Categories

اعلان

Loading…

عزیز: طالبان زموږ خبرو ته غوږ ږدي

تاند – د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو په برخه کې ځانګړی سلاکار سرتاج عزیز سبا شنبې کابل ته ځي خو تر تګ مخکې ده په اسلام اباد کې اسوشیتد پریس اژانس ته وویل، طالبان موږ ته غوږ ږدي، موږ پر هغوی څه اغیز لرو خو کنټرول پرې نه لرو.

سرتاج عزیز دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې دوې اونۍ مخکې د قطر په مرکز دوحه کې طالبانو خپل سیاسي دفتر وتاړه او له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډیدې، خو سرتاج عزیز، چې کله د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د کابل د سفر اعلان وکړ دا یې هم وویل چې په قطر کې د طالبانو دفتر موقتا تړل شوی او دوی به هڅه وکړي چې ستونزه بیرته هواره شي او له امریکایانو سره د طالبانو خبرې پیل شي.

سرتاج عزیز دا ژمنه هم ورکړې ده چې د پاکستان هڅه به دا وي چې طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره بیا خبرو ته چمتو شي. خو سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ بیا وویل،چې طالبان داسې باور لري چې د حامد کرزي د سولې عالي شورا بشپړ استازیتوب نه شي کولی.

حامد کرزي د طالبانو د دفتر له پرانیستلو وروسته ویلي و چې د سولې خبرې یوازې د سولې د عالي شورا له اتیا کسیزې ډلې سره ممکنې دي.

یو شمیر سیاسي کتونکي د پاکستان دغو خبرو ته چې طالبان د اسلام اباد خبره مني په دې سترګه ګوري چې پاکستان له دې لارې غواړي له لویدیځه امتیاز ترلاسه کړي. خو سرتاج عزیز وویل،په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان په ګټه دی. ده هیله څرګنده کړه چې کابل ته د خپل سفر پر مهال به وکولی شي چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر لپاره لاره برابره کړي.

د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوې حکومت تر دې مخکې هم ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو  حامد کرزي ویلي و په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړې، په داسې وخت کې چې سفر یې مثبتې نتیجې ورکړي.

134 total views, 1 views today

1 comment

  1. Zek Pakhtoon Reply

    ولی به یي نږدی او دا خو د طالبانو فرض هم جوړیږی چې پاکستان خبرو ته غوږ کیږدی ځکه چې طالبان د پاکستان ناجایزه اولاد دی. که دوی د سړی بچې وی نو د میندو مړونه به یې یو وی نه سل لکه چې جنرل حمیدګل، نصرالله بابر، قاضی حسین احمد، مولانا فضلو ډیزل، او حقانی چې پخپل وار یې د طالبانو د پلار کیدو دعوی کړی دی. مرګ د وی د پښتنو په قاتلینو او د هغو په ټیکدارانو. ژوندی دی وی افغان اردو او امنیتی ځواکونه. ددی کنجر او بی ناموسه طالبانو له لاسه مونږ د انور سعادت په شان سپک خلک هم مونږ په سپکو یادوی ځکه چې دا ټوله نومونه مونږ ته همدی بی پدره طالبانو ګټلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2