دې نتیجې ته ورسوي چې سړی څرنګه دی؟  د دغې جملې بله ستونزه دا ده چې هیڅوک خپل منفي کار ښکاره نه یادوي. حاجي ولې ووايي چې قاچاقي مال؟ ایا یوازې مال د ده او مقابل لورې ترمنځ خبره نه رسوي؟

د خیرات غوښونکې نجلۍ عمر هم  د لیکوالې هڅه ده چې د حاجي له لمسۍ سره یې پرتله کړو. د کیسې راوي څه پوه شوه چې خیرات غوښتونکې اته کلنه ده؟ ایا په تندي یې لیکلي دي؟ زما لور اته کلنه ده، لس کلنې او شپږ کلنې که ووینم نه پوهېږم چې اته به وي که وړې یا لویې.

د خیرات غوښتونکې نجلۍ له خوا د سلګون لوټ غورځول له عقله وتلې خبره ده. لیکواله هڅه کوي چې د نجلۍ غیرت را وښيي خو داسې څه یې تر دې وړاندې نه دې راته ویلي چې د هغې پر غیرت مې باوري کړي. که هغې پیسې ساتلې وای یا یې غورځولې وای پر کیسې یې اغیز نه درلود. کیسه د دې نجلۍ نه ده بلکې د حاجي ده چې قاچاقي مال کاروي، ډیره سرمایه لري، سخي هم دی خو داسې سخاوت چې د مقابل لورې زړه پرې خوري.

د داستان نوم اوږد دی . له اصلي کیسې سره کومه مرسته نه کوي. ښایي ( عذاب) ورته ښه نوم وای.  د حاجي عذاب، د خیر غوښتونکې عذاب، د خېټې عذاب او له نورو سره د سیالۍ عذاب.  دا نوم به له لوستونکي سره د کیسې په پوهېدا کې هم مرسته وکړي

555 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸