Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په پکتیا ډېری برمته کړي کسان خوشي کړل

تاند- د پکتیا امنیتي چارواکي وايي د نن سهار له برمته شویو کسانو څخه یې اکثر بېرته راخوشې کړي دي.

د دغه ولایت امنیه قومندان زلمي اوریاخیل وویل د سیدکرم په بډم کنده سیمه کې نن سهار وسله والو مخالفانو له دوولسو موټرو څخه سورلۍ ښکته کړې خو د دوی د هڅو په نتیجه کې اکثر دا کسان بېرته راخوشې شول.

د سیمې اوسیدونکي د پکتیا د امنیې قومندان خبرې ردوي او وايي چې د دغو کسانو د راخوشې کولو لپاره تر اوسه هیڅ هڅه نه ده شوې.

وسله والو طالبانو ویلي چې په برمته کړیو کسانو کې یې اته حکومتي چارواکي هم نیولي خو پاتې عام خلک به خوشې کړي.

ویل شوي چې طالبانو شاوخوا پنځوس تنه، چې د هغو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل ول، وتښتول.

تر دې مخکې وسله والو سختدریځو په زابل کې ۳۱ هزاره مسافر وتښتول او د هغو د خوشي کېدو په بدل کې یې د ازبکستاني بندیانو غوښتنه وکړه. داسي ښکاري چې طالبانو ته دا تاکتیک ګټور ښکاره شوی او غواړي چې د عامو خلکو د تښتولو په وسیله خپل نور بندیان خلاص کړي.

66 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *