Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو په پکتیا کې په لسګونو عام خلک برمته کړي

خبریال: حیران- د پکتيا مرکز ګردېز او سرحدي ولسوالۍ ډنډ پټان ترمنځ د غځېدلې لويې لارې په اوږدو کې وسله والو طالبانو شاوخوا ۵۰ تنه له نږدې ۳۰ موټرو سره يو ځای نامالومې خوا ته بيولي دي.

په تښتول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي، وسله وال طالبانو نن سهار شپږ بجې د سيدکرم ولسوالۍ اړوند بډم کلي کې لويه لاره بنده کړې او يو شمېر مسافر يې له موټرو ښکته کړي دي، چې ټول يې عام وګړي وو.

دی وايي، تر اوسه يې د وړل شويو کسانو په باره کې هيڅ معلومات نشته خو په وينا يې دوی يې په باره کې پلټنې کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمد رحمان قادري بيا وايي، چې د ګردېز او ډنډ پټان ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لويه لاره د پنځو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه، چې ناپېژاندو وسله والو د همدې پنځو ساعتونو په اوږدو کې نږدې دېرش هغه موټر له لارې ګرځولي، چې مسافر يې مرکز ګردېز ته لېږدول.

نوموړی وايي، امنيتي ځواکونه په خپل مسوليت ادا کولو کې پاتې راغلي او د دې لارې د امنيت خونديينې کې بې غوري کوي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد کسان د دوئ له خوا د دې لپاره تښتول شوي چې دولتي مامورين او امنيتي کسان پکې چاڼ کړي، او په وينا يې له ملکي کسانو سره کار نلري او ډېر ژر به خوشي شي.

مجاهد وايي، په نيول شويو کسانو کې د دولت ۸ مهم کسان هم شامل دي .

تر دې مخکې وسله والو سختدریځو په زابل کې ۳۱ هزاره مسافر وتښتول او د هغو د خوشي کېدو په بدل کې یې د ازبکستاني بندیانو غوښتنه وکړه. داسي ښکاري چې طالبانو ته دا تاکتیک ګټور ښکاره شوی او غواړي چې د عامو خلکو د تښتولو په وسیله خپل نور بندیان خلاص کړي.

ياده دې وي چې د ثور د مياشتې له پيله را په دې خوا د پکتيا امنيتي وضعه خورا ترينګلې شوې او په اکثريت ساحو کې د حکومت مخالفان حاکم دي.

په دې اړه ولايتي شورا لا وار د مخه مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړی و خو تر اوسه يې امنيتي چارواکو نيوکو ته څه مثبت ځواب نه دی ويلی.

378 total views, 1 views today

2 comments

  1. hassan Reply

    د پکتیاوالو د خدای مل شی ، هزاره ګانو خو خپل قوم او محمد کریم خلیلی په شان مشر درلود چی د خپلو بندیانو د آزادی لپاره یی تر وروستی لحظی په دولت فشار راوړ او خپل خلک یی خوشی کړل. پکتیاوال خو داسی کوم مشر نه لری او یواځی له خدایه د دخپلو نیول شویو کسانو خلاصون وغواړی ، له بلی خوا ‌دبیح ال …. منافق هم په خدای عقیده نه لری او یواځی په آی اس آی او پیسو عقیده لری . دوی ته چی پنجابیان هرڅه ووایی هغه عملی کوی. دبیح منافق وایی په نیول شویو کی کسانو کې د دولت ۸ مهم کسان هم شامل دي. دا پدی معنی چی منافق د کوم بل هیواد نمایندګی کوی او د افغانستان د دولت اته مهم کسان یی نیولی دی. په دولت کی خو حتما مامورین کارکوی خو د اتو نفرو په نیولو یو دولت نه فلج کیږی . یواځی یو څوکورنی پښتانه وژل کیږی او اولادونه یی یتیمان او ښځی یی کونډی پاته کیږی چی دا د دبیح منافق او دهغوی د ملګرو اصلی هدف دی. د بیګناه مسلمان وژل خو له اسلام سره تضاد دی نو اوس تاسو ورته فکر وکړی.

  2. Sheku Reply

    Hassan Jana Khola Sama Khorawa. te ekhpel zan gham kawa ka cherta domra ghairate we no beya za de Paktia de laroo Amniat wonesa. esta po tesho khabaro se na kege.

    Wa salam

Leave a Reply to Sheku Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2