Categories

اعلان

Loading…

هلمند کې يوې سيمه ييزې راډيو ته لسګونه جلده کتابونه ډالۍ شول

دغه کتابونه د هلمند مدني ټولنې د مشر لخوا د غږ راډيو کتابتون ته د فرهنګي غنا په موخه ډالۍ شول.

پر همدې محال سردار محمد همدرد پر سيمه ييزو راډيو ګانو غږ وکړ چې د سنديريزو او تفريحي خپرونو پر ځای دې علمي، پوهنيزې او اسلامي خپرونې ډېرې کړي.

بصيرالحق عادل

څه د پاسه سل جلده چې پکې اسلامي، فرهنګي، کلتوري، سياسي، تجارتي، مالوماتي، سپورتي او د ژورنالېزم د ډګر بېلابېل کتابونه شامل و، نن شنبه د هلمند مدني ټولنې د مشر سردار محمد همدرد لخوا په هلمند کې د غږ راډيو کتابتون ته ډالۍ شول.

پر همدې مهال سردار محمد همدرد انتخاب ويب پاڼې ته وويل: موخه يې د دغه کار څخه فرهنګي غنا او په سيمه ييزو راډيو ګانو کې د بېلابېلو اسلامي، ادبي، مالوماتي او ټولنيزو خپرونو رواجول دي.

د همدرد په خبره چې د راډيو کارکوونکي به له بېلابېلو کتابونو په مالوماتو ټولولو د خپلو خپرونو په غني کولو کې ګټه واخلي.

سردار محمد همدرد وويل: ((هلمند کې ګڼ شمېر راډيو ګانې سته، چې په ډېره کمه اندازه اسلامي او علمي خپرونې لري، زما د راډيو ګانو له مسؤلينو دا غوښتنه ده چې زموږ خلک علمي او پوهنيزو خپرونو ته اړتيا لري، يوازې سندرې زموږ ټولنه نه سي جوړولی.))

دغه راز سردار محمد همدرد ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د نورو راډيو ګانو سره هم د کتاب په برخه کې مرسته وکړي.

څه د پاسه سل جلده بېلابېل کتابونه په داسې وخت کې د غږ راډيو کتابتون ته ډالۍ شول چې د يادې راډيو مسؤل عبدالظاهر کاکړ هم حاضر و.

نوموړي د سردار محمد همدرد  له دغه ګام ستاينه وکړه چې د دوی د راډيو کتابتون ته يې لسګونه جلده کتابونه ډالۍ کړل.

غږ راډيو چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په هلمند کې نشرات پيل کړي، بېلابېلو علمي او نوښتګرو خپرونو يې د اوريدونکو پام ور اړولی.

هلمند کې شپږ سيمه ييزې راډيو ګانې په بېلابېلو برخو کې نشرات لري، چې د نشراتو ډېره برخه يې په سندرو او تفريحي خپرونو تېريږي.

خلک هم له سيمه ييزو رسنيو د علمي او مالوماتي خپرونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.

41 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *